کور / تازه خبرونه / کراچۍ:په مزار دوه ځانمرګي بریدونو کې لس مړه،په لسګونو ژوبل شو

کراچۍ:په مزار دوه ځانمرګي بریدونو کې لس مړه،په لسګونو ژوبل شو

د پاکستان په ستر اقتصادي او سوداګریز ښار کراچۍ کې ددوه ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې لس کسان وژل شوي او په لسګونو نور زوبل شو يدي ـ
د ا بریدونه په داسې مهال ترسره شوي دي کله چې ګڼ شمیر خلق د پنجشنبې په شپه د ښار په ساحلي سېمه کې واقع د عبدالله شاه غازي مزار ته د زیارت دپاره ورغلي وو ـ د پېښې روسته د سند صوبې د کورنیو چارو وزیر ذولفقار مرزا د پېښې ځایې ته ورغلی ـ خبریالانو سره په خبرو کې نوموړي وویل چې حمله کونکو غوښتل ځان د مزار مرکزي برخې ته ورسوي خو د امنتي کسانو لخوا د تلاشي په مهال یې ځان الوزولی دی ـ نوموړي وزیر زیاته کړه چې که چېرې بریدکونکي خپل هدف ته رسیدلی وایې نو اوس د مرګ ژوبلې شمیره زرګونو ته رسیدلی وایی ـ
د صوبې د کورینو چارو وزیر په ښار کې ټول پنځوس مزارونه د زیارت کوونکو پرمخ تړلي دي او ویلي یې دي چې دا کار یې د بې ثباتۍ د کومې بلې پېښې د مخنیوي په خاطر کړې ده ـ
بریدونو کې ژوبل او مړه شوي کسان د ښار لوي دولتي روغتون جناح هسپتال ته وړل شوي دي ـ د جناح روغتون مشرې ډاکتر سیمي جمالي لر او بر ویبپاڼې ته ویلي دي چې تراوسه دغه روغتون ته نهه مړي او پنځه اویا ټپیان وروړل شو يدي ـ نوموړې زیاته کړه چې د زیاته ټپیانو حالت د اندیښنې وړ دی ـ
کراچۍ ښار کې دا پېښې په یو داسې وخت کې رامنځته شوي دي کله چې د دیوبندي مسلک سره تعلق لرونکی ډلې یو مشر مفتي محمد امین الرحمان د نامالومه وسله په ډزو یوه ورځ دمخه وژل شوې وو ـ د خپل مشر د وژنې روسته دیوبندي مسلک سره تعلق لرونکو په بریلوي مسلک سره تعلق لرونکي ډله سني تحریک باندې د بندیز لګولو غوښته کړې وه ـ
د عبدالله شاه غازي په مزار د حملو روسته د سني تحریک مشرانو ویلي دي چې په مزارونو حملې دیوبندي مسلک سره تعلق لرونکي عناصر ترسر کوي ـ او ځانمرګو حمله کوونکو ته کوم چې ددوي په وینا د سوات او ملاکنډ نه راځي ،د یوبندیانو په مدرسو کې شپې تیروي او خپل هدف ته ځان رسوي ـ
د یوبند مسلک سره تعلق لرونکو دیني عالمان د عبدالله غازي په مزار دغه ډول بریدونه غندلي دي او ویلي یې دي چې په دغه پېښو کې ددوي د ککړتیا رپورټونه بې اساسه دي ـ
دیني ګوندونو د دغو حملو په ضد ښار کې درې ورځنې ویر اعلان کړی دی ـ
د یادونۍ وړ ده چې پاکستان کې په مزارونو حملې پېښور کې د پښتو ژبې د مشهور شاعر رحمان په مزار د برید راوروسته شورو شويدي ،چې لاهور او اوس کراچۍ ته رسیدلي دي ـ په دغه بریدونو کې په سلګونو زیارت کونکو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی او سلګونو نور ژوبل شوي دي ـ
عبدالله شاه غازي مزار کراچۍ ښار په شتمنه سېمه کلفټن کې واقع دی ، د مزار په خواوشا یو کیلومیترۍ کې د افغانستان ،ملایزیا او برتانیې قونسلګریانې او د صدراصف علي زرداري کور بلاول هاوس هم موقیعت لري ـ
د برتانیې نشریاتي ادارې بي بي سي ویلي دي چې تحریک طالبان پاکستان د ددغې بریدونو پړه په غاړه اخیستې ده ـ