کور / اسلامي / د عرفات او لوي اختر برکتونه

د عرفات او لوي اختر برکتونه

د لوي اختر دمياشتي اولي لس ورځي .

نزهة المجالس ليكلي دي : اللهY دمحمدي امت اكرام وكړى دعرفات روژه يې وركړه .
اللهY پدې ورځو كښي دڅلورو انبيآؤ درنښت كړى دى : لومړي ادم (عليه السلام) دى چي دغنم دانه يې خوړلي وه په دغه ورځ يې اللهY توبه قبوله كړه په توبه سره يې درنښت وسو. دوهم دموسي (عليه السلام) درنښت وسو اللهY خبري ورسره وکړي، يعني اللهY خپله خبري ورسره وكړي چي دنورو انبياؤ سره به يې دجبرئيل (عليه السلام) په واسطه خبري كولي . دريم دابراهيم عليه السلام درنښت وسو دزوي په قرباني کولوکي کامياب سو. يعني په دغه امتحان كښي كامياب سو ، څلورم دمحمدr درنښت په حج سره وسو او دين يې پوره سو. [۷۷]

درسول اللهr څخه دعرفات دورځي په اړه پوښتنه وسوه ده مبارک وفرمايل : دعرفات دورځي روژه دتېراوراتلونکي کال ګناهونه بخښي .[۷۸] حضرت ابوهريرهy درسول اللهr څخه روايت كوي چي وي فرمايل : كه چا دعرفات په ورځ روژه ونيول اللهY به دهغه كسانوپه شمېر چي په دغه ورځ يې روژه نيولي وي اودهغه كسانوپه شمېرچي روژه يې نه يي نيولي ثواب وركړي او دقيامت په ورځ به دده سره اويازره ملائكي دده ددرنښت لپاره د حشرګاه ميدان اودعملونودتول او ترازو ډګر ته ځي اود حشرګاه څخه ترپول صراط اوترجنته پوري به دغه ملائکي ورسره ملګري وي اوپرهرقدم به نوي نوي زيري دجنت وركوي . [۷۹]

رسول اللهr فرمايي : دلوي اختر دمياشي په لومړيولسو ورځوکي عبادت کول اللهY ته ترهرکار ډيرخوښ دى اصحابوکرامو وپوښتل چي يارسول الله ! ترجهاد هم اللهY ته ددغه شپوعبادت خوښ دى ؟ رسول اللهr وفرمايل : ترجهاد هم اللهY ته خوښ دى مګر هغه سړى چي جهاد ته ولاړسي دځان سره پيسې يوسي مال اوځان دواړه داللهY په لاره کي ورکړي .[۸۰] رسول اللهr فرمايي: اللهY ته دلوي اختر دمياشتي دلومړيو ورځو په پرتله دهيڅ ورځو عبادت خوښ نه دى ددغه ورځو يوه روژه ديوه کال دروژو ثواب لري اوشپه روڼول يې دقدر دشپې ثواب لري .[۸۱]

درسول اكرمY څخه روايت دي : څوك چي دلوي اختردمياشتي په اتمه ورځ روژه ونيسي اللهY به دايوب (عليه السلام) دصبر ثواب وركړي . اوكه چاپه نهمه ورځ روژه ونيول چي دعرفات ورځ كيږي اللهY به دومره ثواب وركړي لكه ثواب دعيسي (عليه السلام) .[۸۲] حضرت انس y ويلي دي : دلوي اختردمياشتي دلومړيو لسو ورځو روژه دومره ثواب لري چي هره ورځ يې دزرو ورځو سره په ثواب كښي برابره ده اودعرفات ورځ يې دلسوزرو ورځوسره په ثواب كښي برابره ده [۸۳]

درسول اكرمr څخه روايت دي : كومه ورځ چي دعرفات سي اللهY خپل رحمتونه وغوړي ترټولو ورځو په دغه ورځ زيات خلګ بخښي اوددوزخ داور څخه يې ازاده وي. هرڅوك چي په دغه ورځ داللهY څخه ددنيا يا داخرت سوال وكړي اللهY يې قبلوي . كه چا په دغه ورځ روژه ونيول اللهY به دتېركال اوهم دراتلونكي كال ګناهونه وروبخښي چي په قصده سره يې نه وكړي بلكي په خطاء ځني وسي .
دبي بي عائشي ( رضي الله عنها ) څخه روايت دي چي رسول اللهr وفرمايل : په جنت كښي غټي ماڼۍ او بنګلې سته دسرو او سپينوزرو ، دياقوتو اوملغلروڅخه دي . بي بي عائشة (رضي الله عنها) وايي ما رسول اللهr ته وويل چي دا ماڼي دچا لپاره دي؟ رسول اللهr وفرمايل : څوك چي دعرفات دورځي روژه ونيسي اللهY به دغه ماڼي وركړي ، بيا يې راته وويل اې عائشې پرچا چي سهار سي اوعرفات ورځ وي روژه يې نيولي وي اللهY به دېرش دروازې دخير پرې راخلاصي كړي اودېرش دروازې د شربه پرې بندي كړي كوم وخت چي روژه ماته كړي اوبه وچيښي دبدن ټوله رګونه به يې داللهY څخه دده لپاره بخښه وغواړي .[۸۴]

حضرت ام سلمي (رضي الله عنها) ويلي دي : ښه ورځ دعرفات ده دخيرورځ ده دبركت ورځ ده درحمت ورځ ده دمغفرت ورځ ده . څوك چي پدې ورځ روژه ونيسي اللهY به يې اويا خندقه ددوزخ څخه ليري كړي اوپرعرفات باندي دولاړوحاجيانو دثواب څخه به يوه برخه وركړي .[۸۵] حضرت فضل بن عباس (رضي الله عنهما) درسول اللهr څخه روايت كوي : څوك چي دعرفات په ورځ ژبه ، سترګي اوغوږونه دګناه څخه وساتي اللهY به تر راتلونكي عرفات پوري مغفرت ورته وكړي .[۸۶]

ابن جارود وايي : يوه ورځ زه اويوملګري مي په زدكړه پسي روان وو دلوط (عليه السلام) دقوم كنډوالوته راغلو چي عبرت ځني واخلوموږ چي يوڅه وګرځېدو ناببره مو پريوچا سترګي وموښتي چي كوسه وو اوپه خاورو يې مخ سپېره وو موږ ورته وويل څوك يي؟ هيڅ جواب يې رانكړي بيا موږ ورته وويل ته شيطان يې؟ ده راته وويل وو بيا مو ورته وويل نوڅه كوي ده راته وويل چي ما په خلګو پنځوس كاله ګناوي كړي وي دوي دعرفات په ورځ داللهY څخه بخښه وغوښته داللهY رحمت راغلي دوي يې ټوله وبخښه نوخوا مي بده سوه چي دپنځوسو كالوخواري مي ولاړه اوس دې كنډوالوته راغلي يم چي دزړه تسلي په وكړم اوزړه ته ډاډ وركړم چي دومري خلګ خومي ګمراهان تېركړي دي .[۸۷]

والله اعلم باالصواب وعنده ام الكتاب

****

http://larawbar.com/islamshood