زموږ دکلی خړ
زه لیکوال نه یم او نه هم ژورنالست او شاعر یم،ولی کله چی زړه ډیر راته ډک سی نو می دخولی څخه رقم په رقم خبری راوزی او په همدا خبرو باندی د خپل زړه درد تسکینوم لیکن نن می فیصله دا سوه چی دا خپلی خبری له تاسو دوستانو سره شریکی کړم او د مخه تر دا چی و اصلی موضوع ته ولاړسم غواړم چی وروستی موضوع زموږ دکلی په یوه لنډه قیصه ښه درته واضع کړم.
کله چی زه کوچنی وم او پخپل کلی کی اوسیدم،ښه می په یاد دی چی هغه وخت زموږ په کلی کی یو هلک د ملک په سراچه کی اوسیدی موږ و هغه ته خړ ویل په خړ باندی هیڅوک نه ؤ خبر چی دچا زوی، د چا لمسی او د چا له کوره دی خپله ملک اکا هم په خبر نه ؤ چی هغه څوک دی، د کلی یو و نیم خلګو به ویل چی ملک اکا دا کوچنی کم ځای پیدا کړی ؤ او بیا ئی د ځان سره راوستلی دی، یو و نیم دکلی خلګو به ویل چی یو چا دمسجد سره د ویالی پر غاړه ایښی ؤ او ملک پیدا کی او یو و نیم خلګو خو بیا پر ملک اکا دا شک کاوه چی خړ د ملک اکا نا جایزه اولاد دی او د خړ د کارو هم همداسی معلومیده چی خړ د رشتیا چی د ملک اکا نا جایزه اولاد دی په کلی او وطن کی چی به هر مشکل جوړ ؤ هغه به خړ جوړکړی ؤ، هیڅوک به پر ارامه نه وه او د ملک اکا چی به و هر چاته اعصاب خراب وه نو به ئی وخړ ته ویل چی هلکه پلانکی مه پریږده بیا نو دا د خړ وظیفه وه چی څه درسره وکړی لږ او که ډیر تاوان درورسوی کله بی د کوچنیانو کالی ور څیرلی وه کوچنیان به په ژړا و کورته راغلل،کله به ئی د کلی کم څوک په چاړه وهلی وه،کله به ئی د چا واښه غلا کړی وه او کله کله بی د چا لاس او سر ور مات کړی وه او حتا پر حیوانانو ئی هم رحم نه کاوه اود نورو اکا بلاربه غوا ئی هم په چاړه وهلی وه، که به هر چا و ملک اکا ته شکایت وکی نو به ملک اکا پخپله غوړه او مکاره ژبه ساده پښتانه خطا ایستل او که به خبر تر ولسوال او ولسوالی ورسیدل نو هلته به هم ملک اکا د خپل نا جایز اولاد دفاع کول او د ملک اکا دغه دفاع وه چی خړ ئی وه دی ته وهڅاوه چی نور نو هغه د منطقی و نورو کلیو ته هم مخه کړه اوپه نورو کلیو کی هم د خلګو په عذابیدل شروع کړه او کله به چی خلګو و ملک اکا ته شکایت وکی نو ملک اکا به ویل چی وروره یو ځو پیسی راوړه زه بی و خړ ته ورکړم مسکین دی موروپلار نه لری ، کور و ځای نه لری خوشحاله کیږی بیا به په آینده کی په تا کار نه لری خو کله چی به پیسی په لاس ورغلی نو به ملک اکا دا پیسی و خپل جیب ته واچولی او خړ بی تر دغه لا و نورو کارو ته تشویق کی او خړ به تر دغه نور هم باټ واخستی او د عالمه مآ سیوا کارونه بی کول.
د کلی او د منطقی د خلګو حوصله ورځ تر بلی ورځی مخ په کمیدو وه او ژر تر ژره ئی باید داسی یوه فیصله کړی وای چی نور نو د ملک اکا او د هغه د نا جایز اولاد د شره خپل ځانونه وژغورلای سی او فیصله دا وه چی د هر کلی یو ځوان به د یو سوټی سره راځی او په ټولوبه خړ او ملک اکا تر هغو ډبوی چی سترګی ښوری او همداسی هم وسول دوی ورځی بعد دادی تکړه ځوانان سره راټول سول سوټی ورسره دی او د رود پر غاړه خړ په لاس ورغلی او بیله پوښتنی ئی خړ ښه و درزاوه، خړ په مات سر،مات لاس او پښه و تښتیدی او له هغی ورځی بیا تر نن ورځی پوری بیا چا خړ نه دی لیدلی، خلګ چی دخړ نه فارغ سول نو د ملک اکا پر خوا را روان سول نو ملک چی کله و خلګو ته وکتل پوه سو چی حالات خراب دی نو پخپله مکاره او غوړه ژبه ئی د خلګو سره وعده وکړه نور د خپل ملکیی نه تیر دی او خلګ کولای سی چی و ځانو ته نوی ملک وټاکی او ده پر خپلو ټولو ګناهنو توبه وکړه او دهغه ورځی راهیسی خلګ پر ارامه او کراره ژوند کوی.
خو کله چی زه دخپل وطن و حالاتو ته ګورم نو می ملک اکا او د هغه نا جایز اولاد و سترګو ته جګ ودریږی ولی چی اوس هم هغه ملک اکا دی او هغه نا جایز اولاد ئی دی چی زما د ګران افغانستان خلګ و ژوند کولو ته نه پریږدی نن هم کله د ډبری واری کله د چړی واری کوی او یا هم واښه غلا کړی وی.
کله چی په څلویښتمو کلو کی هندی مهراجاه د انګریزی فاحشی سره نا جایز تعلقات پیدا کړل یو څو عمر وروسته د هغو یو نا جایز اولاد پیدا سو او پر هغه ئی د پاکستان نوم کښیښود ، که رشتیا ووایو نو پاکستان هم نه خپله پیژندګلوی لری نه خپل کلتوراو تاریخ لری او نه ئی هم مور او پلار معلوم دی او د پاکستان د پیدا کیدو څخه تر نن پوری و ټولی منطقی ته د سر درد ګرزیدلی دی په هر ځای کی دوی یو شی غلا کړی،یو شی مات کړی وی یعنی حتمی ئی یو رذالت کړی وی خو که څوک شکایت وکړی نو بیا دکلی ملک( دانګریز غدار او مرتجع حکومت) له خپل نا جایز اولاد نه دفاع کوی او ساده پښتانه په خوږه او مکاره ژبه خطا باسی حتا نن خو پاکستان په لوړه سویه کارونه شروع کړی دی تاسی وګوری چی د دنیا په کوم مملکت کی چی تروریستی حملی سوی دی د ټولوپل و پاکستان ته ځی په یو رقم د رقمو پاکستان په هغه کی لاس لری دهند او افغانستان خو قصه بله ده ولی هر وخت چی ددوی زړه و غواړی نو اجمل قصاب د یو څو نورو لغړیانو سره و مومبای ته واستوی او بیګناه انسانان په مړه کړی او یا هم و ګران افغانستان ته ددوی په تبلیغاتو خطا وتلی بیعلمه او جاهل انسانان د ځانمرګو صدریانو سره راواستوی او زموږ د کوچنیانو د مکتبووومخ ته ،او یا هم د ښار په منځ کی زموږ بیګناه اولس په بمونو کی والوزوی او یوار بیا زموږ خویندی دغم پر ټغر کښینوی.
خو داټوله لا کفایت نه کوی او پر کنړونو،نورستان او جلال اباد د توپو وارونه هم کوی او هره ورځ زموږ دوطن شریف وطنوال په شهادت رسوی او یا ئی هم و کډه کولو ته مجبوره کوی او یا هم په بولدک او یا ګوشته کی دروازی جوړوی.
زما سوال د ټولو وطندارانو څخه دادی چی نور لا څه باید وسی تر څو موږ د پاکستان په مقابل کی عکس ا لعمل وښیو؟ او د لوی او قادره خدای(ج) په کومک باندی د ګوشتی په شکل باندی غاښ ماتونکی جوابونه ورکړو او یوه پلا بیا ودی تور مخو یهودیانو ته ور وښیو چی موږ هغه افغانان یو چی ستاسی پلرونه مو د هندوستان د ځنګلو څخه را ولاړ کړه ، د هغو لنګونه مو ورخلاص کړه، دپرتوګ اغوستل مو ور زده کړل او ټیکه مو ورپاکه کړه د شهادت کلمه مو په وویل او مسلمانان مو کړل او موږ اوس هم هغه پټان یو چی ته ئی تر اوسه هم په بیره خپل کوچنیان بیدوی.
خو أی بد بخته پنجابیه په ښه غوږ ئی واوره! زه پښتون یم زه هغه څه لرم چی ته ئی نه لری او هغه غیرت او همت دی، په دا شکیدلی او ریښکی اټم مه خطا وزه روسان هم یو اټومی قدرت ؤ حالات ئی و تاته ښه در معلومیږی،په دا شکیدلو کرنلانو او جنرانو دی هم مه خطا وزه جنرال نیازی هم ستاسی جنرال ؤ چی په۱۹۷۱ کی د ۹۶۰۰۰ عسکرو او سلاح سره و یو هندو ته تسلیم سو د جنګ او غیرت خبری به نه کوو.
زه پر ټولو افغانانو دا ږغ کوم ،راځی چی د اتفاق او ورورولی لاسونه سره ورکو هر یو یو یو سوټی راواخلو او د ملک اکا نا جایزه اولاد تر هغو ودرزو چی سترګی ښوری او له هغه نه وروسته ئی و ملک اکا ته هم ور یاده کړو.
دافغانانو د یوالی په امید
د لوی،هوسا،پر امن او پرمختللی افغانستان په امید