کور / د ماشومانو نړۍ / د برمن ( د جرمني یو ښار) موسیقي پوهان

د برمن ( د جرمني یو ښار) موسیقي پوهان

یو وخت په جرمني کي یو بزګر یو خر درلود. خر د ډیرو کلو لپاره ښه کار کړی وو خو د وخت په تېرېدو سره خر زوړ او کمزوری سوی وو، دومره ښه کار ئې نسوای کولای لکه پخوا، نو یوه ورځ بزګر تصمیم ونیوی چي خر خرڅ کړي. کله چي خر په دې پوه سو، نو ډېر خوابدی سو. ده د خپل ښه کار په بدل کي د داسي نتیجې انتظار نه درلود نو ده فیصله وکړه چي وتښتي او یو بل کار پیدا کړي. ده د خپل ځانه سره وویل: زه به ولاړسم برمن ته او هلته به موسیقي پوه سم!
نو خر د برمن وخوا ته پر سړک باندی روان سو. چي تی یو سپی ئې ولیدی چي پر سړک ناست وو. خره وویل:
– سلام سپیه! څه کوې؟
سپي وویل:
– زه کوښښ کوم چي یو بل کور ځان ته پیدا کړم. زما خاوند زه ایستلی یم ځکه چي زه زوړ یم او ښکار نسم کولای.
خره وویل:
– زما سره راځه. زه برمن ته ځم چي موسیقي پوه سم.
سپی سملاسي ولاړ سو او د خره سره ولاړ. لږ وخت ورورسته دوی یوه پیشي ولیده چي د سړک پر غاړه ناسته وه. خره وویل:
– سلام پیشي! څه کوې؟
پیشي وویل:
– زه کوښښ کوم چي خپل ځان ته یو نوی کور پیدا کړم. زما خاوندي زه ایستلې یم ځکه چي زه زړه یم او موږکان نسم نیولای.
سپي وویل:
– زموږ سره راځه. موږ برمن ته ځو چي موسیقي پوهان سو.
پیشي سملاسي ولاړه سوه او د دوی سره ولاړه. لږ وخت وروسته ئې یو چرګ ولیدی چي ډېر په زوره آذان ئې کاوه. خره ورته وویل:
– سلام چرګه. ولي داسي په زوره آذان کوې؟
چرګ وویل:
– زه د ژوند کولو لپاره ډېر لږ وخت لرم ځکه زما خاوندي وویل چي سبا مېلمانه راځي او ما به حلال کړي. څنګه چي آذان کول زما خوښ دي نو په دا لږ وخت کي آذان کوم.
له دې سره ئې بل آذان وکړ. پیشي ورته وویل:
– زموږ سره راځه. موږ برمن ته ځو چي موسیقي پوهان سو.

چرګ سملاسي د خره پر شا کښېنستی او د دوی سره ولاړ. کله چي ماښام سو دوی یو ځنګله ته ورسېدل او د یوې وني تر لاندی پرېوتل چي بیده سي. یو واري چرګ آذان وکړ او وې ویل:
– زه هلته یو کور وینم. راځی چي هلته ولاړسو. امکان لري ‎هغه خلګ موږ ته ډوډۍ او اوبه راکړي.
خر، پیشي، سپی او چرګ ټوله هغه کور ته ولاړه. پیشي کیلکین ته وخته، دننه ئې وکتل او وې ویل:
– هورې یو غټ مېز سته. پر هغه مېز باندی خوراک او چښاک سته او اوه سړیان پرراټول سوي دي.
سپي وویل:
– دغه ښه ځای دی مګر په څه ډول کور ته ورننوزو؟ راځی چي موسیقي ورته وکړو.
خره وویل:
– ښه خبره ده. کېدای سي چي د دوی دونده خوښه سي چي موږ دننه پرېږدي او موږ ته یو څه خوراک او چښاک راکړي.
نو خره خپلي د مخ دوې پښې د کیلکین پر څوکه کښېښولې، سپی د خره پر شا کښېنستی، پیشي د سپي پر سر کښېنسته او چرګ د پیشي پر سر کښېنستی او په ټولو ئې غزله وویل. خره په زوره نارې کړې، سپي په زوره وغپل، پیشي په زوره چغي کړې او چرګ په زوره آذان وکړ. دوی دونده په زوره نارې وهلې چي هنداره ماته سوه. هغه خلګ، چي په اصل کي غله وه، ډېر وبېرېدل او د دروازې له خوا څخه وتښتېده. حیوانان یو څه حیران سوه چي خلګ ولي وتښتېده خو فکر ئې وکړ چي دوی به تللي وي چي نورو خلګو ته ووایي چي څنګه ښه موسیقي ئې اورېدلې ده.
حیوانان د ماتي هنداري د خوا څخه وکور ته ورننوتل، د مېز شاوخوا ته کښېنستل او خوراک ئې شروع کړ. په ډېر لږ وخت کي د مېز پر سر ټوله ډوډۍ خلاصه سول. کله چي ماړه سول، اور ئې مړ کړ او هر یو په یو ځای کي بیده سو. پیشي د اور د نغری وڅنګ ته، سپی د دروازې ومخته، خر په سرای کي پر وښو باندي او چرګ د نغری پر سر چي هلته لوړ د طوطي ټال ځړېدی په هغه کي بیده سو.
غله په ځنګله کي پټ وه او ورته کتل ئې. کله چي وئې لیدل چي اور مړ سو، یو څوک ئې ورولېږی چي وګوري د دوی په کور کي څوک دي. کله چي هغه کس کور ته ورسېدی، د ماتي هنداري د خوا ورننوتی. تیاره وه، هیڅ شی نه معلومېدی او هیڅ ږغ هم نه اورېدل کېدی. یوازي په نغری کي دوه ګروپان وه. غله فکر وکړ چي هغه دوې سکروټي دي. خو دی غلط وو. هغه په اصل کي د پیشي سترګي وې. غله ځان ورکښته کړی چي سکروټي پو کړي خو پیشي ټینګي منګاچي
ورواچولې. غل وبېرېدی نو دروازې ته وځغستی خو په دروازه کي سپي د غله پښه وروداړل. غله نارې کړې او سرای ته ئې وځغستل خو هلته خر منتظر وو او غله ته ئې دونده ټینګه لغته ورکړه چي په هوا سو او د ماتي هنداري له خوا څخه بیرته د خوني مابینځ ته ولوېدی. په دا ټوله شورماشور کي چرګ راویښ سو او د غله په غوږ کي ئې په زوره آذان وکړ. غل له کوره څخه ووتی، بیرته خپلو ملګرو ته ولاړی، په ژړا ئې وویل:
– زموږ په کور کي یوه جادوګره ژوند کوي! وګوره چي زما پزه ئې څنګه منګاچي کړه! په دروازه کي ئې یو مزدور د چړې سره درولی دی. ګوره چي زما پښه ئې څنګه رازخمي کړه. په سرای کي ئې یو بل غټ مزدور دی چي پښې ئې داسي دي لکه د خره. وګوره چي څنګه ئې ووهلم. مګر بدترینه ئې هغه بلا ده چي په ټال کي کښېني او چیغي وهي!
غلو چي دا واورېدل، نو پوه سوه چي بیا خپل کور ته هیڅکله نسي تلای نو یو بل ځنګله ته ولاړه. د خره او د ده د ملګرو د غلو کور خوښ سو نو هورې پاته سوه او موسیقي ئې کول لکه رښتیا موسیقي پوهانو حتی که دوی هیڅلکه برمن ته وهم نه رسېدل.
د دې نکل څخه موږ زده کوو چي که یو څوک زوړ سي، موږ باید د هغه خدمت هېر نه کړو او د ده د کمزوري په وخت کي د هغه سره مرسته وکړو او په سپکه سترګه ورته ونه ګورو.
(د جرمني له هیواد څخه)