کور / سياسي / يو بل ډول سياست هم کېدی شي!

يو بل ډول سياست هم کېدی شي!

باچاخان د يوې ادارې په مثال دی، هغه زمکه جوړه کړه، د هغه موازنه نه شي کېدی، د هغه پر تياره کړې زمکه سړی د معروض مطابق بېلابېلې لارې جوړولی شي خو پر دې زمکه يوه لاره هم نه اقتدار ته ځي، نه کوم لوی واک لرونکي دفتر ته او نه بل څه ذاتي شخصي حثيت ته. د باچاخان په تياره کړې زمکه يو بېل غوندې سياست کېدی شي، داسې يو سياست چې بې زړه نه وي، چې مصلحت خوښوونکی نه وي، چې د مبارزې او کار له عنصره خلاص نه وي، چې د رياست او سامراج د ايجنډې تابع نه وي. څوک چې احتجاجي او مزاحمتي سياست کول غواړي نو هغه د باچاخان له مکتب سره ځان مربوط ګرځولی شي. څوک چې باچاخان يادوي او ځان د باچاخان پر لاره روان ګڼي ښکاره ده چې مطلب به يې دا وي چې د خلکو پر سياست يقين لري، سياست د بدلون تر ټولو موثر عمل ګڼي او د دنيا ټول روزګار ته د خلکو له نظره ګوري.
باچاخان د پښتنو په سياسي تاريخ کې بې پرتلنې دی، بې جوړې او بې مثله دی. د نوي نوآبادياتي رياست تر تشکيل يوه لسيزه وروسته د باچاخان د فکري ورثې او تسلسل په توګه نېشنل عوامي پارټي (نېپ) د محکومو قامونو کليو او کوڅو ته يو نوی سياست وروړ. قامي سوال او طبقاتي سوال له يو بل سره په ډېره څرګنده توګه وتړل شول چې له رياست سره د پاؤر په ساحه کې د تړون پر ځای د خلکو له نکته نظره يو ډېر نظرياتي شلون ته سياسي عملي لومړيتوب په برخه شو.
په نوي نوآبادياتي رياست کې د محکومو قامونو د قام پرستانو او ترقي پسندانو دې شريک محاذ که يو خوا سامراج دښمني له ځان سره په تاريخي تسلسل کې راوړې وه نو بل خوا سامراج ته د تابع رياست د مخالفت يو توانمن جدوجهد يې هم پر خلکو له دې باور سره پور کړ چې يو بل ډول ژوند هم ممکن دی، يوه بل ډول دنيا هم کېدی شي، چې خلک وغواړي دا هر څه کېدی شي. د هم دې باور او موخې سياست په پاکستان کې دننه د ليفټ تر ټولو لوی او موثر پرنټ وګرځېد. له بين الاقوامي نظرياتي سوال سره په ژوره توګه مربوط دا لومړی او هم وروستی کيڼ لاسی پرنټ و، آن تر دې چې په نړېواله کچه په ليفټ کې موجود تضاد هم ډېر واضح انعکاس پکې درلود. تر ټولو لوی خصوصيت ددې ګوند د سياست دا و چې د قام تعريف يې د يوې واحدې متحدې اکايي (unified entity) په توګه نه بلکې له رياستي تشخص سره د قامي تشخص د تضاد او هم په قام کې دننه د طبقاتي او ټولنيزو تضاداتو پر بنياد کاوه. د جمهوريت لپاره مبارزه ددې نظرياتي اړخونو په پام کې نيولو او پېروي کولو سره کېده، جمهوريت يوازې د يو ښه نظامي مظهر په توګه نه بلکې په جمهوريت کې دننه د قامي او طبقاتي تضاد بيان د سياسي کړنلارې اساسي کرښه جوړوله.
د ون يونټ خلاف مبارزې څخه تر حيدرآباد ټريبيونل پورې دا سيمه د يو ډېر بل غوندې سياست مرکز پاته شوې ده. د مشرقي پاکستان تر بېلېدلو وروسته که څه هم نېپ په پاکستان کې د غالب او حکمران قام د مقابلې وړ پاته نه شو خو د ۱۹۷۰ په انتخاباتو کې په دو صوبو کې اکثريتي ګوند هم دا و، د ذوالفقار علي بوټو د بدمعاشې واکمنۍ مهال د رياست د جابرانه نوعيت خلاف ددې ګوند مبارزه ډېره زياته هر اړخيزه، مزاحمتي او قامي سوال ته مرکوزه وه. هم دا وجه وه چې پاکستاني رياست پرې بنديز ولګاوه، نېپ په يو بدل نوم د اين ډي پي په شکل کې که لږ و ډېره سا واخيسته هم خو په اتيايمه لسيزه کې حالاتو د محکومو قامونو دا شريک محاذ نور متحد پرې نه ښود، د افغانستان مسئلې دا مزی بېخي وشلاوه، د عوامي نېشنل پارټي (اې اين پي) په شکل کې تر ډېره دا سياست پښتنو ته محدود پاته شو خو څومره پښتون قامي سوال ته مرکوز پاته شو؟ دا داسې سوال دی چې تر ننه يې خلک له يو ډول فکري ستړې سره مخامخ پرېيښي دي. په داسې وخت کې چې د پاکستاني پوځ په شا امريکا سرکار هم ولاړ و خو داسې څوک به نه وي چې پر پاکستاني پوځ يې تر ولي خان سخت ګوزارونه کړي وي. نن چې د پوځ هغه نړېوال ملاتړ هغسې پاته نه دی او ډېر څه وئيل ډېر آسان شوي او عادي ګرځېدلي دي خو داسې څوک نشته چې د يو جهادي جهال پالونکي پوځ په خوا ګوته ونيسي او د زرګونو پښتنو د وينې حساب ورسره وکړي. اوس څوک هډو خبره نه کوي، دا خو لرې ده چې داسې يو سياست وکړي چې د رياست عوام دښمنو پاليسيو ته چېلنج جوړ کړي. يو دليل په هر حال موجود دی چې له تېرې يوې لسيزې په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې رياست په دې هڅه کې دی چې خپل وجود د ترهګرو په شکل کې برقرار وساتي او لوی جنګي معيشت ورغوي. د ترهګرو په خلاف درېدلو اې اين پي د رياست د مخالفت سياست په ډېره موثره توګه وکړ خو ددې سياست تجزيه د قام دننه څنګه کېږي؟ پر دې سوال به سم غور کول پکار وي. په اينټي طالبان ډسکورس ورکولو پښتنو ته له رياست سره د خپل تعلق وضاحت وشو که نه کنفيوژن او فکري ستړې نوره هم زياته شوه؟ په نورو ټکو، د طالبانو مورچه که د پوځ په پوسته بدله شي آيا سړی وئيلی شي چې قامي مرام سر ته ورسېد يا امن قايم شو؟ حقيقت دا دی چې اولس د طالبانو په مورچه او د پوځ په پوسته کې څه فرق کولو ته اوس تيار نه دی. له دې فکري روښانتيا څخه موږ څومره سياسي ګټه اوچتولی شو دا له اولس سره زموږ پر سياسي تعلق باندې انحصار کوي. قام ته به يو ځل بيا دا يقين ورکول وي چې په په يو بل ډول سياست کولو سره موږ دې څلوېښت کلنې غميزې ته د پای ټکی ايښوولی شو.
په پښتونخوا کې دا مهال واکمن څوک د هغې اوږدې رياستي پاليسۍ يوه نتيجه ده چې “د سياست مخالفت وکړه سياست وکړه” يې بنياد و. موږ پر ځای ددی چې په خپله خاوره کې رياست ته د “سياست مخالفت وکړه سياست وکړه” چا دپاره ګنجايش پرې نه ږدو، خپل ټول سياست مو اوس د يو ډېر عارضي ګوند (تحريکِ انصاف) مخالفت ته محدود ساتلی دی. په وطن کې ډېره لويه پېښه روانه ده، نسل کشي روانه ده، زموږ سياست له دې لويې پېښې څخه په بله خوا اوړېدلو ته فرصت نه لري، که څوک بل څه ته فرصت راپېدا کوي نو له خپلې قامي فريضې به سرغړونه کوي او هم به د مبارزې لپاره موجود ګنجايش له لاسه ورکوي.
په شمالي وزيرستان کې چې پاکستاني رياست مارشل لاء نافذه کړه او تر يو ميليون زيات پښتانه يې په ډېر ظلم او جبر له خپلو کورونو په سرو غرمو وشړل، هغو پښتنو له ځانه سره يو انتهايي پارېدلې غصه هم راوړه، موږ پر ځای ددې چې دې خلکو ته ورشو له هغوی سره په قامي خبره کولو د هغوی غصه په يو سياست بدله کړو، د خپل سياست په قوت يې بدله کړو، موږ د خېرات وړې وړې کڅوړې له ځانه سره يوړې، تر موږ وړاندې د پنجاب جهادي تنظيمونه له لويو لويو خيراتي کڅوړو سره راغلي ؤ، موږ يا خو ددې دور په سياست پوهېږو نه او يا يې کول نه غواړو. په پښتونخوا صوبه کې ورکرز کنونشنونه وشول، ټول تقريرونه يوازې د صوبايي حکومت مخالفت ته په داسې توګه محدود وو لکه د راروانو انتخاباتو دپاره کمپاين چې کېږي. دوزخي وزيرستان، د پوځيانو سوات، د تاريخ پر يو فېصله کُن موړ ولاړ افغانستان، محکوميت او طالبانيت ته ټېل وهل شوی بلوچستان، په کراچۍ کې د پښتنو او بالخصوص د اې اين پي ملا ماتونکي طالبان او ايم کيو ايم او د هغوی په شا ولاړ رياست چې په يوه صوبه کې هم قام پرست سياست برداشتولو ته تيار نه دی، آيا دا ټول څه زموږ د سياست دپاره مواد نه برابروي، له موږ څخه د خپلې مبارزې د مرکزي خيال جوړولو غوښتنه نه کوي؟ ولې دې د خپلو سياسي کارکنانو توان او وخت د ايسټبلشمنټ په يوه عارضي پديده (عمران) باندې ضايعه کړل شي او هغه هم په داسې توګه چې د ايسټبلشمنټ دا عارضي پديده او ايسټبلشمنټ له يو او بله بېل پکې ښکاري.
کوم حالات چې په اتيايمو کلونو کې په دې سيمه کې روان وو، اوسنی صورتحال د هم هغې تسلسل دی، ماته دې څوک وښيي چې ولي خان چرته داسې بيان ورکړی وي چې په دې سيمه کې امن د “مملکت پاکستان” او “مملکت افغانستان” شريک مسووليت دی؟ نن بېخي سرچپه کيسې روانې دي. آيا امن دې دوو “مملکتونو” (زه مملکت نه بلکې د رياست يا سټېټ اصطلاح کاروم) په شريکه لوټلی دی؟ “په پاکستان کې امن” او “په افغانستان کې امن” ددې څه مطلب دی؟ په پاکستان کې هم چې ترهګري ده نو يوازې د پښتنو په سيمه کې ده او په افغانستان کې هم. ولي خان په افغانستان کې جهاد چې اوس ترهګري بلل کېږي نېغ په نېغه د پاکستان له طرفه کېدونکی رياستي مداخلت بللی و او په ډېرو واضحه الفاظو کې به يې وئيل چې پاکستان افغانستان ته بمونه لېږي. نن هم هغه صورتحال دی، يوازې دا فرق راغلی چې نن پاکستاني رياست يوازې د ډيورينډ د کرښې هغې غاړې ته بمونه نه لېږي بلکې د کرښې دې غاړې ته پروت محکوم پښتون وطن ته هم بمونه رالېږي. د رياست خلاف د مقدمې سياست چې هر څومره خوارځواکی هم شي خو په داسې يو عمل هيڅکله هم اړول پکار نه دی چې يوازې د طاقت د وېش مسئلې ته محدود پاته شي. دا مغالطه چې د ستراتيژيکې ژورتيا د پاليسۍ شپې تېرې شوي دي نه يوازې لمر په دو ګوتو پټول دي بلکې پر خپل ځان د خپل ولس اعتماد هم تر خطرناکې کچې کمول دي. دا دعوه چې اوس د پاکستان افغان پاليسي بدله شوې ده، دا نه يوازې پر سړي سر ګرځوي بلکې دا شک هم وراچوي چې چرته پاکستاني سرکار خو زموږ د سياست سر په دواړو لاسونو نيولی نه دی.
د افغانستان په مسئله کې د باچاخان او ولي خان د سياست رول تر ټول زيات تاريخي او د پراخو څېړنو متقاضي دی. هم دا سياست وو چې د پاکستان خارجه پاليسۍ ته يې يو لوی چېلنج جوړ کړی و او پر ټول “مقدس” جهاد يې يوه انتهايي سخته سواليه نخښه ودرولې وه. اکثر دا اورېدل کېږي چې ولي خان څلوېښت کاله وړاندې د دې سيمې خصوصاً افغانستان او پاکستان په هکله دا او هغه پېشن ګوهي کړې وه، خو دا د الفاظو درست استعمال نه دی، ولي خان دا پېشن ګوهي نه بلکې هم دا کړاوجن او ستړی سياست کړی و. هغه د ترهګرو او جنګونو فابريکې په هم هغه وخت کې چېلنج کړې وې او صفا صفا يې وئيل چې دا څوک دي، څه کوي او د څه دپاره يې کوي. هم يې خپلو سياسي ملګرو کارکنانو، هم يې واکمنانو او هم يې دنيا ته په واضحه ټکو کې وئيلي ؤ چې دا څه کېږي او کوم طرف ته به ځي. د جنګ فابريکو دا پېشن ګوهيانې نه بلکې ډېر زيات خطرناک او چېلنج ورکوونکی سياست ګڼلو.
د دې سياست تر ټولو لويه ځانګړتيا دا وه چې د خپل برياليتوب معيار يې چرته د طاقت د سرچينو په سترګو کې نه لټاوه بلکې د خپل برياليتوب معيار ته يې د عام غريب ولس له سترګو کتل. باچاخان، ولي خان او د هغوی ټول سياست ټول عمر د پاکستان اخبارونو ښکنځلی و خو هغوی خپل مقام د خپل قام په زړونو کې کاته، نن د پاکستان د اردو ژبې ټي وي چېنلونه موږ ته د خپل قام تر کليو او کوڅو ډېر زيات مهم ښکاري. دا څه کوچنی فرق نه دی بلکې يو تناظر دی چې ترې د نن د سياسي موخو او د سياسي فعاليت ساحو ته کتل کېدی شي. هغه سياست چې د اقتدار او اختيار د سرچينو لويو لويو دښمنيو ته کلک ولاړ و او له يو چا يې هم د تصديق او اجازت اخيستلو ضرورت نه محسوساوه، د تاريخ کوم جبر هغه سياست اوس داسې پړاؤ ته راورساوه چې له يو معمولي ټي وي اينکر څخه هم د خپل کردار سرټيفيکېټ غوښتلو ته مجبور دی؟ دا د “اسرې دېوالونه” د سياست او خلکو تر منځ لوی لوی دېوالونه دروي او يوه داسې لاتعلقي راپېدا کوي چې له منځه به يې وړل بيا ډېره لويه سرخوږي وګرځي. د ترهګرو په مخ کې د غرونو غوندې ولاړ کارکنان زموږ د قامي سياست تر ټولو لويه سرمايه ده، قيادت بايد دې سرمايې ته ځان نيزدې وساتي، بايد د بدلېدونکې دنيا په تناظر کې يې نوې فکري روزنه وکړي او خپل هغه قامي داستان ورته ياد کړي چې د پاکستان په ټوله رياستي بيانيه، درسي نصاب او ټي وي چېنلونو کې اوس هم ممنوعه ګڼل کېږي. تر خپل قامي سوال د پاکستان په ملکي سياست کې زياته دلچسپي ښوول د هم دې ساده حقيقت ترجماني کوي چې په رياست کې د شراکتدارۍ عنصر مو د مبارزې مخ ډېر غلط رُخ ته برابر کړی دی.
له تېرو اتو کلونو د اې اين پي کارکنان د رياست د دفاعي شتمنيو خلاف تاريخي قرباني ورکوي خو ډېر په آسانه دې ته د “پاکستان د بقاء جنګ” وئيل د خپلو دې کارکنانو له وينو سره به جفا وي. دا د پښتنو د بقاء جنګ دی. که دا ښکاره نه شو وئيلی چې د پښتنو بقاء هم دې رياست په خطره کې اچولې نو داسې کنفيوژن خو بايد چې خور نه کړو چې دښمن بېخي راڅخه ورک کړي. په سوات کې د پوځي چهاوڼۍ مطالبه د خپلې خاورې واک پخپله د پرديو په لاس ورکول دي او دا مطالبه يو مخ د “خپلې خاورې خپل اختيار” د سياست نفي کوي او پر خپله خاوره د خپل اختيار د دعوې اخلاقي او سياسي جواز ختموي. د خپلې خاورې خپل اختيار د سياست دعوه يوازې دا نه ده چې دا خاوره به د ترهګرو لاس ته نه لوېږي بلکې دعوه دا هم ده چې دا خاوره به د ترهګرو د پلارانو په لاس هم نه ورکول کېږي. نن ټول ولس او ټوله دنيا په دې خبره ده چې د ترهګرو پلاران څوک دي.
د پېښور د ښوونځي اوسنۍ روح لړزونکې پېښې که يو خوا د افغانستان پر مسئله د باچاخان او ولي خان دريځ د تاريخ يو روښان حقيقت ثابتاوه نو بل خوا يې په اوسمهال کې د يوې ډېرې لويې کمۍ نشاندهي هم کوله، هغه دا چې اوس څوک نشته چې د خپل قام دعوه وکړي. نسل کشي د پښتنو کېږي، خبرې، تبصرې او دعوې پرې پنجابيان کوي. د پېښور د ښوونځي د خونړۍ پېښې د نيژدې دوه سوه ګلاب ګلاب ماشومانو په وينه د پنجاب دننه د روانې شخړې فيصله وشوه، نوازشريف او عمران خان پر يو او بل پرده وغوړوله، د پوځ واک نور هم زيات کړل شو، پوځي عدالتونه قايم کړل شول، موږ لږ او ډېر ماڼی ښکاره کړ خو د واک په مرکز کې زموږ رشتو آخر موږ همغږۍ ته اړ کړو، د پوځي عدالتونو د قيام فېصله تائيد کړل شوه. جمهوريت او د پښتنو د قتلِ عام کېس د پوځ يوې فېصلې ته هم د ټينګېدلو نه ؤ. پښتانه به اوس هغه چا له د خپلو وينو کېس وړي چې د چا په لاسونو يې وينه بهېدلې ده. “سايله څومره کړه بې وسه خدای خاني د پښتون.”
آخري او مطلبي خبره دا ده هغه قامونه دې ارمان کوي چې له نوي سره نوو لارو جوړولو ته مجبور دي، د پښتون قام تاريخي خوشبختي دا ده چې دوی ته ودانې لارې ور پرېښوول شوي دي صرف پالل غواړي، په دې خاوره او په دې خلکو کې اوس هم د قامي نظرياتي مبارزې ډېر پاخه روايات موجود دي. د باچاخان د سياست ټوله لاره د خلکو له منځه راوتلې او د خلکو په منځ کې وتلې ده. خلکو ته به يو ځل بيا تلل وي او د تل لپاره به تلل وي. هم دا يوازينی آپشن پاته دی. د اوسني دور په مصالحتي سياست روږدي خلک بايد پر دې امکان او ضرورت له نوي سره سوچ وکړي چې يو بل ډول سياست هم کېدی شي. په يو بل او بدل غوندې سياست کې نه يوازې رياست او د رياست د مذهبي ترهګرۍ خوني فرنچايز ته يو مزاحمتي غبرګون ښوول وي بلکې د پښتنو په وطن کې دننه موجود طبقاتي او نظرياتي تضاد به هم پر پاليسي لاين واضح ساتل وي. حقيقت دا دی چې ټول پښتانه ځپلي نه دي بلکې د پښتنو يوه ډېره لويه طبقه رياست د واک په سرچينو ورسره شريکه ساتلې او له ځانه سره يې ډېره په کاميابۍ ملګرې کړې ده. د پښتنو د اتفاق تر ارمان مخکې د پښتنو په منځ کې پراته ټولنيز، اقتصادي او سياسي تضادات به په داسې توګه هوارول وي چې په نتيجه کې پر خپله خاوره د غريبو او ځپلو پښتنو واک زيات شي. د امن سوال به له اخلاقي دايرې څخه په زغرده راايستل وي. امن د سياست او قام سوال دی، په سياست به امن لاس ته راوړل وي، په قامي سياست! خو په ډېر بدل غوندې قامي سياست، د څنګه بدل غوندې سياست لپاره چې باچاخان ډګر جوړ کړی و. له موږه ډېره موده دا ډګر وران او شاړ پاته شو، نور به دا ډګر بيا ودانول غواړي ګني وداني به مو په برخه نه شي.
Twitter: @khanzamankakar