کور / اسلامي / د روژې پنځمه ډالۍ

د روژې پنځمه ډالۍ

معززو دوستانو ، السلام علیکم !
هیله ده چی د روژې دغه ډالۍ یعنی د پند او عبرت د کیسو لړۍ ګټوره وی . او دا هم د دې پرله پسې قصو څخه د پنځمی روژې لپاره پنځمه برخه [ ن . صمد ] : 


د عیسی (ع) حیرانتیا :


وایی چی د حضرت عیسی (ع) په زمانه کی یو داسی پوه او ځیرک انسان ژوند کاوه چی د خپلی هوښیارۍ او ځیرکۍ له وجی یې په قوم کی ډیر قدرت او اعتبار درلود . عیسی (ع) څو څو ځله کوښښ وکړ چی هغه اسلام ته راوبولی . خو هغه به ورته ویل چی ته یو ځل دا نور خلک چی ګمراه دي اصلاح او متوجه کړه ، زه به وروسته درسره ملګری سم . عیسی (ع) به ورته ویل چی ته د قوم یو محبوب او محترم شخصیت یې ، که ته مسلمان سې نو دا نور به پخپله خدای اصلاح کړی .

عیسی (ع) د دغه پوه شخص د دعوت لپاره ډیر کوښښ وکړ خو هغه نه چمتو کېدﺉ . کله چی عیسی (ع) ډیر زیات فشار پر راوړ ، نو هغه ورته وویل چی ته ما ته یوه خارق العاده معجزه را ښکاره کړه او د هغې په لیدو به زما یقین راسی او مسلمان به سم .
عیسی ( ع) ورته وویل چی څه ډول معجزه را څخه غواړې ؟ هغه سړي ورته وویل چی داسی معجزه راښکاره کړه چی تر څو دا ورڅخه ثابته سی چی ته په رښتیا هم د خدای پیغمبر او استاځی یې .
عیسی (ع) ورته وویل چی ته یې راته مشخصه کړه او زه به هم ستا د غوښتنی مطابق هغه درته وښیم . هوښیار سړي ورته وویل چی په دغه مخامخ نغری کی اور بلیږی ، د هغه څخه یو داسی لرګی راواخله چی یو سر یې اور اخیستی وی او  بل سر یې په دغه مځکه کی ښخ کړه تر څو د ښخېدو سره سم دا لرګی غټه ونه سی او ځای پر ځای میوه پسی وکړي . که دې دا معجزه را ته ښکاره کړه نو زه به هم ځای پر ځای مسلمان سم .

حضرت عیسی (ع) فورأ د هغه نغري څخه همدغسی یو لرګی چی پر یو سر یې اور بلېدﺉ را واخیست او دا بل سر یې په مځکه کی ننه یست او لاسونه یې د خدای دربار ته پورته کړل ، دعا یې وکړه . د دعا سره سم ځای پر ځای دغه سوﺉ لرګی شنه ونه سوه او میوه یې ونیوله . عیسی (ع) د دې خارق العاده معجزې تر ښکاره کولو وروسته هغه هوښیار سړي ته وویل چی اوس خو به څه نه وایې ؟
 
دغه سړﺉ هم سمدلاسه راولاړ سو  ، د نغري څخه یې یو بل لرګی چی یو سر یې اور اخیستی و ، را واخیست او عینأ هماغسی یې په مځکه کی ښخ کړ او هغه هم ځای پر ځای شنه ونه سوه او میوه یې ونیوله . د دې صحنې په لیدو سره عیسی (ع) ډیر خپه او حیران سو او په غمونو کی ډوب سو . د ځان سره یې وویل چی دا څه وسوه ، دا څنګه ممکنه ده ، د خدای رسول زه یم او دغه سړي هم ځای پر ځای زما معجزه تکرار کړه ؟!

عیسی (ع) په دې هم ډیر غمجن او متأثیره سو چی وروسته له دې به ډیره مشکله سی چی زما قوم زما خبره ومنی ، ځکه دغه سړي خو هم کټ مټ زما معجزه وښودله .
حضرت عیسی (ع) په همدې فکرونو او غمونو کی ډوب و چی هغه سړي داسی ږغ پر وکړ : ولی داسی په فکرونو کی ډوب تللی یې ؟ عیسی (ع) ځواب ور نه کړ . خو هغه بیا ځنی وپوښتل چی ولی چُرت وهې ، ځواب راکړه . عیسی (ع) ورته وویل چی بس همداسی د ځان سره فکر کوم ، پرې می ږده .
خو هوښیار سړي ورته وویل چی اوس دې نه پرېږدم ، او هرومرو به زما د دې کار په باره کی خپل نظر راته وایې . د عیسی (ع) غم او خپګان دومره زیات سو چی هیڅ ځواب یې نه ورکاوه .
دا مهال هغه سړي ږغ پر وکړ چی مه خپه کېږه ، زه ستا د خپګان په علت ښه پوهیږم . آیا غواړې چی اصلی کیسه درته وکړم ؟ عیسی (ع) ورته وویل چی هوکې راته ووایه . هغه ورته وویل چی ما ته اوس دا تر لمر ثابته سوه چی ته په رښتیا هم د الله رسول یې او په دې کی هیڅ شک هم نه لرم .عیسی (ع) په ډیره بې طاقتۍ سره ځنی وپوښتل چی نو څنګه دې زما معجزه ځای پر ځای راته تکرار کړه ؟ هغه ورته وویل چی زه د معجزې ښودلو هیڅ توان او لیاقت نه لرم بلکی دا هماغه ستا د دُعا برکت و .
عیسی (ع) وپوښتل چی څنګه ؟ هغه ورته وویل : کله چی تا دغه لرګی په مځکه کی ښخ کړ او د لوی الله دربار ته دې لاسونه پورته کړل او دعا دې وکړه ، الله ځای پر ځای ستا دعا قبوله کړه او الله پر دغه مځکه امر وکړ چی هر ډول لرګی چی په تا کی کښېښوول سی هغه باید ونه سی او ځای پر ځای میوه وکړی . نو ما هم د خپلی پوهی او الهی لورینی په کومک د ځان سره وویل چی پر دغه مځکه خو د خدای امر وسو ، که اوس زه او هر څوک په هغه کی د نغري دا بل لرګی کښېږدو نو هغه به هرومرو ونه سی او میوه به وکړی . هماغه و چی دا کار می وکړ ، ستا د دعا په برکت او د خپلی پوهی په کومک می ستا معجزه نوره هم ښه پسی ثابته کړه .

د دې خبرو په اورېدو عیسی (ع) ډیر خوشاله سو او د دغه سړي پوهه او عقل یې تصدیق کړ او هغه هم ځای پر ځای مسلمان سو او ټول قوم یې ایمان راوړ .
هو ، مسلمانان اوس هم په درانه خوب ویده دي او د وخت په نبض نه پوهیږی او د خپلی خوش باورۍ سزاوي ګالی .