کور / د ماشومانو نړۍ / شرمښ او د هغه چلم

شرمښ او د هغه چلم

یوه ورځ ګیدړه تر خپل غار دباندي ناسته وه او چلم ئې څکوی. د هغې همسایه (شرمښ) هغه ولیده او پوښتنه ئې ځني وکړه:
– ته څه شي کوې؟
ګیدړي وویل:
– چلم څکوم.
شرمښ وویل:
– ښه خوند کوي؟
ګیدړي وویل:
– هو ځکه که ئې ښه خوند نه کاوه، نو خلګو به چلم نه څکاوه.
شرمښ وویل:
– زه هم غواړم چي یو وار چلم وڅکوم، خو زه چلم نه لرم.
ګیدړي وویل:
– تشویش مه کوه. هلته یو بزګر کار کوي او خپل کوټ ئې د سړک پر غاړه ایښی دئ. د هغه تر کوښ لاندي د هغه چلم پروت دئ. ورسه راوائې خله او وئې څکوه.
نو شرمښ او ګیدړه ولاړه چي چلم راواخلي. کله چي ئې د بزګر کوټ پورته کړ تر هغه لاندي یو توپک وو. ګیدړي وویل:
– هغه دئ چلم، زما تر چلم یو څه غټ دئ، خو تر هغه ښه دئ. واخله دغه چوښکه ئې په خوله کي ونیسه، زه به ئې درولګوم.
هغې د توپک کخوله د شرمښ په خوله کي ورکړه او د توپک ماشه ئې ورکښېکښول. یو غټ ټک وسو، شرمښ شا ته کرملاغ وواهه او درې غاښونه ئې ووتل. شرمښ چغي کړې:
– زه به هیڅکله تا ونه بخښم. درې غاښونه مي ووتل مګر اوس هم دومره غاښونه لرم چي ستا بدن په درڅیري کړم.
له دې سره وتښتېدی. له هغه وخت څخه وروسته شرمښ هیڅکله نه غواړي چي چلم وڅکوي. ګیدړه ئې هم نه څکوي او ټول عمر پام کوي چي شرمښ هغه ونه نیسي.
د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي موږ باید د بدو کارو کولو هیله ونه نیسي.
(د فرانسې څخه)