دابتدایی لیست څخه دلري شویو کاندیدانو ۳۱۳ شکایتونه ثبت شو یدی

جاويد احمد تنوير | اکتوبر 24th, 2013


د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون: د ابتدايي لیسټ له خپریدو راهیسې ۳۱۳ شکایتونه ثبت شوي

د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون وايي، د کاندیدانو د ابتدايي لیسټ له خپریدو راهیسې ۳۱۳ شکایتونه ثبت شوي چې اوولس مورده یې د جمهوري ریاست د کاندیدانو په اړه دي.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون ویاند نادرمحسني وویل که چیرې کوم لرې شوی کاندید اثباتیه مدارک وړاندې کړي کیدای شي یو ځل بیا په لیسټ کې شامل کړای شي.
ښاغلي محسني دا هم وویل، که چیرې په ابتدايي کاندیدانو هم شکایتونه ثابت شي کیدای شي له لیسټه لرې شي.
محسني په داسې حال کې دا څرکندونې وکړې چې؛ د جمهوري ریاست د ابتدايي لیسټ له خپریدو وروسته ځینو لرې شویو کاندیدانو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دا پریکړه غیرعادلانه بللې ده

Copyright Larawbar 2007-2024