کور / سياسي / د امیرالمؤمنین لقب او طالبان

د امیرالمؤمنین لقب او طالبان

یوه سالمه مشوره

مؤمن هغه څوک دی چی ایمان ولري. ایمان باور او تصدیق دی. مؤمن د باور څښتن ته وایي. په اسلام کی مؤمن هغه چا ته ویل کیږي چي پر الله (ج) او محمد(ص) یی د زړه له کومی باور او په خوله یی په همدغه باور اقرار وي. امیرالمؤمنین ددغسي مؤمنانو مشر ته ویل کیږي.
د پیغمبر (ص) تر رحلت وروسته د هغه خلف (ځای ناستي) ته خلیفه وویل سو چی د خپل سلف (ص) لار به تعقیبوي. ابابکر، عمر، عثمان او علی (رضوان الله علیهم اجمعین) د آنحضرت (ص) خلیفه ګان وه.
امیر هغه څوک دی چی امر کوي او د امیرالمؤمنین لقب تر ډیره حده اداري، تشکیلاتی یا نظامي دی چی سلف صالحینو ځینی اوقات خپلو مشرانو ته کارولی دی. دغه لقب مؤمنانو خپل مشر ته اکثره د احترام د تمثیل په شکل استعمال کړی دی. اموي او عباسي مشرانو ځانونو ته خلیفه وایه لکه اموي خلیفه عمر بن عبدالعزیز او یا عباسي خلیفه هارون الرشید. خو په همدغو وختونو کي ځینو کسانو خپل خلیفه ته د احترام په منظور د امیرالمؤمنین خطاب کاوه. د امیرالمؤمنین خطاب تر هغه وخته خلکو کاراوه چی ټول مسلمانان او اسلامي سلطنت د یوه مشر تر حکم لاندي وو. د عباسی خلافت په زوال سره چی اسلامی قلمرو ټوټه ټوټه او پر ډیرو برخو وویشل سو، نور نو د امیرالمؤمنین لقب استعمال ډیر ځای نه درلود. دا ځکه د یوی سیمی مشر د ټول عالم اسلام د مشري دعوه نسو کولای.
په جنګي حالاتو کی ځینی وخت مشرانو او قومندانانو ته امیر ویل سویدی (د جنګ د محاذ امیر). لکه امیر کروړ، امیر خسرو، امیر سعد سوري ‌او نور. کله چی به ددوی څخه ځینو قدرت ونیو، نو همدغه لقب به ورسره پاته سو لکه امیر دوست محمدخان، امیر شیرعلی خان، امیر عبدالرحمن خان او داسی نور. د روسانو سره د جهاد پر وخت د حرکت انقلاب اسلامی غړو خپل مشر (مولوی محمد نبی محمدي) ته د حرکت انقلاب اسلامي امیر وایه.
کله چی طالبانو په افغانستان کی حکومت ونیو، خپل مشر (ملا محمد عمر مجاهد) ته یی د امیرالمؤمنین لقب ورکړ کوم چی ډیر وخت نه وو کارول سوی. داځکه ملا محمد عمر مجاهد په داسی وخت کی د خپل تحریک مشري کول چی جنګ ورپه غاړه وو. هغه هم د جنګ اعلی قومندان وو او هم د طالبانو د تحریک تشکیلاتی مشر. نوموړي ته ددی پرځای چی د طالبانو د تحریک امیر او یا د افغانستان د اسلامی دولت امیر وویل سي، ښایي ځکه د امیرالمؤمنین لقب ورکول سو چی طالبانو یا غوښته د افغانستان تر نیولو وروسته، د افغانستان ګاونډیان او نوره ټوله اسلامی نړی تر خپل امارت لاندي راولي او یا د اسلام د پخوانی برم د یاد په خوند یی دغه نوم پر خپل مشر کښیښود. طالبانو دغه وخت خپله خاوره او خپل حکم درلود. خو هغه وخت چی امریکایانو پر افغانستان حمله وکړه (۲۰۰۱ میلادي)، د طالبانو حکومت یی سقوط کړ او امیرالمؤمنین محمد عمر مجاهد مجبور سو چي پټ سي، د امیرالمؤمنین لقب خپله هغه او طالبانو ته لوی سرخوږی پیدا کړ. هغه د تحریک مشر وو، خو نور د پخوا پشان د افغانستان د دولت مشر نه وو. هغه او طالبانو ته نور پر ټوله دنیا د خپل امارت د حاکمولو تصور محل نه درلود، دا ځکه خپل پر خاوره یی لا تسلط له لاسه ورکړی وو. د هغوی فقط دا آرزو وه چی څنګه امریکایان له افغانستانه وباسي. نور ددغه تحریک پالیسي دا وه او اوس هم ده چی موږ د فکر د صدور خیال او اجنداء نه لرو؛ موږ فقط د افغانستان د آزادی لپاره جنګیږو او ګاونډیانو او نورو اسلامی هیوادونو ته زموږ لخوا هیڅ ډول تهدید نسته.
کله چی د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولی د مذاکراتو خبره رامنځته سوه، نو ورسره یوځای دا موضوع هم راپورته سوه چي که یو سیاسی جوړجاړی راځي، د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد موقف به څه وي؟ د افغانستان ټول واک خو طالبانو ته نه سپارل کیږي چی د پخوا پشان بیا خپل امارت پر قائم کړي. اوس خو به یا ګډ حکومت وي، یا به د انتخاباتو یا لویی جرګی له لاري نوی حکومت منځته راځي او یا به مؤقت بیطرف حکومت وي. هر حکومت چي وي بالآخره به داسی حکومت وي چی ملا محمد عمر مجاهد به یی مشر نه وي.‌ په دغسی یو دولت کی به د ملاصاحب ځای چیري وي؟ هغه به په نوی حکومت کی وزیر وي او که سفیر او که پر کور یو محترم ناست سړی؟ د امیرالمؤمنین لقب به دده سره وي او که به ځیني اخیستل کیږي؟ که دا لقب دده سره وي، محل او مصداق به یی کوم او معنی به یی څه وي؟ او که څینی اخیستل کیږي، څنګه؟ سیاستپوهانو اټکل کاوه چی که د سیاسي جوړجاړي مرحله راځي، غالبا ملاصاحب به نه وي. په نړیوال سیاسی جوړجاړي کی له لاري ددغسی خنډونو لیري کول معمول کار دی.
اوس چی امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد نور نسته، طالبان نباید بیا خپل مشر ته د امیرالمؤمنین لقب ورکړي. خدای بخښلی ملا محمد عمر مجاهد که څه پخوا هم د ټولي نړی د مؤمنانو امیر نه وو، خو حد اقل پر خپله خاوره یی خپل حکم چلولای سو؛ نوی امیرالمؤمنین به دغه حداقل شرایط هم نه لري. مهمه داچي طالبانو باید د تیرو ۱۴ کالو ترخو تجربو څخه څه زده کړي وي او نباید خپل ځانونه او خپل مشر بیا په یو بی ضرورته جنجال کی واچوي. نوي مشر ته نباید د امیرالمؤمنین او یا بل دغسی یو لقب ورکړي چی بیا ټول ورسره په تکلیف وي. دوی نباید خپل مشر په لوی لاس د راتلونکی سیاسی جوړجاړي قربانی کړي. نوی مشر هم نباید په داسی یو لقب خوښ سي چی ده او دده ملګرو ته یی عملي ګټه نسته، خو ډیره خطرناکه آینده ورته زیږوي. درناوی. فاروق اعظم