کور / تازه خبرونه / په کابل کي خپرېدونکو ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کي خپرېدونکو ورځپاڼو ته کتنه

په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن تر ډيره خپل مطالب په افغانستان كې د پخلاينې او له طالبانو سره د جوړجاړې لپاره كيدونكو هڅو ته ځانګړي او پدې اړه يى بيلابيل نظرونه خپاره كړي.
په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهند دا ورځپاڼې لوستي او مهم ټكي يى په لاندني مطلب كې رانغاړلي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا هم په افغانستان كې د پخلاينې موضوع راخستې او پدې بهير كې د سعودي عربستان منځګړيتوب ته په اشارې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړې استازي په حواله ليكلي، چې د سعودي د هڅو ملاتړ كوي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د بريتانيى د بهرنيو چارو د وزارت په حواله ليكلي، چې هڅه كوي په افغانستان كې د طالبانو له ځينو ډلو سره د خبرو په وسيله په دغه ډله كې درز رامنځ ته كړي.

په ورځپاڼه كې د افغانستان لپاره د نوى ستراتيژۍ په سر په واشنګټن كې روانو بحثونو ته هم كته شوې او د سپينې ماڼۍ په حواله ليكل شوي، چې ممكن اوباما به د افغانستان په اړه خپله پريكړه، چې د زياتو سرتيرو د استلو اټكل پكې كيږي د راتلونكې ميلادي مياشتې په لومړۍ نيټه اعلان كړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري فساد په ستونزې تبصره كړې او ليكلي، چې دا پديده له بهره پر افغانانو تپل شوې.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ملي پخلاينې لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او د لوړې په مراسمو كې د ولسمشر كرزي وينا ته په اشارې ليكلي، چې دا بهير بايد يوازې په دولت، نړيوالې ټولنې او يا هم وسلوالو مخالفينو پورې محدود پاتې نشي.

ورځپاڼې په دوام كې لوى اختر ته په اشارې ليكلي، چې اختر د سولې او پخلاينې پيغام وركوي او خلك بايد پدې بهير كې ورګډ شي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې افغان ولسمشر ته دا سپارښتنه كړې، چې جوړجاړې او او د مرورو افغانانو پخلاينه يى بايد لومړنۍ دنده وي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د هند او پاكستان او همداراز د ايران او امريكا ترمنځ اختلافات څيړلي او ليكلي، چې افغانستان بايد ددغو اختلافاتو قرباني نشي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې ګارډين ورځپاڼې ته د هيواد د لوى څارنوالۍ د وينا په نقل ليكلي، چې په افغانستان كې د حكومتي چارواكو د فساد څلويښت دوسيې تر كار لاندې دي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې پدې چارواكو كې د ولسمشر كرزي د كابينې دوه برحاله او درې پخواني وزيران هم شامل دي.

په ورځپاڼه كې د افغانستان د تيرو اتو كلونو پيښو ته هم كتنه شوې او پدې موده كې د ناكامۍ يو اصلي علت هم فساد بلل شويدې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د لوى اختر او د قربانۍ په مراسمو تبصره كړې او پدې ترڅ كې چارواكي هڅولي، چې د اسلام د سپيڅلي دين له دې دود نه يو څه زده كړي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو تبصرې كړي.

انيس پخپله سرمقاله كې افغانستان ته د اضافي سرتيرو د استولو مسئله څيړلې او پوښتلي دي، چې ستونزې د ځواكونو په زياتولو سره اواريږي او كه د افغان پوځ په پياوړې كولو سره؟

خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې ددې ترڅنګ، چې د لوى اختر د سنتونو په پوره درناوي ټينګار كړې د اختر په ورځو كې په هيواد كې د اوربند غوښتنه هم كړې.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د ښځو په خلاف په زور زياتيو تبصره كړې او پدې ترڅ كې د بشر د حقوقو د خپلواك كمسيون د مشرې سيما سمر په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې د قانون مجريان پخپله د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي سبب ګرځي.

ورځپاڼې په يو بل ځاې كې په هرات كې د ښځو د ځان سوزونې په پيښو كې د زياتوالي خبر وركړې او ليكلي، چې ددې اصلي علت د ښځو په وړاندې تاوتريخوالې دې.

دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې له طالبانو سره د جوړجاړي په اړه روانو هڅو ته كتنه كړې، خو پدې ترڅ كې د امريكا د بهرنيو چارو د وزير دا سپارښتنه راخستې،چې په خبرو كې بايد له احتياط څخه كار واخستلې شي.