کور / سياسي / ایران زموږ دومخی ګاونډی

ایران زموږ دومخی ګاونډی

زمونږه لودیځ ګاونډی نه بلکې زمونږ دوینو زبیښوونکی چې تل یې دتاریخ په اوږدوکې دافغان ولس او دفغانستان دپرمختګ په لاره کښې خنډونه اوستونزې راولاړې کړې تل یې دا هڅه کړې چې دافغانستان له مجبوریتونو څخه ګټه پورته کړې ترڅوافغان ولس له کړاونوسره مخامخ کړي .
چې ښه بېلګه یې داروستی دترکمنستان،هنداوپاکستان ترمنځ دافغانستان له لاری دګاز نلیکه ده چې دافغانستان داډول پرمختایې پروژې ایران نشي زغملی اوپر افغانستان له بیلا بیلو لارو فشارونه اچوی څو میاشتې مخکې یې په ډلیز ډول لسګونوافغانان په ایران کې اعدام کړل خواوس یې بیا دتیلو په بندیزسربیره په لس ګونو افغانی ځوانان ووژل چې سرونه اوګیډه یې پرې عملیات کړي وه اوپرسړکونویې غوځولی
نه پوهیږو دایراني اخوند انو ظالم رژیم چې ځان اسلامي جمهوریت ګڼي . بلکې اسلام دامن ، ورورولې او دښه ګاونډیتوب دین دی او ایراني اخوندي رژیم ولي په نړی کښې دسلام نوم ته زیان اړوي او دا صلي اسلام څخه یې لاره اړولې ده .
سرسخت اخوندي رژیم دټولو نړیوالو قوانینو او تړونونو څخه سرغړونه کوي او زمونږ په هېواد کې دوامداره لاسوهنه کوي . قومي ؛نژادي او ژبنیوتوپیرونوته لمنه وهي او دلته ځینې ګوډاګیان لري چې
دهغوی هر ډول مرسته اوملاتړکوې اوپرهغوباندې اغېزه لري  په ۲۰۰۱کال کې کله چه په بن کښې غونډه روانه وه دشمالي ټلوالی استازو ډیري پرکړیې نه منلی خو کله چه دایران استازی جواد ظریفی هلته ورسید دشمالي ټلوالې په استازي ښاغلی یونس قانوني باندی یې زورواچوه اونوموړي پریکړوته یی غاړه کیښودله په نوې ولسي جرګه کې هم ایران په میلونو ډالر ولګول چې ډیر پلویان یی دولسي جرګې غړی شول څو ورځې مخکې مارشال قسیم فهیم دیو پلاوې په مشری ایران ته دتیلو دټانکرونو دراخوشی کیدو په موخه سفر کړی وه دایران دپارلمان رایس اعلي لاري جاني ورته دولسي جرګې دټاکنو د ښه ترسره کیدواو د بریالیتوب ستاینه وکړه اوزیاته یې کړه چې بهرنیان له افغانستان ووزي نو دافغانیستان دبیارغونې کارونه به ښه ترسره شي.
او مارشال فهیم هم ایران یو ښه دوست هیواد یاد کړل چې تل یې دفغانستان سره مرسته کړې ده .
خو زه مارشال صیب ته وایم چې ایران زمونږ هیڅ کله هم نشي دوست کیدلی ایران زمونږ ددین ، فرهنګ اوژوند دوښمن دی .
هغه کسانو څخه چه دایران پلوی کو ي په افغانستان کې  دخپل هیواد له ګټو ورته دایرانې ګټې لوړې ښکارې زه هغوی ته په ډاګه وایم چې  ځانونه پوهه کړي اوځانونه خبرکړي چې ددانشګاه او نورې ایراني ترمنالوژي پرځای یو موټی او متحده او په ځان بسېا هیواد دهر افغان عزت ،سرلوړی او هو ساینه ده .
دمارشال فهیم سفر چې دافغاستان دخلکو په استازیتو ب ایران ته دیو پلاو ی په مشرۍ دتیلو دټانکرونو درخواشتي کولو په موخه تللی وه دایران چارواکو هیڅ ارزښت ورنکړاو نه یې دمارشال سره په ترسره شوې ژمنه وفاوکړه  دافغانستان چارواکو سره دایران داډول سپکاوی ډک چلند مخینه لري په ۱۷۷۴کال کې چې کله د افغانستان او ایران ترمنځ دتیلو دقرار داد نیټه پای ته رسیدلې وه  ایران افغانستان ته وړاندیزوکړچې که د شوروي اتحاد سره دتیلوله قراداده تیرشي د نوایران دولت به دپخواني قرارداد سره سم افغانستان ته هریو ټن تیل به سل ډالر ورکړي او که افغانستان دشوروی څخه تیل رانیسی نو دافغانستان سره به ایران نو ی قراداد دخلیج د بیه مطابق یو ټن په ۱۲۰ډالر لاسلیک کړو.
نو افغانستان دولت دایران دغه وړاندیزونه مانه او قردادیې دخلیج مطابق ددواړو هیوادونوترمنځ لاسلیک شو.
په ۱۹۷۵ کال داپریل په میاشت کې ولسمشرمحداود تهران ته رسمي سفروکړپه نړیوالو اړیکو ددی اصل په کلکه دعایت کیږي کله چې یو هیواد مشر بل هیواد ته په رسمي سفر بلل شوی وي نو دکوربه هیواد مشر دخپل میلمه دپاتې کیدو یادرارسیدو په ورځو کې دخپل هیواد څخه دباندې سفر نه کوي ولی دایران دوخت پاچا دافغانستان دولسمشرمحمد داود خان دمسافرت په وخت کې ددغه اصل مراعات ونه کړاوکله چې سردار محمد داودخان په اصفهان کې وه دایران پاچا دخپل هیواد څخه ووت او دعمان دپاچا دلیدو لپاره یې هغه هیواد ته سفروکړ .
خبره پدې رالنډوو چې ایراني اخوندان حضرت علی کرم الله وجه ته ځان ډیر نیږدې اومنسوب ګڼي حضرت علی (رض) داسلام اومسلمانانو داسې یو پیاوړی اتل او قهرمان وو چې دوخت سترو کافرانو اوداسلام ددښمنانو ته یې تل ماتې ورکړې وه او دنړۍ په هرځای کې یې د خپلو مسلمانانو وروڼو  ملاتړ کاو او هغوی څخه یې په کلکه دفاع کوله دایران اخوندي رژیم یوازې اویوازی خپل ځان غواړي او سلام یې ترشا پریښی اوخپل مسلمانان وروڼه دخپلو ګټو لپاره ځپي. په پاې کې په ایران کښې له میشتو ګډوالواو مهاجرینو څخه دیوافغان په توګه غواړم چې له ایران څخه بیرته خپل هیواد ته  راستانه شي ترڅو دلته دعزت او ابروڅخه ډک ژو ند غوره کړی .