د کرزي حیات خان
په لروبر ویبپاڼه کي مي یوه لیکنه ولوستله چي سرلیک یې وو (کرزي هم یو حیات خان ته اړتیا لري) په رښتیا چي زموږ د سیاسي سیسټم د پرون او نن درد پکي نغښتی وو او همدې لیکني زه هم ددغه کوچني یاداښت لیکلیو ته اړ کړم.
افغان ولسمشر حامد کرزی به شاید د نړۍ په تاریخ کي یواځنی ولسمشر وي چي مخامخ ورته خورا سختي او ستوغي خبري سوي دي او زه خپله هم دداسي خورا بي شماره پېښو شاید یم. اکثره وخت خو به ځیني داسي سپيني خبري ورته کېدې چي بیخي به زما پر وجود لړزه راغله او که زه دده پر ځای وای نو پر مځکه به بې هوښه را ایله سوی وای خو ولسمشر کرزی یو له هغو مشرانو څخه دئ چي هیڅ ډول ستوغي خبري تاثر نه ورباندي کوي او هغه د چا خبره ولاکه یې (خار) هم بولي.
څه موده وړاندي ولسمشر کرزی غرب ته په یوه رسمي سفر تللی وو او د همدې سفر په ترځ کي یې وغوښتل چي د خپلي کورنۍ د یوه خورا مخور او په افغان حکومت کي د ښې سابقي او پوهي له یوه شخص سره وویني. د هغه ولیدلو ته زه هم ور سره ورغلی وم. د چای څښلو په وخت کي ولسمشر کرزي د هغه څخه وغوښتل چي افغانستان ته راسي او هلته دده په حکومت کي کار وکړي. دغه شخص لومړی کښته وکتل او بیا یې په خورا دردناکه تبسم سر له ځنګنو څخه راپورته کړ او ولسمشر کرزي ته یې وویل چي زه به تاسو ته یوه کیسه وکړم:
“ وایې یو وخت په یو هیواد کي انقلاب وسو او ددغي انقلابي ډلي مشر د هیواد مشر سو. دده پر شا وخوا خورا ډېر غوړه مالان، چاپلوسان، مفسدین، خاینین او نور راټول وه او هغه کسان چي په ده یې په رښتیا خوا بدېده ور څخه لیري وه، نه دده پر خوا ورتله او نه ده ته چا ور پرېښول. د همدې ولسمشر یا مشر یوه نژدې کس پر دې توانیدلی وو چي دده د ګلانو د روزونکي دنده تر لاسه کړي. هره ورځ به دغه ولسمشر ته په سلګونو چاپلوسان او غوړه مالان راتلل او د مځکو، پیسو، دوکانونو، تجارتونو امرونه او فرمانونه به یې ځني غوښتل.
خورا ډېر وخت وروسته ددې پاچا پام سو چي ما خو تر اوسه هر څه امتیازونه د خپلو خلکو پر ځای نورو ته ورکړي دي نو دا زما نژدې کسان خو هیڅ زما پر خوا نه دي راغلي او دلته زما پر شا وخوا زما د نژدي دوستانو څخه همدا یو ګل باز یا ګل روزنکی دئ نور هیڅوک نسته. پاچا سمدستي ګلباز راوغوښتئ او ورته ويې ویل چي دلته ما ته د ورځي په زرګونو بیګانه خلک د مرستي او امتیازاتو د غوښتلو لپاره غوښتنلیکونه راوړي خو ته تر دا نن ورځي پوري ته راته ونه درېدې؟ ته هم یوه عرضه راوړه هر شی چي غواړي زه به یې در امضا کړم.
ګلباز ورته وویل چي صاحبه ما خو دا څو کاله کیږي چي عرضه لیکلې ده او په جیب کې را سره ګرځوم او په داسي یوه فرصت پسي ګرځېدم چي ستاسو حضور ته یې وړاندي کړم. پاچا عرضه ځني وغوښتل او ګلبازه ورته وړاندي کړه. پاچا چي عرضه ولوستل ډېر حیران سو. ګلباز په عرضه کي ورته لیکلي وه چي (پاچا صاحب تاسو ما ته داسي امر راکړئ چي زه نه ستاسو په دې دنیا خپل یا قریب یم او نه په هغه دنیا). باچا ورته په ډېره اندېښنه وویل چي دا څه معنا ما درته د مرستي وویل تاسو زما څخه د خپلوئ ابرا خط اخلئ؟ ګلباز په جواب کي ورته وویل پاچا صاحب زه کوچنی سړی یم او د کوچني سړي همدونه کوچنۍ غوښتنه وي او بل که پر ما رحم کوئ نو بس همدا عرضه راته امضا کړئ. پاچا هم عرضه ورته امضا کړه او ګلباز یې له دفتره راووت.
څه موده وروسته یو بل انقلابي د هغه پاچا واکمني ړنګه کړه او د هغه ټوله طرفداران یې په دار وځړول. دا باچا چي ښه د کوشت او خونه بېغمه سو پام یې سو چي دا ګلباز چي د هغه پاچا تر ټولو نژدي خپل دئ لا پاته دئ او حتی زما په دفتر کي لا کار هم کوي؟ سمدستي یې ګلباز راوغوښتئ او ورته وې ویل چي زه نه پوهیږم چي ته تر اوسه زما څخه څنګه ژوندی پاته سوی یې خو دا چي اوس زما درد لږ ختلی دئ نو ته راته ووایه چي څنګه سزا در کړم؟ ګلباز ورته وویل پاچا صاحب که ستاسو اجازه وي زما څخه یوه عرضه راڅخه ده تاسو ما ته اجازه راکړئ چي زه هغه ستاسو حضور ته وړاندي کړم. پاچا هم اجازه ورکړه او هغه ابرا لیک چي یې د خپل قریب پاچا څخه اخیستی وو ددې نوي پاچا مخ ته کېښود. پاچا چي لیک ولوست ډېر حیران سو او امر یې وکړ چي دغه ګلباز چي هر خواهش لري ور پوره یې کړئ.
د ولسمشر کرزي دغه دوست ورته وویل چي زه هم د کلونو راهیسي دغسي یوه عرضه ستاسو لپاره په خپل جیب کي ګرځوم نو که یې را امضا کړئ لویه مهرباني به مو وي او پاته سوه ستاسو سره د کار خبره به وروسته زما د عرضي تر لاسلیک کولو وروسته کوو.”
وایې مرچ نمونه خروار.
——————————————————
د موضوع په اړه نوري ليکني پر دې پته ولولئ http://www.larawbar.net/33763.html