کور / شعر / د امن لوبه ( د رحمت شاه سايل ترجمه)

د امن لوبه ( د رحمت شاه سايل ترجمه)

ماشومانو په غولي کښې د جنګ جنګ لوبه کوله
او د وړو د جنګ د لوبې شور
توبه توبه الامان
ما د کړکۍ نه سر ور بهر کړو
او اواز مې ورکړو
بچى د امن امن لوبه کوئ!
هغوى زما اواز واوريدو
او ماته ىقىن اوشو.
چه اوس به د دوى شور لږ کم شي
ماشومان خوشحاله شو
او ىو بل ته يې په ىوه خولۀ اووې
راځئ چه د امن امن لوبه اوکړو!!
ولې ډىر زر په دې فکر کښې بىخې خاموش اودرىدل
چه د امن امن لوبه به کوؤ څنګه
او بىا ىو بل ته غصه شول
ىوکس کړکۍ طرف ته مخ راواړوه
او په لوړ اواز يې اووئىل
اې د درىو بالښتونو همره قدواله مشره
لږ خو مونږ پوهه هم که
چه دامن امن لوبه خلک څنګه کوى
او طرىقه يې څۀ ده؟
اوس زۀ په فکر کې شوم
په دې لوبه خو زۀ خپله هم نۀ پوهيږم
ځکه نو اعتراف کومه
چه زۀ ددغې ماشوم
په سوال کۀ پوهه هم شوم
خو خدائىګو هىڅ جواب ىې هم رانغى
زۀ اوس ددې ماشوم
دا حىرانوونکى سوال له تاسو کووم
د امن امن لوبه څنګه کىږى