کور / اسلامي / د روژې اوولسمه ډالۍ

د روژې اوولسمه ډالۍ

درنو لوستونکو ، خدای دې وکړی چی د انتباهی قصو دا لړۍ ګټمنه وی . اوس د دې لړۍ بله آموزنده قصه تقدیم کیږی چی موضوع یې دا ده چی انسان باید اصلأ پر ستر څښتن باندی متکی وی ( ن . صمد ) .

د یوسف (ع) خندا :

کله چی خپلو وروڼو یوسف (ع) څاه ته وځړاوه تر څو ور ایله یې کړی ، طبیعی ده چی کم سن یوسف دا مهال ډیر غمجن و ، خو په همدې حزین حالت کی یې موسکا وکړه .

د ده دغه خندا ( تبسم ) ټوله وروڼه حیران کړل . یو تر بله یې وپوښتل چی دا څه معنا ؟ موږ هغه اوس وژنو مګر دﺉ موسکا کوی . آیا دا د خندا ځای دی ؟ یوه ورور نورو ته وویل چی راسیً پوښتنه ځنی وکړو .

یو ورور یې چی یهودا نومېدﺉ د یوسف (ع) څخه وپوښتل چی وروره یوسفه ! آیا خپل عقل دې د لاسه ورکړﺉ دی چی د غم په دې حالت کی خاندې ؟ ولی خاندې ؟

ښایسته یوسف چی له کماله هم ډک و ، خپله خوله د ګل د غوټۍ غوندی خلاصه کړه او داسی یې ورته وویل : یوه ورځ چی می ستاسو غښتلو او تکړه وروڼو بدنونو ته کتل ، نو د ځان سره می وویل چی لس پیاوړي او خورا تکړه وروڼه لرم ، نو څه غم کوم . دوی به زما سره د ژوند په لوړو او ژورو کی تل مرستندوی وی ، ملاتړ به می کوی ، له هر چا به می ساتي ، او که څوک زما د وژلو اراده وکړی نو د دغسی زړه ورو او غښتلو وروڼو د لرلو له امله به قطعأ داسی اقدام و نه کړای سی او که دغسی کار هم وکړی نو دوی به می ساتی .

خو ولی می خدای هیر کړی و او برعکس په وروڼو نازېدم . نن په سترګو وینم چی هماغو وروڼو چی فخر می په کاوه ، زما څخه کمیس وکیښ او دغه څاه ته می ورغورځوی . نو ځکه می دا مهم راز همدا نن وموند چی بېله خدایه باید په بل چا و نه نازیږم او نه هم تکیه پر وکړم . نو زما دغه موسکا د عبرت خندا وه ، نه د خوښۍ !

هو ، د یوسف (ع) رښتیانۍ قصه د بشر په تاریخ کی تر ټولو ښه قصه او د عبرت بهترینه بېلګه ده . هغه د اخلاقی او انتباهی درس زانګو بلل کیږی چی پورتنۍ صحنه یې یوه ډیره کوچنۍ نمونه وه .