کور / طنز / پارلمان ته د کاندیدېدو فورمه

پارلمان ته د کاندیدېدو فورمه

۱- د کاندید نوم: ………………………………………………

۲ـ سیاسي حزب: (لطفا یوازي د خپلو وروستيو پنځو حزبونو نومونه په ترتیب ولیکئ.)

۳- ستاسو انتخابي نښان څه دی؟

الف: پرتوګاښ (چې پرتوګاښ نه وي عزت خوندي نه دی)

ب- ګډوه (ګډوه نه وي استنجا وهل ستونزمنه ده)

ج- کانډوم (د نفوس زیاتېدو مخنیوی)

د- زمری/ی (تر څو زه هم نور ښکار کړم)

ذ- وچه ډوډۍ (خلک وږي دي د ډوډۍ په لیدو زما خواته راځي او زه به دوی ته د نانوایي لاره وښیم)

س- قفل ( نه پوهیږم ولي خو هسې ما ویل چې یو نوی شی دى!)

ش- چلم (چې هیڅ نه وي، خماریان خو به رایه راکړي)

ص- بل

۳ـ جنس:

الف: نارینه

ب: ښځینه

ج: د دواړو تر منځ

د: خنثى

۴ـ د څو هیوادونو لپاره مو چاپلوسى او جاسوي کړې ده:

الف: ۲ تر ۳

ب: ۳ تر ۵

ج: حساب یې نه لرم، هر یو چې برابر شوی دى

۵ـ د وروستي حزب د پریښودو لامل:

الف: خطا وتلم

ب: وشړل شوم

ج: بل حزب رانیولم

د: هیڅ یو

ر: ټول

۶ـ په ټاکنو کې د کاندیدیدو لامل ( یو یا څو ځوابه په نښه کړی):

الف: پیسی لاسته راوړم

ب: د محکمه کیدو نه نجات ومومم

ج: د قدرت نه سو‌‌ء استفاده وکړم

د: خلک مې وپیژني

ر: خلکو ته خدمت وکړم

س: هیڅ نه پوهیږم انډیوالانو راته وویل چې ځان کاندید کړم

نوټ: که ستاسو ځواب ـ ر ـ وي نو د یوه روانشناس ډاکټر له خوا د خپل دماغي حالت د سموالي سرټیفیکټ راوړئ!)

۷ـ د ملت لپاره مو څو کاله خدمت کړی دی:

الف: له هغې ورځې چې پیدا شوی یم

ب: ۱ تر ۵ کاله

ج: ۵ تر ۱۰ کاله کیږي چې د ملت پیسی، کورونه او جایدادونه اخلم تر څو په قدر یې پوه شي، کوم شی چې څوک له لاسه ورکړي بیا یې په قدر ښه پوهیږي.

د: ۱۰ تر ۳۰ کلونو کیږي چې خلک شهیدوم تر څو جنت ته لاړ شي

ر: والله که مې په یاد وي

۸ـ لطفا خپل جرمي او د رشوت سابقه په ترتیب سره ولیکي ( که ځای کم وي نورې پاڼې ضمیمه کړئ):

۹ـ تاسو په کوم مالي تخلف او رشوت کې لاس لرئ؟

الف: ولې نه

ب: البته

ج: مطلقا

د: په دې کې بهرنی لاس وینم

ر: نه غواړم ځواب ورکړم

ز: نه- موټر، کور، زیورات، او د زامنو مصارف په بهر کې، د پور په پیسو دي

۱۰ـ ستاسو کلنی عاید د فساد له لارې څومره دی؟

الف: ۱۰۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰۰ ډالره

ب: ۵۰۰۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰۰۰ ډالره

ج: بیخې زیات

( لطفا خپل ټول ارقام له کلدارې، تومان، یورو، پونډ او ډالر په افغانۍ بدل کړئ او لاندې یې ولیکئ)
……………………………………………………………….

۱۱- د خپل بریالیتوب ستراتیژ په نښه کړئ!

الف: پیسې

ب: زور او ټوپک

ج: د قوماندانانو، والیانو، وزیرانو او قاچاقبرو سره ژمنې

د: درواغ

ذ: ټوله

۱۱ـ آیا تاسو د افغانستان د پرمختګ لپاره کوم پلان لرئ؟

الف: نه

ب: نه

ج: نه

د: فکر کوم نه

۱۲ـ خپلې لاسته راوړنې دلته ولیکئ!

۱۳- که ځان د دريم او څلورم ځل لپاره کاندیدوئ ، په پارلمان کې د خپل تیرې دورې لاسته راوړنې په نښه کړئ.

الف: د دوو موټرانو خاوند/خاونده شوم

ب: زوی می د درس لپاره بهر ته ولیږى

ج: په مکروریانها/شیرچور یا بل ځای کې می ځانته کور رانیوى

د: د قوماندانانو او نورو کسانو سره ښه اشنا شوم

ذ: بهر ملکونو ته مې سفرونه وکړه

ر: د خپل لمسی ژوند می لا هم تضمین کړ

س: ټوله

د ګوتې نشان ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نېټه: ـــــــــــــــــــــــــــــــــ