کور / شعر / تیل وغوړي

تیل وغوړي

نــاست یـو بي بریښنا موږ انـتظار د سباون کوو
سـترګـي موسـبا تــه پــه اوفـقـو کـي کــتون کوو

تـیل وغـوړي خـتم شوډیوي موټولي مړي شولي
یـو بل چي نـه ویـنو څـه ګیلي بـه لـه بیلتون کوو

یوخوا رنځوران په سپیره غولي ماشومان ژاړي
نــه خواړه درمل شته نـه امید موږدږوندون کوو

واخـلو قـلمونـه چــي انـځـوردږوندون رسم کړو
لـږخـوږي خـبري نـوري ټــولي جګـرخون کوو

هـرشاعـرلیکوال دِانـځـوري زموږ دږونـدوکړي
څــوپــوري کیسـي بــه دلــیلي اودمـجـــنون کوو

راشي بـازیـنګـروفـنانـانوچي ویښ فـن جوړکړو
ډول بــه ډنـګـول کــول دیــروکـي دپـښـتون کوو

شایـد شي بـیـداربـی اتـفـاقي ته خـتمـیدل ورکړي
بــرم دنـیـکـوتــه بـــه پــه ګـډه بــیا ورتـلون کوو

وایـه (علي خانه) زمـا د ژبي ورڼـو پـورتـه شي
څوپـوري بـه جهل ونـاپـوهي کي دازغملون کوو