وايرس، دوه نيم لکه ډالره جايزه

د لراوبر اداره | فبروري 14th, 2009


مائيکروسافت په کمپوټرونو کي د يو ډول وايرس خورونکي کس د پيژندلو پر سر دوه نيم لګه ډالره جايزه وټاکله . 

د کونفيکر ډاون ايډپ په نوم دا وايرس د تير اکتوبر را هيسي په کمپوټرونو کي په خوريدو دى او د يوې اندازې پربڼسټ نژدې يو ميليون کمپوټرونه ددې وايرس څخه متاثيره سوه .

مائيکروسافت په دې اند دئ چي د کونفيکر وايرس په زريعه ناوړه کارونه تر سره کيږي .

د مائيکرو سافت يوه کارکونکي جارج استيتهيکپلوس وويل کوم کسان چي دا وئرس خوروي د هغوى پيدا کول ډير اړين دي .

هغه وويل : (( موږ خپل ګډون کوونکو ته دا پيغام وړاندي کوو چي ددې کسانو د موندلو لپاره هره ممکنه وصيله په کار واچوي ))

کونفيکر وائرس تر اوسه پوري يو کروړ او شل لکه کمپوټرونه ځپلي دي هغه کمپيوترونه چي سکيورټي اپډيټ نلري د دې وايرس څخه متاثره کيږي .

کونفيکر وائرس هغه کمپوټرونه ځپي چي انټر نيټ ته وصل وي او دا وائرس د يوايس بي په زريعه هم خوريږي .

خطرناکه خبره خو دا ده چي دا ويرس خپل مثل موندلاى سي او د کارونکي يوزر اى ډي او پاسورډ لوستلاى سي . د سکيورتي مامورينو ويناده چي  کاروونکي دي خوندي پاس ورډ و کاروي .

Copyright Larawbar 2007-2024