کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ما څه وكړل چې تاسې به يې وكړئ

ما څه وكړل چې تاسې به يې وكړئ

gorbachev.jpg
د پخواني شوروي اتحاد مشرمېخاييل ګورباچوف امريکا ته خبردارى ورکړى چې افغانستان ته اضافي سرتېري ونه لېږي او د دې پر ځاى د خبرو اترو او ديپلوماسۍ لاره غوره کړي او بالاخره خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
نوموړى امريكا ته ځكه داسې خبردارى وركوي، چې دوى په دې هېواد كې داسې ماته خوړلې چې د نړۍ په تاريخ كې سارى نه لري. پخواني شوروي چې كله په افغانستان حمله وكړه، دوى به شعار وركاوه چې سور پوځ هېڅ كله هم ماته نه خوري. دوى هېڅ كله هم فكر نه كاوه چې افغانستان به د دوى امپراطورى ته د پاى ټكى ږدي او دوى به د شوروي له نوم څخه بېرته د روسيې نوم ته راګرځي. مخكې تر دې چې شوروي په افغانستان حمله وكړي د ازبكستان، تاجكستان، تركمنستان او نور ډېر هېوادونو د دوى تر سلطې لاندې و، خو كله چې دوى په افغانستان كې ماتې وخوړه، ټول هغه هېوادونه چې د شوروي تر سلطې لاندې و، د دوى له سلطې يې نجات وموند. د پخواني شوروي ولسمشر ګورباچوف په دې وروستيو كې سي اېن اېن ټلويزيون ته ويلي: فکر کوم د امريكا له خوا افغانستان ته د نورو ځواکونو لېږلو ته اړتيا نشته، بايد هدف دا وټاکل شي چې له افغانستان څخه ځواکونه و ايستل شي.
ګورباچوف چې د پخواني شوروي اتحاد وروستى مشر وو، د خپلې واکمنۍ په دوره کې يې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونه و ايستل.
ګورباچوف د ۱۹۸۵ او۱۹۹۱ تر منځ، چې شوروي اتحاد دړې وړې شو، د دغه هېواد ولسمشر وو.
په داسې حال کې چې امريکا په افغانستان کې د تاوتريخوالو د پاى ته رسولو لپاره دې هېواد ته د نورو ځواکونو په لېږلو غور کوي، ګورباچوف ويلي چې امريکا بايد د نوموړي له تګلارې او تجربې څخه كار واخلي، ګټه ترې پورته كړي او افغانستان ته د سرتېرو له لېږلو څخه تېر شي بلكې په افغانستان كې مېشت سرتېري هم له دې هېواد څخه وباسي.
نوموړي سي اېن اېن ته همدا راز ويلي، چې امريکا بايد په افغانستان کې د خلکو د کړاوونو د پاى ته رسولو لپاره د خبرو اترو لار غوره کړي.
ګورباچوف ويلي، د ده حکومت هم د شوروي پوځونو د يرغل په کلونو کې په افغانستان کې ځواکونه زياتول خو بالاخره يې د دې خلاف پرېکړه وکړه او ځواکونه يې ترې و ايستل.
هغه زياته کړې: په دې مسئله موږ هم کلونه مخکې خبرې کړي خو ومو پتېيله چې نور ځواکونه نه لېږو. فکرکوم چې زموږ تجربه د نورو لپاره د پاملرنې او غور وړ ده.
سره د دې چې په دې هېواد كې هره ورځ بهرنيان مړه كېږي او هره ورځ امريكايي او نورو بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړي، خو بيا هم امريكا او ناټو غواړي چې دې هېواد ته د دوى په اند د سولې او امنيت لپاره نور ځواكونه هم ولېږي، دوى دا ځواكونه د افغانانو د امنيت لپاره دې هېواد ته لېږي خو څومره چې د دوى ځواكونه ډېرېږي همدومره ورسره امنيت خرابېږي او همدومره د افغانانو ملكي مړينې ډېروالى مومي.
يو وخت شوروي اتحاد لكه چې ګورباچوپ هم په خپلو خبرو كې ياده كړې غوښتل چې دې هېواد ته ډېر ځواكونه واستوي خو په پاى كې يې وليدل چې څومره پوځيان ډېروي همدومره يې سرتېري وژل كېږي نو له همدې امله روسيې خپل سرتېري له دې هېواد څخه وايستل، كه چېرې امريكا هم د پخواني شوروي د برخليك په اړه فكر وكړي، كېداى شي چې يو څه عقل يې سرته ورشي او پوه شي چې د سرتېرو ډېرول د لانجو د ډېرولو په مانا دي، او دوى به هېڅ كله هم ونه شي كولاى چې د سرتېرو په ډېروالي سره افغانستان په خپل كنټرول كې راولي دوى يوازې كولاى شي چې د سولې او پخلاينې له لارې يو څه وكړي او بس.