جرمني: تر ۲۰۱۴ وروسته هم مرستو ته دوام ورکوو
جرمنې د ۲۰۱۴ زکال وروسته هم افغانستان سره د مرستولپاره ټټر وهلی.
جرمنې به په افغانستان کې د ۲۰۱۴ زکال وورسته هم ۴۳۰ زره یورو د بیارغونې په برخه کې ولګوئ.
په کابل کې د جرمنې سفیراولیوچارلی( oliver Charlie ) په کندوزکې د نظامې مسوولیتونوسپارل ملکې برخې ته په چمتوشوی غونډه کې، یادونه وکړه چې هیواد يي د۲۰۱۴ ز کال وورسته تر۲۰۲۴ز پوری افغانستان سره په بیلابیلوبرخوکې مرستوته ژمن دی .
دغه آلمانې لوړپوړی چارواکې که څه هم په تیرو۹ کلونوکې ددغه هیواد له لوری مصرف شوی بودجه باندی رڼا ونه چوله مګر زیاته يي کړه چې هیواد يي په تیرو ۹ کلونوکې دافغان پولیسو روزنې سربیره دافغانستان په ګڼو ولایتونوکې ستری ټولګټې پروژي عملې کړیدي.
چارلی زیاته کړه چې المان چمتو دی چې دافغانستان نه د بهرنیو سرتیرو تروتلو وروسته هم ددغه هیواد سره په بیلابیلو برخوکې خپلومرستو ته دوام ورکړئ.
همدغه راز چارلې زیاته کړه (( مونږ به افغانستان سره له ۲۰۱۴ زکال وورسته هم خپلومرستوته دوام ورکړو، او په راتلونکیو۱۰ کلونوکې به ۴۳۰زره یورو په لګښت ورسوو.))
په کندوزکې دالمان ملکی برخې استازی هیلموت لاندیس ويي ویل المان په پام کې لری چې د ۲۰۱۴ز کال وورسته د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د قونسلګرې څانګه پرانیزی. چې له همدغه مرکزځنې به د بیارغونې پروژوچارې په کندوز،تالقانو اوفیض ابادښارونوکې څارل کیږی.
بل پلوته د کندوزوالی مرستیال حمدالله دانشی وویل المان دافغانستان سره یودسترومرسته کوونکیو بسپنه ورکونکیو په کتارکې راځي چې په ځانګړي ډول يي په کندوزولایت کې په روغتیا،معارف،کرنه اوترانسپورت برخو کې دپام وړمرستې ترسره کړیدی هغه وویل (( دغه ولایت اوس مهال بیارغونې ته ډیره اړتیا لری المان باید خپلومرستوته دوام ورکړي. ))
ترډيره دالمان د مرستوپام دافغانستان شمال ختیزو ولایتونوباندی ورغونډ دی چې د دغه هیواد چارواکوپه خبره دوی به خپلې راتلوونکې مرستې په لوړو زده کړو، سیمه ییزی حکومتولۍ په ځواکمنتیا برخوکې په مصرف ورسوي. اوسمهال په کندوزکې ګڼ شمیرالمانی سرتیری په نظامې ماموریت بوخت دی چې د نظامې برخو سربیره دبیارغونې په چاروهم فعالیت ترسره کوی خوددغه ولایت یوشمیراوسیدونکې په دغه ولایت کې د بیارغونې له چاورراضی ندی دوی وایی د ۱۱ کلونوپه تیریدوسره کومه بنیادی پروژه نه ترسترګوکیږی.