کور / د ماشومانو نړۍ / ګیدړه او زمری

ګیدړه او زمری

د حیوانانو پاچا (زمری) زوړ سوی وو او دونده زور ئې نه درلودی چي ښکار وکړي. هغه نه غوښتل چي د لوږي له لاسه مړ سي، فکر ئې وکړ چي باید څه وکړي. بیا ئې یو پلان جوړ کړ. هغه په خپل قصر کي پرېوتی، او داسي زګېروی ئې شروع کړ له ناجوړه چي وي. دغه پلان ډېر ښه کار وکړ، ځکه ډېر وخت ئې ونه نیوئ، چي د زمري مزدورانو نورو حیوانانو ته خبر ورکړي چي پاچا مړ کیږي. تر دې وروسته هر حیوان یوازي د پاچا قصر ته ورتی، چي د زمري ناجوړۍ پوښتنه وکړي. زمری به په کمزوره ږغ ورته وویل:
– راځه، راځه. مه بېرېږه، راننوزه چي ستا ږغ د اخیري واري لپاره واورم.
خو کله چي به هغه حیوان ورننوتی، زمري به یرغل پر وکړ او مړ به ئې کړ. دې حالت تر ډېره وخته پوري دوام وکړ. حیوانان به ورننوتل خو یو به هم بیرته نه راوتی، او د زمري نس به هر وخت غوړ او ډک وو. یوه ورځ ګیدړه راغله چي د زمري پوښتنه وکړي، هغه د زمري د خوني دباندي ودرېده، خپل سر ئې د زمري په احترام کي کښته کړ او خبري ئې ورسره شروع کړې. زمري وویل:
– راځه، راننوزه، مه بېرېږه. ته لکه چي په ما باور نه کوې؟
ګیدړي ومسل، او وې ویل:
– په تا باور کوم، خو پر خپلو سترګو تر تا ډېر باور کوم.
زمری حیران سو او وې ویل:
– نو ستا سترګي څه درته وایي؟
ګیدړي وویل:
– زما سترګي ما ته وایي، چي ستا خوني ته ډېر حیوانان ننوتلي دي، خو یو هم بیرته نه دئ راوتلی، نو که ستا اجازه وي، زه به دباندي پاته سم.
هغې یو وار بیا سر کښته کړ او وتښتېده. زمري هغه شپه ډوډۍ ونه خوړه.
د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي موږ باید د خپل فکر څخه کار واخلو او په نورو خلګو پسي په پټو سترګو ولاړ نه سو.
(له عربي سرچینو څخه)