کور / د ماشومانو نړۍ / سوی او هنډواڼې

سوی او هنډواڼې

سوی ډېر هوښیار وو، په دې نکل کي به هم تاسي ته معلومه سي چي څنګه د سوې هوښیارۍ د هغې ژوند وساتی. یو وخت د سوی همسایه (خرس) په یوه مځکه کي هڼدواڼې کرلي وې. هغه ډېر سخت کار کاوه او ډېري خوندوري هنډواڼې ئې شنې کړي وې. هندواڼې دونده خوږې وې لکه شات. څو ورځي وروسته هغه پوه سو چي یو څوک د هغه هندواڼې غلا کوي. خرس وویل:
– دا څوک زما هندواڼې غلا کوي؟ سوی دئ؟
هغه سم ویل. سوی غلا کولې، ځکه سوی پوهېدی چي خرس هنډواڼې کرلي دي. د دې لپاره چي هغه خرس ته درد ورولي او هم خپلي هندواڼې وخوري، نو هغې به سهار وختي هندواڼې غلا کولې. خرس ته ډېر درد ورغلی وو. د دې لپاره چي سوی ونیسي هغه په دا سبا سهار ډېر وختي راويښ سو.
خرس سهار پر عیني هغه وخت مځکي ته ورسېدی چي سوی هندواڼې خوښولې. خرس سوی تر غاړه ونیوی او خپل زوی ته ئې وویل:
– واخله سوی کور ته بوزه، چي ماځیګر چرګ آ‌‌ذان وکړي نو سوی په داښ کي واچوه او پخه ئې کړه. زه به ګیدړي ته هم ووایم چي راسي، بیا به په ټولو سور کړی سوی وخورو.
هغه سوی واخیست او کور ته روان سو. سوی پوهېدی چي هغه په خطر کي دئ او لږ وخت لري چي د ځان د خلاصولو لپاره یوه چاره ولټوي. لږ وروسته ئې د خرس زوی ته وویل:
– ستا په یاد دي چي ته باید څه وکړې؟
د خرس زوی وویل:
– هو! زه باید تا کور ته بوزم او چي مازیګر چرګ آذان وکړي، زه باید تا په داښ کي سره کړم، تر څو زه، زما پلار او ګیدړه ماښام تا وخورو.
سوی وخندل او وې ویل:
– نه، دا غلطه ده! ستا پلار به تا ته ودردېږي که ته داسي وکړې، ځکه ستا پلار تا ته وویل چي ما کور ته بوزه او چي چرګ ماښام آذان وکړي، نو چرګ په داښ کي سور کړه، چي زه ئې وخورم.
د خرس زوی ودرېدی، لږ فکر ئې وکړ او بیا ئې وویل:
– ته سم وایې! مننه، چي زما غلطي دي راسمه کړه.
هغه مخکي تر دې چي بله غلطي وکړي، ژر، ژر کور ته ولاړی. چي مازیګر سو، د خرس زږی چرګ حلال کړ، هغه ئې سور کړ او بیا ئې سوی ته ورکړ چي هغه ئې وخوري. سوی وویل:
– مننه، ډېر خوندور چرګ وو. اوس نو زه غواړم چي لږ خوب وکړم، ما ته یو بالښت او تلتک راکړه.
د خرس زوی هغې ته شیان ورکړل. سوی صبر وکړ، چي د خرس زوی ولاړسي، بیا ئې لرګی پر بالښت پرې ایستی، تلتک ئې پر واچاوه او خپله وتښتېدی. چي ماښآم سو او خرس کور ته راغی نو خپل زوی ته ئې وویل:
– سوی چیري دئ؟
د هغه زوی وویل:
– په سرای کي بیده ده.
پلار ئې وویل:
– ما تا ته ونه ویل چي هغه په داښ کي واچوه؟
زوی يې وویل:
– ما هغه په داښ کي واچوی.
پلار ئې نارې کړې:
– مګر تا خو اوس ما ته وویل چي سوی په سرای کي بیده دئ!
زوی ئې وویل:
– هغه خو په سرای کي بیده دئ، ما چرګ په داښ کي واچوی، لکه تا چي ما ته ویلي وه.
پلار ئې چیغي کړې:
– مګر ما خو تا ته وویل چي سوی په داښ کي واچوه، نه چرګ! زه به خپله د سوی سره جوړ سم.
هغه یو غټ لرګی راواخیستی او سرای ته ووتی. هغه لرګی ئې دونده ټینګ وواهه چي د ده لرګی مات سو او هغه نیمه ماته برخه د ده پر سر ولګېده. هغه بې هوښۍ ته نژدې سو. سوی نارې کړې:
– څنګه مي خطاایستلې؟
له دې سره سوی وتښتېدی او بیا ئې هیڅکله د خرس هندواڼې غلا نه کړې.
د دې نکل څخه موږ زده کوو چي هوښیاري ښه شی ده مګر غلا بد کار دئ.
(د امریکا له هیواد څخه)