کور / خبرتیا او پيغامونه / له ډاکټر لطيف بهاند سره خواخوږي

له ډاکټر لطيف بهاند سره خواخوږي

افغان اقتصاد پوه شريف بهاند نن يکشنبه په جرمني کي د ورپېښي ناروغۍ له امله په حق ورسېدئ.


انا لله و انا اليه راجعون


ارواښاد شريف بهاند له شاوخوا دوو لسيزو راهيسي له هيواد څخه بهر د مهاجرت ژوند تېراوه چي د کورنۍ په وينا يې نن سهار يې د جرمني په يوه روغتون کي ساه ورکړه.


نوموړي په اقتصاد کي زدکړي کړي وې، په افغانستان کي د رسمي ماموريتونو ترڅنګ يې د اقتصاد په برخه کي ګڼ شمېر ليکني او څېړني کولې.


د ارواښاد بهاند ژوند ليک به وروسته پر ليکه سي.


د لراوبر ويبپاڼي اداره د خپلو ټولو همکارانو په استازيتوب د ارواښاد شريف بهاند پر مړينه خواشيني څرګندوي، له کورنۍ او وروڼو هر يوه ډاکټر لطيف بهاند، آصف بهاند او احمدشاه بهاند سره ځانونه په دې غم کي شريک بولي، ارواښاد ته دي لوى خداى (ج) جنتونه ورنصيب کړي او کورنۍ دي يې له نورو غمونو په امان وي.

تبصره نسته

  1. د فلك له چارو څه وكړم كوكار……
    په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ولوست، چې د هېواد تكړه اقتصاد پوه ښاغلى شريف بهاند په حق ورسېد. انا لله و انا اليه راجعون.
    دانش خپرندويه ټولنه په داسې حال كې چې د ارواښاد مړينه د هېواد لپاره ستره ضايع بولي، د ارواښاد له كورنۍ سره په دې دروند غم كې ځان شريك بولي.
    الله دې ارواښاد ته جنت فردوس او كورنۍ ته عظيم اجر نصيب كړي.
    الله مو له نورو ناڅاپي غمونو په امان وساته. امين
    اسد دانش
    د دانش خپرندويې ټولنې مشر

  2. په ډېره خواشينۍ مې خبر واخيست چې د بهاند کورنۍ مشر ورور، افغان اقتصاد پوه شريف بهاند د ورپېښې ناروغتيا له کبله پرون په جرمني کې په حق ورسېد. انا لله و انا اليه راجعون
    په داسې حال کې چې د ارواښاد شريف بهاند مړينه د ده کورنۍ او د افغانستان علمي ماحول ته لويه ضايعه بولم، ارواښاد ته دفردوس جنت غوښتنه کوم ، د بهاند کورنۍاو خپلو ګرانو دوستانو هر يو لطيف بهاند، آصف بهاند ، ملالۍ بهاند او احمد شاه بهاند سره په دغه غم کې ځان شريک بولم او ټولو ته جميل صبر غواړم .
    ډاکتر شېرحسن حسن

  3. بهانده، يارانو، زما وروڼو،
    زړونه مو څښتن صبر کړه. د شريف وير د ټولو دى. هغه ستاسې ورور، خو زما ملگرى او نژدې يار و. درد يې هومره چې ستاسې دى، زما او زموږ هم دى. جنت ورته غواړم او يوازيني بچي ته يې د افغان په مينه د مست زړه هيله کوم.
    ستاسې داود

  4. په ډېره خواشنی سره مي خبر تر لاسه کړ، چي افغان اقتصاد پوه مرحوم شريف بهاند په حق ورسېد.
    انا لله و انا اليه راجعون
    زه مرحوم ته دخدای تعالي له دربار نه فردوس جنت او دکورنۍ غړو ته يې جميل صبر غواړم .
    انجنر زکريا پوپل

  5. په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوم چې زموږ د هېواد تکړه اقتصادپوه او لیکوال ښاغلی شریف بهاند په حق رسېدلی دی . زه د دوی ارواښاد مړینه زموږ ټولو لپاره یوه ضایعه بولم او دوی ته له لوی څښتن تعالی نه د جنت فردوس غوښتنه کوم ، دوی دې خدای پاک وبښي او د دوی د کورنۍ ټولو غړیو ته دې د زړه صبر او تسکین ورکړي .
    محمد طاهر کاڼی

  6. زه دارواښادشریف بهاندمړیني خواشینی کړم. له محترم ډاکټرلطیف بهانداواستادآصف بهانداونوري کورنۍ سره ئې په غم کي ځان شریک بولم. متوفی ته جنتونه اوکورنۍ ته دزړه صبرله خدایه غواړم.
    م . معصوم هوتک

  7. په ډېرې خواشينۍ سره مي خبر ترلاسه کړچې زموږ د هېواد تکړه اقتصادپوه اوغښتلۍ لیکوال ښاغلی شریف بهاند دورپېښي ناروغۍ له امله په حق ورسېد . انا لله و انا اليه راجعون
    زه پداسي حال کښي چي ځان دښاغلي بهاند له ټولي کورنۍ او ورڼوسره پدې سترغم کښي شريک بولم د ارواښاد شژيف بهاند مړینه زموږ ټولواوهيواد لپاره یوه لويه اوجبيره نه کېدونکې ضایع بولم .
    دلوی څښتن تعالی له دربارنه دوي ته جنت فردوس اود کورنۍ ټولوغړیو،دوستانواوعلاقمندانوته ئي دزړه صبرغواړم . روح دې ښاد نوم دې تلپاتی وي .
    حبيب الله غمخور

  8. انا لله و انا اليه راجعون
    د ښاغلي شريف بهاند صاحب لپاره د الله ج څخه جنت فردوس او د هغه د دردېدلي او په زړه زخمي کورنۍ لپاره د څښتن تعالی څخه صبر او عوضونه غواړم. الله تعالی دي دغه درنه او قدرمنه کورنۍ د نورو غمونو څخه په امان کړي.

    احمدولي اڅکزی / جرمني
    قاموسونه ټکی کام

  9. بهاند صیب، په غم مو خدای شته غمجن شوم. ستاسې ورور زومونږ ورور وو. له لویه خدایه ورته د فردوس جنت غوښتونکی او تاسې ټولو غمجنو دوستانو ته د تسلیت غوښتونکی یم.

  10. انا لله وان الیه راجعون ،په ډیری خواشینی سره خبر شولو چی افغان اقتصاد پوه محترم محمد شریف بهاند د جرمنی په خاوره کی په حق رسیدلی دی ، د ارواښاد مړینه نه تنها د هغه کورنی لپاره ضایع ده ،بلکه د ټول هیواد لپاره ستره ضایع بلل کیږی ، د روسی د سانکت پطربورک ښار د افغانانو شورا په دی ویر کی ځان شریک بولی ، او محترم ډاکتر صیب لطیف بهاند او دهغه ټولی کورنی ته د لوی خدای ج څخه د جمیل صبر غوښتنه کوی ، او ارړاښاد ته دی الله فردوس جنت په نصیب کړی نیټه ۲۰/ ۷ / ۲۰۱۱

  11. د ارواښاد داکتر شریف بهاند د نا څاپی مړیني له کبله ډیر خوا شینې شوم . زه د خپل ځان او نورو دوستانو په استازیتوب د هغه وړونو اود کورنۍ ټولو غړو ته صبر جمیل او ارواښاد ته د فردوس جنت دعا غو ښتنه کوم.
    ا لله مو دنورو غمونو څخه و سا ته.
    ولی محمد نورزی

  12. په ډېره خواشيني سره خبرسوم چي دهيوادتکړه اقتصادپوه ښاغلى شريف بهاندپه حق رسيدلى دى
    انالله وانااليه راجعون
    دکندهارفرهنګپال يې په مړينه خواشيني يو،کورنۍ ،دوستانواوخواخوږوته يې دلوى رب (ج)له درباره دحميل صبېرغوښتنه کوو،اودادعاکووچي
    خدايه نورمونودسره څخه داسي سايې مه بېلوه
    امين
    سيداغاوطن يار دروهي ادبي بهيرګذارشګر

  13. د خواخوږۍ پیغام

    افغان ادبي جرګه او لندن مېشتي لیکوالان د ګران هېواد د پیاوړي اقتصاد پوه او څېړونکي استاد محمد شریف بهاند په دردونکې مړینه ډېر خواشیني دي، او د استاد په مړینه د بهاند درنې کورنۍ سره د زړه له کومې خواخوږي څرګندوي. دوي ته د غم ځغم او استاد ته ټول جنتونه غواړي.

  14. د خواخوږۍ پېغام

    په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هېواد پياوړي اقتصاد پوه ښاغلي شريف بهاند حق ته ځان وسپاره.
    د بهير اداره د خدای بښلي شريف بهاند مړينه د افغانستان له پاره لويه ضايع بولي. موږ د خدای بښلي شريف بهاند د مړينې په وير کې د هغوی له درنې کورنۍ سره ځانونه شريک بولو.
    د ستر څختن په دربار کې د دعا لاسونه لپه کوو، چې خدای (ج) دې ارواښاد شريف بهاند ته جنتونه ورپه برخه کړي او کورنۍ ته يې ستر زغم او صبر.

    د بهير ادبي او فرهنګي خپرونې مشر- سيد الله تڼی
    مرستيال-شاکرالله خټک

  15. په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هیواد یو صادق بچی ارواښاد محمد شریف بهاند له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې ، الله دې وبښي .په دې توګه محترم ورو استاد لطیف بهاند ، ګران ورور محمد آصف بهاند او د بهاند صیب ټولې کورنۍ د تسلیت ژور مراتب وړاندې کوو .یوسف هیواددوست د خپلواکۍ له فرهنګي مرکز څخه ـ ډنمارک

  16. داکترصیب بهاند او کورنی ته!
    د ارواښاد شريف بهاند ته دفردوس جنت غوښتنه کوم . آصف بهاند او احمد شاه بهاند ته هم تسلیت وراندی کوم .په دغه غم کې ځان شريک بولم او ټولی کورنی ته جميل صبر غواړم .
    باوری

  17. په خواشينی سره خبر شوم چی ارواښادشريف بهاند په حق رسيدلی انا لله و انا اليه راجعون
    په دی غم کی زه د دوی د محترمی کورنی سره ځان شريک بولم مرحوم ته د لوی خدای (ج) د دربار څخه د مغفرت غوښتنه کوم او کورنی ته يي جميل صبر غواړم.

  18. ددارواښادبهانددکورنۍ غړو، تاسو ته په دراوښتي ژوړغم کي دکونړيانوپه استازيتوب ځان شريک او ارواښادته حقيقي ژوند خوشاله اوارام غواړم امين

  19. د ښاغلي شريف بهاند صاحب لپاره د الله ج څخه جنت فردوس او د هغه د دردېدلي او په زړه زخمي کورنۍ لپاره د څښتن تعالی څخه صبر او عوضونه غواړم. الله تعالی دي دغه درنه او قدرمنه کورنۍ د نورو غمونو څخه په امان کړي.