غزل (دروېش درانى)

36 | اکتوبر 8th, 2010


کښېنمه له غمه سره وژاړم
ښه له دې همدمه سره وژاړم

ته په غوړېدو د ګلاب وخانده
زه به له شبنمه سره وژاړم

کله کله خپل غمونه هېر کړمه
لږ له نور عالمه سره وژاړم

جګ په پښو اغزى مي شي، په زړه کې مات
زه له هر قدمه سره وژاړم

جوړه شي دروېشه! شاعري ترېنه
زه چې له قلمه سره وژاړم

Copyright Larawbar 2007-2024