ورځپاڼو ته کتنه
په كابل كې نننيو ورځپاڼو په افغانستان كې روان حالت تر څيړنې لاندې مقالې او تحليلونه خپاره كړي، چې لنډيز يي احمد زبير ژمن برابر كړې.
باختر:
باختر ورځپاڼې د نننۍ ګڼې په سرمقالې كې د ولسي جرګې په غلي احتجاج تبصره كړې.
د سرمقالې د ليكوال په باور په داسې حال كې چې د سولې ملي مشورتي جرګه په مخ كې ده دغه چوپتيا به دواړو ولسي جرګې او حكومت ته ډير زيانمنوونكې وي.
د ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې په افغانستان د ملكي خدمتونو په اړه اندېښنه ښودل شوې او په يوې برخه كې يې راغلي، په دې وروستيو كې پوځي هلو ځلو په جګړه كې د ښكيلو دواړو خواو له خوا شدت موندلى او د هېواد په بېلابېلو برخو كې يې ملكي خدمتونه له پخوا ډير تر اغيزې لاندې راوستي دي.
انيس:
انيس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې په افغانستان كې پوځي عمليات او د نړېوالو ځواكونو د شمېرد زياتېدو مسئله څيړلې ده.
د سرمقالې د ليكوال په باور په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د شمېر ډيرېدل په لنډ مهال كې ښايي مثبتې اغيزې ولري، خو د ستونزې دايمي حل ته لاره نه شي هوارولاى.
ويسا:
ويسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې د سولي ملي مشورتي جرګه پر وړاندې، چې ټاكل شوې د جوزا په دولسمه په كابل كې جوړه شي، د ځينو كړېوغبرګونونه څيړلې.
د سرمقالې د ليكوال په باور د ډاكتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د سياسي ايتلاف او د ولسي جرګې د ځينو وكيلانو له پريكون سره سره به دغه جرګه حتماً دايريږي.
ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د افغانستان په شمالي ولايتونو كې امنيتي وضعيت څيړلى او ليكلي يې دي، د وركړل شوېو راپورونو پر خلاف په شمال كې د زياترو سيمو امنيت ډاډمن دى.
راه نجات:
راه نجات ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې د ولسمشر د وياند خبره راخيستې چې ويلي يې دي، د سولې ملي مشورتي جرګه به ملي بڼه ولري.
ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې په افغانستان كې د پانګه ونې د كمېدو موضوع څيړلې او ليكلي يې دي، د امنيت نشتوالى او پراخه ادارې فساد په هېواد كې د سوداګريزو فعاليتونو او د پانګونې د كمېدو اساسي لاملونه دي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې په يوه مطلب كې په سيمه اېزو همكارېو ټينګار كړى او ليكلي يې دي چې د افغانستان سوله د هند او پاكستان ترمنځ په روغه جوړه كې نغښتې.
ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې ليكلي چې د سولې ملي مشورتي جرګه به په خپله ولسمشر حامد كرزى پر مخ وړي.
اصلاح او هېواد:
اصلاح او هېواد ورځپاڼو هم په بېلابېلو مسايلو تحليلي مطالب خپاره كړي دي.
هېواد په خپلې سرمقالې كې په هغو كسانو انتقاد كړى دى چې غواړي د سولې ملي مشورتي جرګې سره پريكون وكړي او هغوى په افغانستان كې د سولې مخالفين بللي دي.
خو اصلاح ورځپاڼې بيا په خپلې سرمقالې كې په هېواد كې د امنيت او سولې د تامينولو لپاره د خلكو همكاري مهمه بللې ده.
نړېوالو ورځپاڼو هر يو مككلاچي او د لندن چاپ فايننشل ټايمز د كندهار د عملياتو په اړه تحليلونه خپاره كړي، چې لنډيز يي دلته لولئ.
مککلاچي:
په امریکا کې خپریدونکي ورځپاڼې مککلاچي په وروستۍ ګڼې کې د هلمند په مارجې کې د ایتلافي ځواکونو د ورو پرمختګ په اړه یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یي لیکي:
د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سيټنلې مک کریستال په مارجې کې د امریکا د سمندري ځواک له یوه قوماندان څخه وپوښتل، د طالب وسله والو د لېرې کولو او شړلو لپاره څومره وخت ته اړتیا لري؟
قوماندان په ځواب کې ورته وویل، موږ باید حوصله ولرو. ورځپاڼه لیکي:
جنرال مک کریستال د سمندري ځواک دې قوماندان ته وویل، د نړېوالې ټولنې ملاتړ ممکن تر ابده دوام ونه کړي او د طالبانو د لېرې کولو لپاره زیات وخت نشته.
مککلاچي ورځپاڼه لیکي: د مارجې عملیات په طالبانو باندې د یوې سختې او قوي ضربې په مقصد پیل شوې او جنرال مک کریستال هیله من و، چې دا عملیات به مارجې ته ثبات او امنیت راولي او د جګړې لورى به د اییتلافي ځواکونو په ګټه بدل شي.
خو جنرال مک کریستال تېره اوونۍ له مارجې او نادعلي څخه له کتنې وروسته خپل وطن ته دا تریخ حقیقت یوړ، چې د ولسمشر بارک اوباما پلان چې د ۲۰۱۰ کال د جولای میاشت کې به له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ایستل پیل کړي، د جګړې له واقعیتونو سره په ټکر کې دی.
د ورځپاڼې په باور، په مارجې او نادعلي کې کافي شمېر افغان او امریکایي عسکر نشته، چې له جګړې څخه د ځورېدلو او کړېدلو ځایي خلکو ملاتړ او باور را جلب کړي.
طالبان په سېمه کې د هغو کسانو سرونه پرې کوي، چې د حکومت ملاتړ وکړي.
د یوه ښه حکومتي سیستم د جوړولو په مقصد سېمه ایزې دولتي ادارې او امنیتي ځواکونه هم نه دي فعال شوي.
ورځپاڼه لیکي: جنرال مک کریسټال د افغانستان په جنوب کې افغان او د بهرنیو ځواکونو د قوماندانانو یوې ډلې ته وویل، تاسې یي ممکن احساس نه کړې، خو له بهر څخه د مارجې دا جګړه د یو ناسور یا سرطان په څېر ښکاري.
مککلاچي لیکي: جنرال مک کریستال په واشنګټن او اروپا کې د ملکي مشرانو تر سخت فشار لاندې دی او باید په مارجې کې پرمختګ وښیي.
دا مشران هم په دې باور دې، چې په مارجې کې پرمختک ورو دی. د ورځپاڼې په باور، د دې عملیاتو یو هدف داو، چې خلکو ته به ډاډ ورکوي چې په اداري فساد کې د ښکیلو پولیسو او حکومتي چارواکو له شره به یي خلاصوي او داسې حالت به رامنځ ته کوي، چې خلک د طالبانو ملاتړ ته اړ نه شي.
ورځپاڼې په افغانسنتان کې د ناټود ملکي استازي مارک سیډویل خبره هم راخیستي، چې وایي، زموږ په مخکې اوږد مزل دی، موږ باید پوره حوصله ولرو، مککلاچي وړاندې لیکي:
جنرال مک کریستال په یوې بلې غونډې کې ویلي، زه فکر کوم موږ سم پر مخ روان یو، خو د امنیت د ټینګښت کارونه ورو پر مخ ځي.
زه په دې فکر كې یم، که چېرې په سېمې کې زیات قوتونه ځاى په ځاى کړو، نو په سم ډول به یي کنترول کړای شو.
فایننشل ټایمز:
په لندن کې خپریدونکي ورځپاڼې فایننشل ټایمز په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د نشه یي موادو د تولید په اړه د روسیې اندېښنو ته اشاره کړې او لیکي:
مسکو، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې د هیرویینو د تولید په بندولو کې پاتې راغلې او له افغانستان څخه د نشه یي موادو قاچاق، د روسیې ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.
روسیه وایي، له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسي يانې له کومې ورځې، چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو رژیم ړنګ کړي، په دې هېواد کې د هیرویینو تولید لس برابره زیات شوی دی.
فایننشل تایمز لیکي: د امریکا او روسیې مشران تېر کال سلا شوي وو، چې په ګډه به د نشه یي موادو د نړېوال قاچاق مخه نیسي.
ورځپاڼه لیکي: روسیه د سېمې په اړه معلومات لري او غواړي له امریکا سره مرسته وکړي، چې په افغانستان او مرکزي اسیا کې د نشه یي موادو تولید او قاچاق وړونکی له منځه یوسي.
د ورځپاڼې په باور، امریکا او روسیه په افغانستان کې د نشه یي موادو د له منځه وړلو په اړه مختلف نظرونه لري.
امریکا د روسیې هغه وړاندیز رد کړی، چې وایي:
د بزګرانو کرل شوي کوکنار دې له منځه یوسي او همدارنګه په دې کار سره بزګرانو ته زیان رسیږي اوهغوي ممکن د وسله والو ملاتړ ته اړ شي.