کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دمل پاسوال مطیع الله قاطع دوژل کیدو په پیښه کښي دپام وړ ټکي

دمل پاسوال مطیع الله قاطع دوژل کیدو په پیښه کښي دپام وړ ټکي

تیره ورځ دکندهارولایت امنیه قومندان ،دهغه جنایي مدیراوددې قومندانۍ لس تنه نورپولیس د دې ولایت دلویې څارنوالۍ په ریاست کې دبهرنیوقواوو دځانګړیوځواکونوله خوا په بیرحمانه توګه ووژل شول.
دغه خونړۍ ویرجنه پیښه په داسې مهال کې ترسره کیږي چې په هیوادکې راتلونکوولسمشریزوټول ټاکنوته ډیره کمه موده پاتې ده.
داچې دچارواکوله خوا خبري رسنیوته دپیښې لامل دهمدغوځانګړیوځواکونودیوه تن بندي ملګري خلاصول ښودل شوي داپه هغوپورې تړاولري ،خوکه په اساسي توګه دپیښې لامل ته سړی ځیر شي نودپیښې ترشا دیوه بندي دراخلاصولوترکچې نورډیرلوړ اوپه عین حال کې مرموزعوامل لیدل کیدای شي.
دکندهارولایت چې دهیواد په کچه په لومړۍ درجه ولایتونوکې یوترټولو مهم ولایت بلل کیږي له ډیره وخته راهیسې دچارواکو دداخلي سیاسي رقابتونو اوسیالیوتود ډګر پاتې شوی اوپه امنیتي لحاظ یې ټول اوسیدونکي له سختي بي ثباتي اوناامني سره لاس اوګریوان دي .
دحکومتي چارواکودغوخپلمنځي کشمکشونو په دې نا آرامه ولایت کې وسله والومخالفینوته ددې ښه موقع برابره کړې چې هغوئ په دې ولایت کې خپلو فعالیتونوته په ډاډه زړه دوام ورکړي.
له کله چې مل پاسوال مطیع الله قاطع دهیواد دملي منافعو دیوه مخلص افسرپه توګه په کندهارولایت کې په دنده وګمارل شو هغه په دې ولایت کې دچارواکوترمنځ له روانوسیالیو اورقابتونوڅخه ځان لیري ساتو اوکوښښ یې کاوه چې په دې نا آرامه ولایت کې خپلې ټولې هلې ځلې دامنیت په راوستلو متمرکزې کړي.
مطیع الله قاطع دکندهارپه ولایت کې یواځینی لوړپوړی دولتي چارواکی وه چې نه په دې ولایت کې دمیشتو بهرنیوځواکونودخصوصي روابطو امتیاز ورته حاصل وه اونه هم په دې ولایت کې دبهرنیوځواکونوترحمایې لاندې دګمارل شویو چارواکو دپلوي له سعاد ت نه برخمن وه .
له همدې امله د کندهارولایت په امنیه قومندانۍ کې دمطیع الله قاطع موجودیت نه په دې ولایت کې دمیشتو بهرنیوځواکونوپه ګټه وه اونه هم ددې ولایت دسیاسي حریفانوپه مصلحت .
په هره ممکنه طریقه چې کیدای شوای باید هغه له دې ځا ی نه لیري شوی وای؛ چې بالآخره پرونۍمبهمې پیښې دکندهاردبهرنیو اوکورنیوزورواکانو آرمان ته دپوره کیدو زمینه برابره کړه اودقاطع دقاطعانه هلو ځلولړۍ یې دتل لپاره ورقطع کړه .
په هرصور ت دپیښې عوامل چې هرڅه وه ؛ پیښه رامنځته شوه اودقاطع اوهمدردپه شمول لس تنه نورامنیتي پولیس پکې ووژل شول.
دکندهاردولایتي شورامشر ولي کرزي اودکورنیوچارو وزارت ویاند زمري بشري دپیښې په غبرګون کې تربل هرڅه په پیښه کې دبهرنیوځواکونوپه برائت اونه لاس لرلو ټینګارکاوه.
دغو دواړو مهمودولتي چارواکوله ډیره بده مرغه ددې پرځای چې دخپل یوه مخلص دولتي لوړرتبه افسر له قربانۍ اودهیوادله حاکمه قوانینوڅخه ددفاع اوقدرداني یې کړې وای ؛ برعکس هغوئ دبهرنیوځواکونودمدافعانوپه توګه ټول ټینګاریې ددغوځواکونوپه برائت اوپه پیښه کې دهغوئ په نه لاس لرلو متمرکزوه
داحمدولي کرزي اوزمري بشري له بهرنیوځواکونوڅخه دغه سرسختانه دفاع په خپل ذات کې له خلګوسره داپوښتنې راپیداکوي چې دقاطع دقتل په سناریوکې دبهرنیولوبغاړوعدم مداخلت تر ابهام لاندې راولي.
دبي بي سي عربي څانګې ویب پاڼې دکندهار دپرونۍ پیښې دعیني شاهدانوله قوله دپیښې په صحنه کې دګڼ شمیربهرنیومسلحوځواکونوموجودیت هم تائید کړی ،خوله دې سره سره که ښاغلي ولي کرزي او بشري زمري دبهرنیوځواکونود برائت اوپه پیښه کې دنه ښکیل والي خبره ټینګه کړي خوبیاهم دغه په اصطلاح افغان امنیتي ځواکونه دهغوقواوو یوه برخه بلل کیږي چې بهرني ځواکونه یې قیادت کوي .
په دې ورستیوکې په کندهار،خوست ،کونړ اوځینونورو ولایتونوکې یوشمیر داسې نامعلومه چاودنې اوتخریبي پیښې رامنځته شوې چې ډیرخلګ یې په ترسره کولوکې په بهرنیو ځواکونوباندې بد ګمانه دي.
دمطیع الله قاطع په دستور دکندهارولایت امنیه قومندانۍ لخوا دبهرنیوځواکونودافغان محافظیونوله جملې څخه داسدنومي شخص له بي نمبر پلیټه موټراوزیاتې اندازې چاودیدونکو توکوسره ګرفتاري په بهرنیانوباندې دافغانانوبي باوري اوبدګماني په علم یقین بدلوي، ځکه وارترپخوابهرنیوځواکونه په باربار داخبرداری ورکړی چې دوئ په افغانستان کې دهغوتکتیکونوپلې کول غواړي کوم چې په عراق کې د دوئ دبریالیتوب اوبرلاسي لامل ګرځیدلي .
دهغوتکتیکونوله جملې څخه یوهم دعراقي ملت ترمنځ دبي باور ۍ اونفاق اچولوپه خاطر دبهرنیوځواکونوله لوري په ولسي ګڼ میشتوسیموکې دداشانې نامعلومو انفجاراتواوتخریبي اعمالو سرته رسول وه.
داسې ښکاري چې هغوئ دافغان بي صلاحیته چارواکوپه ملتیا اوس په ا فغانستان کې هم دخپل نوي آزمویل شوي بریالي تکتیک په عملي کولوباندې پیل کړی.
لهذامونږ داویلی شو چې دکندهارخونړۍ پیښه دامریکایانودنوي پیل شوي تکتیک لومړنی محصول اوپه هغه کې دکندهارامنیه قومندانۍ مشرمل پاسوال مطیع الله قاطع اودهغه نوریولس تنه وژل شوي ملګري یې لومړني قربانیان دي.
دپښتنوپه اصطلاح داپه افغانستان کې داوباما دنوې پالیسې اول دړدنګ دی ؛ ښایې نورهم ډیر بیوزله مظلوم افغانان دخپلو بي ضمیره چارواکودبیواکۍ ترسیوري لاندې دامریکایانو دنوروراتلونکوداشانې دړدنګونوقربانیان شي.
الله دي نورد دغوبیوزله اودرپه دره افغانانوپه حال ورحمیږي ؛ آمین.