کور / اسلامي / د روژې لسمه دالۍ

د روژې لسمه دالۍ

درنو لوستونکو ، خدای دې وکړی چی تیرو نهو انتباهی قصو څه عقیدوی ګټه رسولې وی . دا هم د لسمی روژې لپاره لسمه کیسه چی د پخوانیو امتونو د ځینو علماوو د فساد په هکله ده خو نن هم ځینی علمأ په کټ مټ رنځ اخته دي ( ن . صمد )

دین د دنیا لپاره :

د بنی اسراییلو یو ډیر عابد او پرهیزګار شخص به ټوله ورځ عبادت او د خدای ذکر کاوه . یوه ورځ څو کسان ورته راغلل او ورته ویې ویل چی یوه قبیله د یوې ونی عبادت کوی .

دغه خبر پر عابد باندی لکه د آسمان څخه چی ټکه راولویږی ، سمدلاسه یې تبر راواخیست تر څو هماغه ونه بیخی غوڅه کړی . دا مهال پر لارې شیطان د یو سپین ږیري به بڼه کی په مخه ورغی او ورته ویې ویل چی چیری ځې او دا تبر څه کوې ؟

متقی ورته وویل چی ځم هغه ونه پرې کوم ، ځکه خلکو د هغې عبادت پیل کړی دی . زاړه سړي ( یعنی شیطان ) ورته وویل چی خپل عبادت دې کوه او دا کار په تا پوری اړه نه لری او نه هم زیان در اړوی .

خو پرهیزګار ورته وویل چی دا کار پخپله یو عبادت دی او حتمأ هغه ونه پرې کوم . د دواړو استدلال باالاخره مناقشې او جنګ ته ورسېد او په حملو کی پرهیزګار هغه شیطان ( د سپین ږیری په بڼه کی ) د مځکی راوویشت .

دا مهال شیطان ورته وویل چی زه صرف یوه خبره درته کوم که یې ومنې نو ښه ، که نه نور ستا کار دی . هغه دا چی ته دغه ونه مه غوڅوه که نه هغوی به د بلی ونی عبادت شروع کړی ، بلکی زه به هره ورځ یوه یوه طلایی سِکه درکوم او تر بالښت لاندی به یې درته ایږدم او په هغه سره خپلي اړتیاوی پوره کوه ، صدقه ورکوه ، خیرات ورکوه او د غریبانو سره مرسته کوه ، دا هر څه پخپله عبادت دی او هغه کار ( یعنی د ونی غوڅول ) خدای ته پرېږده .

دا مهال د پرهیزګار زړه نرم سو او د ده خبره یې ومنله . سبا چی راویښ سو تر بالښت لاندی یې د سرو زرو سِکه پرته وه . بل سبا هم همدغسی وه . خو درېیم سبا هیڅ شی هم نه و .

سمدلاسه یې تبر راواخیست او روان سو چی هماغه ونه پرې کړی . دا مهال په لاره کی بیا هماغه سړی ( یعنی شیطان ) په مخه ورغی . بیا یې استدلال سره وکړ څو چی خبره جنګ ته ورسېده .

دا ځل شیطان پر غالب سو او عابد یې له مځکی راوویشت . دﺉ حیران سو چی دا څنګه زاړه سړي راغوځار کړم . د هغه څخه یې د دې قوت علت وپوښتی .

هغه ورته وویل چی لومړی ځل ستا قهر رښتیانی او صادقانه و چی صرف د خدای د رضا لپاره و ، او ځکه خدای کومک درسره وکړ چی ما راغوځار کړې . خو اوس چی ما له مځکی راوویشتې علت یې دا دی چی ته د خدای لپاره نه بلکی د طلایی سِکې په خاطر راولاړ سوﺉ یې او هماغه ونه غوڅوې . نو ځکه ته بایلونکیً او زه ګټونکیً سوم .

هو ، نن په محمدی امت کی هم د ځینو علماوو تقوا فرار کړﺉ او ځکه نو رواج پر دین غالب سوﺉ او بدعت په خپل اوج کی دی ، خو هیڅوک هم هیڅ نسی کولای . حل لاره یې دا ده چی ورکه تقوا باید ولټول سی .