مختارخان يوسفزی:په کراچي کي پښتانه له ستونزو سره مخامخ دي

د لراوبر اداره | مې 26th, 2010


تيره ورځ په بنو کښې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي صدر مختار خان يوسفزى په مشرۍ کښې پريس کانفرنس وشو چې پکښې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر (خيبر پښتونخوا) مختار خان يوسفزي،د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن صوبايي سيکرټري حيدرخان مومند،حميد علي شاه او نورو ملګرو ګډون درلود.

په پريس کانفرنس کښې د خبريالانو سره په روانو حالاتو باندې خبرې وشولې او په ګوند کښې نوؤ ملګرو شموليت وکړلو.او د ګوند مشرانو په يو کبډي ټورنمټ کښې د دځانګړي مېلمستيا په حيث انعامونه تقسيم کړلو.او بيا يې په کرک کښې هم يو پريس کانفرنس وکړلو.

په پريس کانفرنس کښې د کراچۍ او د ټول پښتونخوا وطن په حالاتو خبرې وکړلې شوې. او په کرک کښې هم په ډير لوې تعداد قامي مشران په ګوند کښې شامل شول.

Copyright Larawbar 2007-2024