کور / تازه خبرونه / د کابينې په نننۍ ناسته كي شپږو ولایتونو والیانو هم حضور درلود

د کابينې په نننۍ ناسته كي شپږو ولایتونو والیانو هم حضور درلود

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني په مشري د افغانستان د کابینې په غونډه کې چې نن سهار په ارګ کې جوړه شوه د هېواد د شپږو ولایتونو والیانو هم حضور درلود.
د کابینې په دې غونډه کې د هرات، بامیانو، پروان، دایکنډي، نیمروز او کاپیسا ولایتونو واليانو د خپلو اړوندو ولایتونو د ستونزو، فرصتونو او ترسره شویوفعالیتونو په هکله د معلوماتو تر څنګ خپل وړاندیزونه جمهور رئیس ته وړاندې کړل.
جمهور رئیس غني د والیانو د معلوماتو له اورېدلو وروسته وویل، هر والي د ولایت د اړوندو ریاستونو د کار د ارزونې صلاحیت لري او هر وزیر مسوول دی چې د ولایت عمومي کار وارزوي. هغه زیاته کړه ، په دې ډول باید د مشخصو معیارونو پر بنسټ د ارزونې یو ګډ چوکاټ رامنځته شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د ولایتونو د ریاستونو په ارزونه کې د نظر د اختلاف پرمهال به یو خپلواک پلاوی ارزونه کوي. هغه زیاته کړه، په فساد د ککړو کسانو د عدلي او قضایي تعقیب لپاره دې یو واضح چوکاټ وجود ولري.
محمد اشرف غني د بستونو په برخه کې د کمبودیو د پوره کولو لپاره د کابینې غړو ته په خطاب کې وویل، په دوه اونیو کې د کمبودی د لېستونو مطابق خپل پیشنهادونه برابر کړئ او ټینګار یې وکړ، چې وړ او مناسب کسان دې پیشنهاد شي.
جمهو ر رئیس غني دېته په اشارې چې رئیسان والیانو او وزیرانو ته ځواب ویونکي او والي د جمهور رئیس استازی دی په ټینګار وویل، دا هر څه باید په عمل کې ثابت شي.
محمداشرف غني وویل، په راتلونکو څلورو کلونو کې به په ولایتونو کې د دولتي ادارو د ودانیو ستونزې په اساسي توګه حل شي. هغه زیاته کړه د هر وزارت له بودجې څخه به د همغه وزارت د ودانیو د اړتیا هومره پیسې د یاد وزارت په دوانیو ولګول شي.
جمهور رئیس په تدریجي ډول د ولایتونو د صلاحیتونو زیاتولو ته په اشارې وویل، د هر ولایت بودجه دې په څلورو ربعو کې اړوندو ولایتونو ته انتقال شي ، تر څو والیان د هغې د موثر استعمال لپاره ګټور پلانونه ترتیب کړي.
جمهور رئیس د عایداتو په زیاتوالي د ټینګار پرمهال وویل، د هر ولایت عایدات چې د مالیې وزارت له ټاکل شوې اندازې څخه زیاتېږي، نو پنځه فیصده به یې اختیاري کړي. هغه زیاته کړه ولایتونه باید په دې برخه کې اقدام وکړي، تر څو د خلکو ژوند اساسي تغیر وکړي.
جمهور رئیس غني وویل، د راتلونکي کال بنیادي موضوع د خلکو د عایداتو زیاتوالی او د افغانستان په سوداګرۍ کې د توازن رامنځته کول دي. هغه د زېربناو په برخه کې د جمهور رئیس د سلاکار په همکارۍ د سکتوري وزارتونو له لوري د ۲۱ بندونو د جوړولو ترتیب یو اساسي ګام وباله.
جمهور رئیس غني د ټولو وزارتونو په مسوولینو او د ولایتونو په والیانو ټینګار وکړ، چې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي او له هغوی یې وغوښتل، چې د خلکو د ژوند د ښه والي او د عاید د لوړوالي په موخه دې خپل وړاندیزونه او طرحې جمهوري ریاست ته وسپاري.
د جمهور رئیس د لارښوونې پر بنسټ یو شمېر والیان په نوبتي شکل د افغانستان د کابینې او د ملي امنیت د شورا په غونډو کې ګډون کوي او د خپلو اړوندو ولایتونو ستونزې او غوښتنې مطرح کوي.