کور / د ماشومانو نړۍ / چالاکه پیشي، پُسه او شرموښان

چالاکه پیشي، پُسه او شرموښان

ډېر پخوا یو وخت د ځنګله سره نژدې یو کور وو چي په هغه کور کي یوه سپین سرې ښځه، یو سپین ږیری سړی، یوې پیشي او یوه پُسه ژوند کاوه. پیشي به موږکان نیول، پُسه به وړۍ وښځي ته ورکولې چي کالي ځني جوړ کړي او سړي به لرګي راټولول چي خرڅ یې کړي او لږ پیسي په لاس راوړي. دوئ غریبان وه خو خوشحاله وه او په دغه ډول ئې د ډېر عمر لپاره ژوند وکړی.
یوه ورځ ښځي پیروی جوړوی، پیاله پر مېز ځني هېره سوه. د پیشي چي دې ته پام سو، نو پر مېز وخته او ټوله پېروی یې وخوړی خو پیاله هم ځني ماته سوه. ښځه چي خبره سوه، ډېر درد ورغی نو خپل مېړه ته ئې وویل:
– ته وګوره! پیشي پېروی وخوړی او پیاله ئې هم ماته کړه! دې ته باید سخته جزا ورکړو چي بیا داسي ونه کړي. اوس مجبوره یو پُسه حلال کړو ځکه چي بل د خوراک شی نسته.
پیشي پټه وه او دا خبري یې واورېدې نو پُسه ته ولاړه او هغه ته ئې ټولي خبري وکړې. پُسه وویل:
– نو څه باید وکړو؟
پیشي وویل:
– راځه ځنګله ته وتښتو.
پیشي دروازه خلاصه کړه او دوئ وتښتېدل. کله چي ځنګله ته ورسېده، د یو شرموښ سر یې پیدا کړ. پُسه وبېرېدی خو پیشي ورته وویل:
– دا به راواخلو. کېدای سي چي په کار مو سي.
شپه راغله او تاریکه سوه. دوئ نه پوهېدل چي چیري به بیده سي. که ګوري هلته نژدې اور بل وو. دوئ هغې خوا ته ولاړه خو چي ورسېدل، که ګوري چي ۱۲ شرموښان پر راټول سوي وه او شاوخوا ورته ناست وه. شرموښانو دوئ ونه لیدل نو دوئ یو پلان جوړ کړ.
نو ورغله او د شرموښانو سره کښېنستل. وې ویل:
– سلام شرموښانو!
شرموښانو وویل:
– وعلیکم سلام پیشي! وعلیکم سلام پُسه!
شرموښانو خپلي شونډي وڅټلې او فکر ئې وکړ چي دوئ څنګه بختور دي چي د دوئ خوراک دوئ ته په خپله راغی. پیشي په پوه سوه او تصمیم ئې ونیوي چي اوس د خپل پلان د کارولو ښه وخت دئ. نو ئې پُسه ته وویل:
– پُسه! موږ باید د شرموښانو سره ښه وضعیت وکړو او دوئ ته یوه تحفه ورکړو نو ورسه او هغه حیوان چي موږ ښکار کړی دئ، راوړه.
پُسه د پیشي په خبره پوه سو او ولاړی د شرموښ سر یې راواخیستی او راغی. شرموښانو په خپلو سترګو باور نسوای کولای. پُسه دوئ ته د خوراک لپاره د شرموښ سر راوړی وو! مګر پیشي وویل:
– دا مناسب نه دئ. تر دې غټ ئې راوړه.
پُسه ولاړی، یو لږ پاڼي یې په ځنګله کي وښورولې نو چي دغسي وایسي لکه په یوه شي پسي چي ګوري او بیا بیرته د هم هغه سر سره راغی. خو پیشي په درد وویل:

– دغه یو هم نه غواړم! تر دې هم غټ یو راوړه.
پُسه ولاړی او یو څه وخت ورورسته بیا هم د هغه سر سره راغی چي مخکي ئې راوړی وو. خو پیشي دا ځل بیا په قار وویل:
– نه، دا هم نه! ورسه تر ټولو غټ یو ئې راوړه.
پُسه بیا ولاړي. دغه وار یې بیا هم هغه سر راوړی. شرموښان دونده حیران او بېرېدلي وه چي په فرق ئې نه پوهېدل. دا ځل پیشي وویل:
– هو! دغه یو سم دئ. اوس ورسه پر اور یې کباب کړه چي خوند پر واخلو. په دا ډېر عمر مي د کوټي کباب نه دی خوړلی.
ټول شرموښان وبېرېدل خو یو شرموښ د بیري د لاسه بې سده سو. لږ وخت وروسته څلور شرموښان راولاړ سول او وئې ویل:
– موږ به د اور لپاره یو څه لرګیان راوړو.
پیشي او پُسه وویل:
– ښه دی خو ژر راسی!
خو شرموښان پسي ولاړل او بیرته رانه غله. کله چي دوئ مطمئن سوه چي پیشي او پُسه دوی نسي لیدلای نو وتښتېدل. څه وخت وروسته څلور نور ولاړ سول او وې ویل چي دوی به ولاړسي او په خپلو ملګرو پسي وګرځي چي څه سول. پیشي وویل:
– ښه دی خو ژر راسی چي کباب سړېږي.
مګر دوی هم رانه غله او پسي وتښتېدل. په اخیر کي، هغه پاته څلورو هم د خپلو ملګرو د پیدا کولو اجازه وغوښته. پُسه وویل:
– ښه دی خو ژر راسی که نه موږ به په خپله پسي درسو او پیدا به مو کړو.
خو دوی هم پسي وتښتېدل. کله چي ټولو شرموښانو یو بل سره پیدا کړه، نو تر یوې وني لاندي ودرېدل چي استراحت وکړي. په دا وخت کي یو خرس شرموښان ولیدل او ځني وئې پوښتل چي څه پېښه ده. شرموښانو ده ته ټوله نکل وکړ. خرس وویل:
– څنګه بې عقلان یاست! تاسي باید دوی خوړلي وای! هغه خپله تاسي ته راغلي وه! راځی زه به ئې تاسي ته وښیم چي څنګه باید وسي.

نو دوی ټوله هغه ځای ته ورغلل چي پیشي او پُسه واور ته مزې کولې او د کباب هډوکي ئې پاکول. کله چي پیشي او پُسه خرس او شرموښان ولیدل، وبېرېدل. پیشي وني ته وختل خو پُسه دروند وو او یوازي ئې دونده وکولای سوای چي اول ښاخ ته وخیژي. کله چي خرس دوی راغلل، وئې لیدل چي څوک نه وه نو وئې ویل:
– نسته! راځي چي دلته کښینو او فکر وکړو چي دوی به چیري یي.
څنګه چي دوی بې عقلان وه نو د دوی فکر کولو ډېر وخت (او ډېر زحمت) ونیوی، پُسه په ډېر زحمت ځان ټینګ کړی وو چي یو واري ښاخ مات سو او پُسه د خرس پر شا راولوېدی. پیشي سملاسي چغي کړې:
– وئې نیسه پُسه! ټینګ ئې ونیسه! دی به د چایو سره وخورو!
خرس وارخطا سو او د شرموښانو سره یوځای وتښتېدی او دوی وژغورل سول.
خو د دوی خپل کور ویادېدی نو سبا سهار دوی بیرته کور ته ولاړه. د سړي او ښځي پُسه او پیشي ډېر ارمان وه. کله چي ئې دوی ولیدل نو ډېر خوشحاله سوه او د دوی ژوند بیرته دغسي دوام وکړ لکه پخوا. او که پیشي به کله کله پېروی خوړی، نو پیاله ئې نه ماتول.
موږ د دې څخه دا زده کوو چي کور هغه ځای دي چي ټول پکښي خوندي او ساتلي وي.
( د ایټالوی سرچینې څخه)