کور / کتابتون - بېلابېل اثار / لراوبر کتابتون: {د عبدالباري آشنا ژوند او آثار} په نوم د لیسانس د دورې مونوګراف

لراوبر کتابتون: {د عبدالباري آشنا ژوند او آثار} په نوم د لیسانس د دورې مونوګراف

د ((عبدالباري آشنا ژوند او آثار)) په نوم د محمد اصف آشنا د لیسانس د دورې د مونوګراف په اړه څېړندوی شېرشاه رشاد لیکی :


د موادو راټولونه ئې د ښېگڼو يو اړخ دئ، د هغه پر څنگ د څېړني د بيا ن ژبه ئې روانه او سليسه ده، د متن په تشريح طلبه ځايونو کي لمنليکونه هم راوړل کېږي.


همدا راز د آشنا صاحب پر آثارو ئې ښه په زړه پوري تبصرې هم کړي دي او داسي معلومات ئې د ده د ژوندانه په اړه راوړي دي، چي تر اوسه د هيواد په مطبوعاتو او خپرونو کي راغلي نه ول.
يوه استثنايي ښېگڼه ئې چي په تصادفي توگه د ده د مونوگراف مله سوه، هغه د استاد معصوم هوتک راتگ و کندهار ته او د هغه پخوانۍ پېژندنه له دې کورنۍ څخه وه . استاد هوتک هم خپله درنه او په زړه پوري خاطره د دې مونوگراف مله کړې ده، چي د مونوگراف ارزښت ډېر لوړوي .د بشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ.



د لیسانس د دورې د مونوګراف :
موضوع : د عبدالباري آشنا ژوند او آثار (د لیسانس د دورې مونوګراف)
ليکوال : محمد اصف آشنا
لارښود استاد : څېړندوى شېرشاه رشاد
انلاین چاري : مختار احمد احسان – لراوبر برېښنايي کتابتون


د کتاب د لوستلو او ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ size = 3.68 MB




يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !








په نږدې راتلونکې کي پر لیکه کېدونکي آثار : 


   •    د خوږ ژبي شاعر او لیکوال ګل پاچا الفت غوره نثرونه
   •    (خزانه! تا به ویل) د حبیب الله قلم مل شعري مجموعه