کور / شعر / د عمر دراز مروت ښکلى غزل

د عمر دراز مروت ښکلى غزل

چې په وعدو يې د سبا تر سبا ونه خوړم
ملګرو ښه ده يار په دغې ادا ونه خوړم

يو خوا پښتو بل خوا غربت راسره سم روان دي
د ژوند کړاو کې کومې کومې سودا ونه خوړم

په دوه درواغو مې هېڅ کله غولولى نشې
که په رښتيا يې په رښتيا په رښتيا ونه خوړم

د تا د غم سړي خواره مې بېخي نشي خوړى
که ستا د تورو سترګو تورې بلا ونه خوړم

بغېر له خداى مې مخامخ له چا نه وېره نشي
د ځينې سپي غوندې رقيب که په غلا ونه خوړم

دنيا مې وخوړه خو زه عمردراز مروته
د خداى احسان دى لا تراوسه دنيا ونه خوړم