کور / علمي / دزلزلې دلویوالي او شدت اندازه کول

دزلزلې دلویوالي او شدت اندازه کول

Noor Rahman

سره ددې چې د زلزلې د رامنځ ته کیدو اصلي لامل تر اوسه ندی څرګند خو ساینس پوهان زلزله د ځمکې د تکتونیکي حرکتونو د رامنځ ته کیدو له وجې ګڼي چې د ځمکې په دننه کې د هغې د یوې برخې د ماتیدو له کبله انرژی آزادیږي چې له کبله یې امواج رامنځ ته کیږي، ځمکې ته حرکت ورکوي او امواج په ځمکه کې خپریږي. دزلزلې پر وخت رامنځ ته شوو امواجوته سایز میکي امواج وایي او هغه علم چې دغه امواج مطا لعه کوي سایزمولوجي بلل کیږي چې د لاتینې کلمې څخه منشه اخلي او معنی یی ریږدول دي.
د نړی په مختلفو ځایونو کې د زلزلو د ثبتولو آلات او وسایل نصب شوي دي چې د زلزلې د پېښیدو سم دلاسه د زلزلې د لویوالي او شدت ښودنه کوي.هغه وسیله چی د زلزلې امواج ثبتوي سایزموګراف او هغه کاغذ چې دغه امواج پرې رسمیږي سایزموګرام بلل کیږي.
د انګلیسی ژبې په ساینسي اصطلاحاتو کی د Magnitude او Intensity اصطلاحګانې په ترتیب سره د زلزلې د لویوالي او شدت لپاره کارول کیږي. دسایزمولوجی علم پراخ دی او ممکنه نده پدغه لنډه مقاله کی د هغه ټول اړخونه وڅیړل شي خو دلته یوازې په هغه برخوباندې رڼا اچول کیږي چی ډیری وخت د رسنیو او خلکو تر منځ پری ناسم پوهاوی را منځ ته کیږي او ډیر وخت عام خلک یوه اصطلاح دبلې پر خای کاروي او مسله همداسې ګنګه پاتی شي.
زما په نظر په پښتو ژبه که د Magnitude لپاره د لویولي د درجې‎ اصطلاح وکارل شی دا به سمه کارونه وي. دیوې زلزلې لو یوالی په حقیقت کی د هغه زلزلې په مرکز کې د هغې د عظمت درجه ښي چې مستقیما د هغه انرژی سره متناسبه ده چی په نوموړې په مرکز کې د زلزلې په واسطه ازادیږی.
د انګلیسی ژبې د Intensityلپاره دزلزلې د شدت اصطلاح ماته مناسه ښکاري. د یوې زلزلې شدت د هغې په مرکز کې تر ټولو ‌ډیردی او د مرکز څخه په لیرې کیدلو یی شدت هم کمیږی. دزلزلې شدت د هغې د تخریب له مخې حسابیږي .دا پدې معنی ده چی یوه زلزله د هغې مرکز ته په نږدې ځایونو کې ډیر او په لیرې ساحو کی کم تخریب را منځ ته کوي .د زلزلې د شدت معلومول د ځمکې پرمخ د میشتو خلکو د لید لوری له مخې ټاکل کیږی.
د انګلیسی ژبې د Epicenter لپاره د زلزلې د مرکز اصطلاح کارول کیږي او دا د ځمکې پر سرهغه نقطه ده چی ترې لاندې زلزله را منځ ته شوې وي او ترټولو زیات شدت په همدغه ځای کې لري.دزلزلې دمرکز ژوروالی د ځمکې د سطحې څخه د رامنځ ته شوې‎ زلزلې ژوروالی دی چی په کیلو متر سره اندازه کیږي.دزلزلې د مرکز ژوروالی چی څومره کم وی په هماغه اندازه یی شدت زیات حس کیږي، ژورې زلزلې د لږ تخریب سبب کیږي . د موضوع ښه وضاحت لپاره په هغه مشهورو لارو باندې رڼا اچوو چی د زلزلې لویوالی او شدت تعینوي.

دزلزلې د شدت اندازه کول: لکه چې مخکې هم یادونه وشوه د زلزلې شدت د هغه د تخریب له مخې په یوه مشخصه ساحه کې حسابیږي خو معمولآ ددغې طریقې څخه اوس کټه نه اخیستل کیږي او نه هم په رسنیو کې ترې یادونه کیږي
دزلزلې د شدت د اندازه کولو لپاره د میرکالي (Mercalli) طریقه ډیره مشهوره ده .هغه د زلزلې شدت په دولسو درجو ویشلی او د رومی اعدادو په واسطه یی ښي د میرکالي د زلزلې د شدت درجې په لاندې ډول دي.
I درجه: ددغه زلزلې ټکانونه یوازې د څو محدودو کسانو په واسطه چې په ډیروخاصو شرایطو کی وي حس کیږي.
II درجې: ددغه زلزلې ټکانونه د هغه کسانو په واسطه د احساس وړ دی چی د ودانۍ په لوړوپوړونو کې وي او معمولآ څوړند شیان پکی خوځیږي.
III درجې: ددغه زلزلې ټکانونه د هغه انسانانو په واسطه د حس وړ دی چی په ودانیو کی دننه وي او داسی یې حس کوي لکه یو دروند موټر چې د ودانی ترڅنګ تیر شي.
IV درجې: ددغه زلزلې ټکانونه د ټولو هغو خلکو په واسطه چې په ودانۍ کې د ننه دي او یو څو هغه کسانو په واسطه چې د ودانۍ څخه بهر دي د حس کولو وړ دي. په ودانیو کې ازانګې را منځ کیږي او پر ځای ولاړ موټرونه د خپل ځای څخه خوځیږي.
V درجې: ددغه زلزلې ټکانونه د ټولو خلکو په واسطه د حس وړ دي، ځینې شیان چې د میزونو په سر او یاهم الماریو کې ایښودل شوي وي او یا کاواکه ولاړ وي را لویږي.
VI درجې: ددغه زلزلې ټکانونه ټول خلک حس کولای شي، درانده ساکن اجسام چپه کوي او په ودانیو کې جزیي تخریبات لکه په پلاسترونو کې درزونه رامنځ ته کیږي.
VIIدرجې: ځینې ساختمانونه لکه خښتین دودکشونه او د ودانیو پارا پیټونه ښایي تخریب کړي.
VIIIدرجه: ددغه زلزلې د ټکانوله وجې ښایي په معیارونو ودان تعمیرونه هم خساره ویني ،هغه ودانۍ چی کانکریتي او فلزي چوکاټونه لري ښایي په هغو کې کاریدلي خښتین دیوالونه هم خساره وویني او ډیر درانه اجسام هم چپه کړي.
IXدرجې: ددغه زلزلې ټکانونه ډیری ودانیوته ډیره خساره اړولی شی حتی ځینې برخې یی نړیږي او د ځینې ودانیو تهدابونه هم د خپل ځایه بی ځایه کیږي.
X درجې: ددغه زلزلې ټکانونه حتی د لرګیو څخه جوړې ودانۍ نړوي او د ودانیو تهدابونه هم تخریبوي.
XI درجې: ددغه زلزلې ټکانونه ټولې هغه ودانۍ نړوي چی د خښتو، تیږو او یا کانکریتی بلاکونو څخه جوړې شوې وي.لرګینې ودانۍ هم تخریبوی اوسپنیز ساختمانونه لکه پلونه او نور نړوي تردې چې دریل پټلی هم نړولای شي.
XII درجې: تقریبآ ټولی ودانۍ او ساختمانونه چی دانسانانو په واسطه جوړې شوې دي نړوي او ښایي ځینې ساختمانونه داسې ونړوي چی ټوټې یی هواته والوزي.
د شدت له مخې دزلزلې اندازه ګیري اوس ساینس پوهان نه کاروي ، نه یی رسنۍ په راپورونو کی یادوي او نه د ساختماني چارو انجینران خپلو محاسباتو کی ترې کټه پورته کوي.
دریشتر په سکیل د زلزلې اندازه کول:دغه طریقه چی ځینې یې ریختر او ځینې نور یی بیا د ریشتر په درجې باندې یادوي دیوه امریکایی زلزله پوه (Seismologist‎) له نامه څخه چې (Richter) نومیده اخیستل شوې ده.نوموړي دغه طریقه په 1935 کال کې د کالیفورنیا ایالات دساینس او تکنالوجی په پوهنتون کې رامنځ ته کړه.دغه طریقه دزلزلې په واسطه دآزادې شوې انرژی او دهغې دمرکزڅخه د خپاره شویو موجونو پر اساس دزلزلې د لویوالی درجه ټاکي.ریشتر دزلزلې دلویوالي دمحاسبې لپاره دسایزموګرافونوڅخه کار اخیست ، دزلزلې د پیښدو پروخت به چې سایزموګرافونو کوم سایزموګرامونه رسم کړل ددغه امواجود شروع او دتر ټولود لوی موج د دامنې په مرسته به یی د زلزلې لوی والی تعین کاوه، هغه د رسم شوي موج لوړوالی په مایکرون اندازه کاوه او دهغه د لوګاریتم په نیولو سره یی د زلزلې د لویوالی درجه او مرکزد نومانوګرامونو په واسطه تعیناوه.د زلزلې د مرکز د تعین لپاره یی د هر مرکز په واسطه د محاسبه شوی فاصلې په شعاع باندې دایره رسموله او د دریو او یا د هغې څخه دزیاتو دایرو د محیطود تقاطع نقطه یی د زلزلې د مرکزپه نوم یادوله .
دریشتر په طریقه د یوی درجې زلزلې د ټکانونو شدت د بلی په نسبت 10 چنده دی او دانرژی د تولید اندازه یی د بلې په نسبت 32.6 ځله زیاته ده.داپدې معنی ده چی د 5 درجې زلزله د 4 درجې په نسبت 10 ځله زیات ټکانونه لري او انرژي یې 32.6 چنده زیاته ده. 6 درجې زلزله د 4 درجې په نسبت 100 ځله شدید ټکانونه لري او د انرژي مقدار یی بیا 1,000 ځله زیات دي.
د ریشتر په واسطه درامنځ ته شوی طریقې پر اساس دزلزلې انرژي دباروتي چاودنو سره په دې ډول د مقایسې وړده:
یوه درجه زلزله د 30 پونډو TNT باروتو په اندازه انرژي آزادوي.دوې درجې زلزله د1 ټن TNT باروتو د چادونې په اندازه انرژي آزادوي.دری درجي زلزله: د29 ټنه TNT باروتو د چادونې په اندازه انرژي آزادوي.
څلور درجې زلزله د100 ټنه ، پنځه درجې د 32,000ټنه، شږ درجې د 1 میلیون ټنه ، اوه درجې د 32 میلیونه ټنه ، اته درجې د یو میلیارد ټنه او نهه درجې بیا د 32 میلیارده ټنه باروتو د چاودنې په اندازه انرژي آزادوي.
دزلزلې د لویوالی درجه:دریشتر په شمول متاسفانه د زلزلې د اندازه ګیری زیاتره طریقې د لویو زلزلو د لویوالی تخمین په لوړ دقت سره نشی کولای لدې کبله وه چی په 1979 کال کی د کالیفورنیا د پوهنتون د استاد ډاکتر هیرو کناموري(Dr. Hiroo Kanamori) او د امریکا د جیولوجیکي سروې د ادارې سایزمولوجست ډاکتر توماس هانک (Dr. Thomas C Hank)د زلزلې د لویوالی د اندازه کولو لپاره نوی طریقه رامنځ ته کړه، ددغه طریقې کار هم د ریشتر طریقې ته ورته دی خو د زلزلې د لویوالی د درجې د ټاکلو لپاره دزلزلې د امواجو بیلابیلې څپې او په ځمکه د ماتیدنې، انرژی، دځمکې د بې ځایه کیدنې او دې ته ورته نورو عواملو په پام کی نیولو سره معلومات تحلیلوي او له مخې یې دزلزلې د لویوالي درجه ټاکي دوی دغه طریقې ته د لویوالی د مومنټ (Moment Magnitude) نوم ورکړی دی چی په مختصر ډول ورته یوازې د Magnitude) (اصطلاح کاروي چې مونږ یی د لویوالی په درجې باندې ژباړلی شو.
د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوجيکي سروې اداره دنړي تر ټولومعتبره اداره ده چې د نړی په هره برخه کې د رامنځ ته شوي زلزلې په اړه سم دلاسه معلومات ورکوي.دوی د زلزلې د پیښیدو پر وخت د کمپیوتري سایزموګرافونو په واسطه ثبت شوي معلومات په اتوماتیک ډول تحلیلوي.
خو دا خبره د یادولوده چي د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوجيکي سروې اداره ( US Geological Survey) اوس د زلزلو د لویوالي د اندازه ګیری لپاره د ریشتر د سکیل څخه ګټه نه اخلي او د افغانستان په ډیری رسنیو کې چې ورسره دریشتر وروستاړی تړي صحیح نه دی ځکه چې دغه اداره په خپله یوازې د Magnitude) (اصطلاح کاروي.
د ) www.earthquaketrack.com ( ویب سایټ د نړی په هر ګوټ کې د هرې نوې را منځ ته شوې زلزلې جزیات یوازې د څو دقیقو وروسته وړاندې کوي.
دلویو زلزلو د لویوالي د اندازه کولو لپاره د مومنت دلویوالي درجه تر ټولو دقیقه لاره ده .
ددغه طریقې اساس هم هماغه لوګاریتمی اعداد دی چې دریشتر طریقې ته ورته او په هماغه شان یې د دوؤ پرله پسې درجو د ټکانونو شدت د 10ځله په اندازه توپیر کوي او هم یی د بوې درجې څخه تربلې پورې دانرژی توپیریې 32.6 دی.
دزلزلې دپښیدو څخه مخکې باید څه وکړو:په خپل کور، د کار ځای ، مکتب ، پوهنتون او نورو ودانیو کې چې انسانان اوسیږی د اور وژنې بوتل ، د لمړنیو مرستو بکس ، لاسي څراغ ، رادیو او د لاسي څراغ او رادیو لپاره اضافی بالتۍ وساتۍ.
د لمړنیو مرستو د تطبیق لاره زده کړۍ:
د ودانۍ د ګاز، اوبو او بریښنا د قطع کولو په لاره چاره ځانونه پوه کړۍ.
یو پلان باید ولرۍ چی د زلزلې د ختمیدو نه وروسته به چیرته د خپل فامیل سره ګورۍ.
په الماریو کی درانه شیان مه ایږدی ځکه د زلزلې په وخت ټول راولویږي.
درانه فرنیچرونه ، الماری ګانې،او نور وسایل لکه مرکز ګرمی ، د اوبو ګرمونکي او داسې نور د ودانیو په فرشونو او دیوالونو پورې کلک کړۍ.
په کور ، کارځای ، مکتب او چیرته چی پاتې کیږۍ یو منظم پلان جوړکړۍ چی د زلزلې پر وخت په څه ډول ځان خوندی کړۍ ، ځکه تاسې ته نده معلومه چی زلزله څه وخت پیښيږي.
دزلزلې پر وخت باید څه وکړو:خپله مه وارخطا کیږۍ او نور هم آرامتیا ته تشویق کړۍ،
په ودانۍ کی د ننه د شیشه یی دروازو،او ګړکیو څخه ځانونه لیری کړۍ ځکه د شیشو د ماتیدو احتمال ډیر دی او ښایی پری زخمی شۍ.
که د ودانۍ څخه بهر یاست وګورۍ چې پر سرباندې مو کوم د برېښنا مزی نه وی تیر شوی د ودانیو او دټولوهغه شیانو څخه ځانونه لیرې کړی چی د نړیدو خطر ولري.
ګوګړ مه وهۍ ، شمع مه لګوی، سګریت مه څکوۍ ځکه ممکنه ده په ودانۍ کی د زلزلې پر وخت د سون ګاز خپور شوی وي او د ودانۍ د اور اخیستلو سبب شي.
که په موټر کې یاست موټر مو د سړګ څنډې ته و دروۍ او دموټر څخه مه کوزیږۍ، په خپل موټر د نورو خلکو لاره مه بندوۍ.
که په لوړپوړیزه ودانۍ کی یاست په خپل ځای پاتې شۍ او د لفت څخه کټه مه اخلۍ ځکه په زلزله کې لفت په آتومات ډول بندیږي. که تاسی په لفت کی یاست او زلزله وشوه په نژدې منزل کې تر کوز شۍ.

دزلزلې نه وروسته باید څه وکړو:خپل ځان او نور وګوری که زخمی یاست ملګري مو خبر کړۍ او که کوم بل ملګری مو زخمی وي لومړنۍ مرستې ورسره وکړۍ.
د اوبو، ګاز او برېښنا سیستمونه وګورۍ که خراب شوي وي عاجل یی قطع کړۍ.وګورۍ که په ودانی کې ګاز خپور وي کړکۍ خلاصې کړۍ او اړونده ادارې ته خبر ورکړۍ.
رادیو مو چالانه کړۍ او پر وضیعت ځان پوه کړۍ، د ضرورت پرته تلیفونونه مه کوۍ.
د خرابې شوې ودانی څخه په عاجل ډول پښې سپکې کړۍ. خو پام مو وی چې په ماتوشیشو او نورو ګټو لوټوزخمی نشۍ. بوټونه مو په پښوکړۍ ځکه چې کټې لوټې ښایی ستاسې پښې زخمی کړي.
لوړ دود کشونه او نور اجسام چی تر اوسه روغ دي ورته مو پام وی چی درباندې راونه لویږي.
د زلزلې د ختمیدو څخه وروسته نورټکانونه هم راځی بیرته خپلې ودانۍ ته زر مه ګرځۍ.
د ودانۍ د ایمرجنسی پلان مطابق خپل کارونه تنظیم کړۍ او ډیر هرې خواته مه ګرځۍ.
ستاسې د خوندیتوب په هیله
ماخذونه
1. Janet Grischy “Richter and moment Magnitude scale “ Act for libraries.org
2. UPSeis “How are earthquake magnitude measured?” and “What should do before, during and after earthquake?” www.geo.mtu.edu
3. California Geological Survey note 32