کور / تازه خبرونه / هلمند : د بېوزلو کورنيو سره مرسته وسوه

هلمند : د بېوزلو کورنيو سره مرسته وسوه

په هلمند كې له دوه زره بيوزلوكورنيوسره د البسې مرسته وشوه
يادې مرستې چې پكې ژمنى جامې اونوراړين توكي پكې شامل دي د ملگروملتونود كډوالوچارود نړيوالې ادارې په مرسته برابرشوي چې د سه شنبې په ورځ يې د ويش لړى د ولايت مقام د مرستيال مسعود بختورلخوا د يولړمراسموپه ترڅ كې پيل شوه.
نوموړي ددې مراسموپرمهال وويل چې ياد شوي توكي د دوه زره هغه كورنيولپاره چمتوكړى شوي چې سروې يې د ولايت مقام لخوا د ټاكل شوي پلاوي لخوا ترسره شوې اود سروې له مخې پكې يادې بيوزله كورنى په گوته شوې دي.
هغه زياته كړه چې د ولايت اداره تل هڅه كوي چې د اړواوبيوزلوخلكولپاره د مرستواود راتلونكي لپاره د آرامه ژوند امكانات برابركړي.
په دې مرستوكې هرې بيوزلې كورنى ته دوه تختې پټوگان،درى جوړې بوټونه،يوه تخته توس،۷ جوړې جرابې،څلوردانې گرمې خولى،درى دانې انگياوې،درى كوټونه،د تيلوپه بدل كې ۱۰۰۰ افغانى د اوبوخالي ډبه ترپال شړى اوځينې نورتوكي شامل دي وركول كيږي.
د يادونې وړده چې وړاندې تردې هم په دې ولايت كې څوڅوځله د غريبواوبيوزله كورنيوسره ورته مرستې ترسره شوې دي.