کور / هراړخیز / د لراوبر ويبپاڼي خپرنيزه پاليسي

د لراوبر ويبپاڼي خپرنيزه پاليسي

د لراوبر ويبپاڼي په اړه:

“د لوراند، لورين الله په نوم”

لر او بر ويبپاڼه په نړۍ او لوی افغانستان کي د پښتنو تر منځ د اړيکو د پراختيا، يووالي او يو موټي کېدو ته د رسيدوپه لاره کي د هڅو او خدمت په موخه د دې ويبپاڼي د بنسټ اېښودونکي عبدالله احسان تر يو کلن کوښښ، هڅو او د پښتو ژبي له زيات شمېر ليکوالو، پوهانو او خواخوږو سره تر سلا مشورو وروسته د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر پر ۱۹ – نېټه د پښتو ژبي د نومياليو عالمانو، پوهانو او ملي شخصيتونو په لاس د معاصر افغانستان د ۲۶۰ – مي کاليزي په مناسبت د يوه جوړ سوي نړۍ وال علمي سيمينار په ترڅ کي د جرمني هيواد په هورت ښار کي پرانيستل سوه.

د لراوبر ويبپاڼي مرکزي دفتر په هالنډ کي دئ، د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو او د لوی افغانستان په مختلفو ښارونو کابل، پېښور، کندهار، کوټه، ننګرهار او يو شمېر نورو ځايونو کي سيمه ايزي څانګي، استازي، قلمي همکاران او خبريالان لري.ددې ويبپاڼي تګلاره په لاندي ډول لنډيز سوې ده :

د لراوبر ويبپاڼي تګلاره :

۱ – لر او بر ته د افغان ولس ترمنځ قومي شخړي او ژبني توپيرونه د منلو وړ نه دي. پښتون، تاجک، اوزبک، هزاره او نور مېشت قومونه ټول افغانان او د واحد افغانستان اوسېدونکي بولي، خو د لراوبر پښتون قام يووالى، علمي پرمختګ، د ډيورنډ کرښي له منځه وړل او د خپلو روا (قانوني) حقونو ترلاسه کول دزموږ هدف او ارمان دی.

٢ – لر او بر د ډيورنډ کرښي پر دواړو خواوو د خپل قام په مقابل کي د هيڅ يوې کورنۍ يا بهرنۍ ډلي او هيواد له خوا روان ظلم او تېرى نه مني، په داسي حالاتو کي د خپلو مظلومو هيوادوالو دفاع، ملګرتيا او ږغونو ته انعکاس ورکوي.

٣ – لر او بر د ټولو موضوعګانو د خپراوي پر مهال اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو ته پام کوي،د لوړ کيفيت ساتلو په موخه لراوبر هغه ليکني له خپراوي پاتیدلای سي چي ليکوال يې په نورو رسنيو کي خپرې کړي وي يا يې د خپرېدو نيت لري.

٤ – لر او بر تر هر راز جنګي خبر، د ولس د پرمختګ او بيا رغوني په باب خبر خپرولو ته لومړيتوب ورکوي.

٥- لراوبر د چټک، خو نيمګړي خبر پر ځاى، د وروسته خو کره خبر خپرول غوره ګڼي او ژورناليستيکو اصولو ته په پام سره هر هغه خبر سم يا کره بولي، چي يو اړخيز نه وي او د په قضيه کي ښکېلو ټولو مخالفو غاړو نظريات په بې طرفه توګه پکښي منعکس سوي وي.

٦– لر او بر په خپله غېږه کي د ورځنيو سياسي حالاتو، ستونزو او پرمختګونو، اسلام، کلتور، شعر ادب، تاريخ او بېلابېلو نورو برخو د قلمي همکارانو او لوستونکو نظرياتو ته د خپرېدو اسانتيا برابروي، خو په لر او بر کي له خپرېدونکو موادو سره د ويبپاڼي د ادارې همږغي او د نظر يووالی شرط نه دئ.

٨ – لر او بر خپل ولس او ژبي ته د خدمت په موخه په لسګونو کوچنۍ ويبپاڼي (ويب بلاګونه) د ولس په واک کي ورکړي دي، چي پر بېلابېلو موضوعاتو خپروني کوي، په دې بلاګونو کي د خپرو سوو موضوعاتو مسئوليت يوازي د اړوندو بلاګونو په چلوونکو پوري اړه لري .

٩ – لر او بر په يو شمېر مسايلو کي لوستونکو ته د نظر د څرګندولو يا تبصرې د ليکلو اجازه ورکوي، خو د مخالفو نظرياتو يا تبصرو مسئوليت د لراوبر د ادارې پر غاړه نه دئ.

١٠- لر او بر د خبري سرويس د همکارانو د خونديتوب په خاطر د دوى نومونه د دوى په خپله خوښه پټ ساتي، خو د ويبپاڼي اداره ځانته د هر همکار د اصلي هويت معلومول خپل حق ګڼي.

١١ – لر او بر پر حساسو سياسي مسايلو په مستعارو نومونو ليکل سوې مقالې په دې شرط خپروي، چي ليکوال يې خپل هويت ادارې ته وښيي. دا کار به د اړتيا پر مهال له ليکوال څخه د ليکنيو ادعاوو د ثبوت يا اسنادو د وړاندي کولو اسانتيا رامنځته کړي. خو د علمي او ادبي مسايلو يا د نورو ليکوالو د علمي څېړنو په مقابل کي په مستعارو نومونو ليکل سوي هغه تنقيدي ليکني نه خپروي، چي د خپګان، بېلتون يا افغان ليکوالو او محقيقينو تر منځ د تاوتريخوالي او ناندريو سبب ګرځي.

١٢ – لر او بر د يوه باصلاحيته علمي کمېسون لخوا د پښتو ژبي ټولو لهجو ته په پام سره د يوه کره ليکدود د رامنځته کېدو پلويتوب کوي، خو د دې لپاره چي د لر او بر افغانانو تر منځ په پښتو ژبه پوهېدل او را پوهېدل اسانه او اړيکو ته پراختيا ورکړي، د با صلاحيته علمي کمېسون تر پرېکړو دمخه د خپلو قلمي همکارانو پر ليکدود باندي هيڅ ډول شرطونه او بنديزونه نه لګوي او نه هم د يوه او بل له خوا په انفرادي توګه جوړ سوئ شخصي ليکدود د معیار په نوم مني.

۱۳ – د لراوبر اداره د خپل قام د يووالي او پښتو ژبي د پرمختګ په لاره کي د لوستونکو د نيوکو، وړانديزونو او مشورو په ترلاسه کولو خوشحاله کېږي، خو د پورتنۍ يادي سوي تګلاري په وړاندي د هيڅ يوې کورنۍ يا بهرنۍ ادارې، اشخاصواو افرادو فرمايش او شخصي غوښتنو ته غاړه نه ايږدي.

١٤ – د لراوبر ويبپاڼي د تخنيکي چارو لګښت د دې ويبپاڼي د چلوونکو لخوا پرې کېږي، د ويبپاڼي قلمي همکاران په افتخاري توګه له پورتنۍ تګلاري سره د توافق په رڼا کي له ويبپاڼي سره همکاري کوي. ځکه خو د ويبپاڼي اداره په لراوبر افغان وطن او ټوله نړۍ کي افغان سوداګرو ته بلنه ورکوي، چي خپلي سوداګريزي خبرتياوي د لراوبر ويبپاڼي له لاري خپرې کړې، چي له لاسته راغلو پيسو يې لراوبر ويبپاڼه له تخنيکي پلوه نوره هم بډايه او له دې لاري افغان ولس ته د لا ډير خدمت سبب وګرځي.

په درناوي

د لراوبر اداره – هالنډ

له مسول چلوونکي سره مخامخ اړيکه:

Abdullah Ehsan

info@larawbar.com
برېښناليک.abdullah.ehsan{at}gmail.com


لراوبر پر ټویټر وڅارئ