کندوز:دناصرو قوم دسولي جرګې څخه ملاتړ اعلان کړ

د لراوبر اداره | مې 26th, 2010


دکندوزدناصرو قوم دسولی مشورتی جرګی نه خپل ملاتړاعلان کړ . نن چهارشنبه دکندوزدشاوخوا ولسوالیو لسګونوسپین ږیرواوقومی مشرانو دیوی غونډی په ترڅ کی دراتلوونکی سولی مشورتی جرګی نه خپل ملاتړاعلان کړ ، په یادغونډه کی د کندوزوالی انجینیرمحمدعمر دامنیی قومندان محمدرزاق یعقوبی اویوشمیر نورو دولتی مشرانواوچارواکو برخه اخیستی وه .انجینرمحمدعمروویل : دولت غواړی چی په اطرافوکی خلکوته دښی حکومت داری سیستم فعال کړی هغه دناصروقوم مشرانوڅخه وغوښتل چی خپل بچیان د جنګونو نه منع کړی اود هیواد په بیا روغونه کی برخه واخلی همدارنګه

دناصروقام مشرانو هم ژمنه وکړه چی د سولی بهیرسره به یوځای شی ددی سربیره دناصروقام پخوانی مشرامام رضا له دندی استعفا ورکړه اوپرځای یی محمداغامیرناصری وټاکل شو.دیادونی وړ ده چی ناصرو قام په کندوز کی دپښتون توکم لوی قام دی چی دکندوز پرته په نورو ولایتونوکی هم شتون لری دوی په یاده غونډه کی د افغان دولت نه خپل ملاټړ اعلان کړاوژمنه یی وکړه چی په راتلوونکی کی به خپلی مرسته له دولت نه ونسپموي.

Copyright Larawbar 2007-2024