Warning: mysql_num_fields() expects parameter 1 to be resource, boolean given in /home4/larawbar/public_html/wp-includes/wp-db.php on line 3096
کور / اسلام / ولې له نامعلومو څيزونو ډارېږئ؟

ولې له نامعلومو څيزونو ډارېږئ؟

لیکوال: دوکتور خالد سعد نجار

فارسي ژباړه: سید هاشم سادات

پښتو ژباړه: عابد علمي

یوه ورځ د ملي بس یو چلوونکی د خپل کار په لور روان شو. د موټرو په یوه تم‌ځای کې یو غټ او قوي سړی بس ته راپورته شو او ویې ویل: «لوی جوني کرایه نه ورکوي». دا چې موټرچلوونکی له دې وجې چې جسمأ کمزوری و، جوني ته یې ځواب ورنه کړ.

دا ستونزه هره ورځ تکرارېده، نه “لوی جوني” کرایه ورکوله او نه هم موټرچلوونکي د کرایې غوښتلو جرئت کاوه.

موټرچلوونکی مجبور شو چې يوه سپورتي کلپ ته د تګ پرېکړه وکړي او له استاد څخه د جګړې د چلونو له زده کولو وروسته، له دغه هیولا سره مقابله وکړي او خپل حق ترې واخلي. د څو مياشتو له تېرېدو وروسته کله چې موټرچلوونکی بيا له هغه تم‌ځایه تېرېده، “جوني” موټر ته راپورته شو او د پخوا په څېر یې وویل: «لوی جونــي کرایه نه ورکوي». موټرچلوونکي جګړې ته ځان چمتو کړ او جوني ته يې وویل: «لوی جوني ولې کرایه نه ورکوي!؟» جوني له ځايه پاڅېد او ویې ویل: «ځکه چې جوني د بس کلنی ګډون کړی.»

په همدې ډول له مجهولو څيزونو وېره زموږ ظاهر او باطن ته لاره مومي او موږ سر ورته ټيټوو؛ خو په پای کې ګورو چې موږ د حقيقت برعکس فکر کاوه.

ابو حامد الغزالي د طبعي وېرې او عصبي ناروغۍ ترمنځ د توپیر په اړه وایي: «ډار، په راتلونکي وخت کې له يوې ناوړه پېښې سره د مخ کېدو له وېرې، د زړه درد او زړه‌ خوړلو ته وايي.»

ابو حامد الغزالي ډار په دوو ډولونو وېشلی:
عادي ډار: له الله عزوجل څخه ډارېدل، چې دا هم بيا په دوه ډوله دی: یو د الله له عذاب څخه ډار او بل د هغه له ذات څخه ډار.
لومړی ډول یې د ټولو مخلوقاتو ډار دی او دويم ډول یې د علماوو ډار دی.
نامحدود ډار: دا ډول ډار چې له حده زیات دی، ډېر ناوړه وي. انسان نهیلۍ او یأس ته کاږي، د کار خنډ یې ګرځي او د ناروغۍ، کمزورۍ، دهشت او د عقل له منځه تللو سبب یې کیږي، چې په ځینو مواردو کې د مرګ سبب هم کېږي. دا ډول ډار ځکه بد ګڼل شوی او غندل شوی، چې په ژوند کې يو خنډ او مانع دی او د نهیلۍ، ګوښه‌ والي، بې‌ زړه توب او بې‌ جرئتۍ او په پای کې همدغه ډار ته د تسليمېدو لامل کېږي.
ځکه نو ډار یو فطري څیز دی چې په هر انسان کې وي او هېڅکله ترې جلا کېدای نه شي، بلکې ډار یو طبعي ځواک دی چې د بشر د پایښت لپاره اړین دی. له بلې خوا دا ډار یو داسې میراثي څیز هم دی، چې سړی ځان نه شي ترې ژغورلی، خو باید په سم ډول کنټرول شي. له همدې کبله کورنۍ، ټولنه او شخصي تجربې یې په کموالي او ډېروالي کې اغېز لري او ويلی شو، چې ډار یو (نسبي) څيز دی، چې انسانان پکې د چاپیریالي، جسمي، او رواني عواملو له مخې يو تر بله سره توپير لري.

له یوه مجهول او نامعلوم شي څخه ډار هغه ډار دی، چې توجیه کېدای نه شي. دا ډار پر ځان د باور له منځه تللو لامل کیږي، پر موږ سيوری غوړوي او موږ په یوه یخ‌وهلي ځای کې د اوږدو کلونو لپاره دروي. له موږ سره اندېښنه پيدا کوي، چې هېڅکله خپلو موخو ته نه شو رسېدلی. مونږ ته وایي چې باید چوپ او ګونګ واوسو او موږ د خپل زړه خبرې ازادانه ویلو ته نه پرېږدي.

موږ له ژونده د خوند اخیستلو لپاره دوو څيزونو ته اړ يو:

لومړی (خپل ژوند او خپل چاپېريال جوړول): کله چې کور سم شو – یعني د مالي چارو سمون، د کوچنيانو او لویانو ژوند، کورنۍ اړیکې، له اولاد سره اړیکې او چلند- نو بيا به د دغه کور غړي يو خوشحاله ژوند ولري.

کله چې یو کارکوونکی له خپل رئیس سره ښه اړيکه ولري؛ ذهن یې آرام وي. په همدې ډول کله چې د یو چا ټول کارونه منظم وي، له ژونده خوند اخلي.

دويم (زړورتيا): ډېری وختونه ډار او وېره د زړه تنګوالي او غمجنېدو لامل کېږي، سړی له مرګه ډاریږي، له بې‌وزلۍ ډاریږي، له دې ډاریږي چې څه بده پېښه ور ونه شي، له راتلونکي ډارېږي، په کار کې له ناکامۍ ډارېږي؛ چې دا ډول ډار يې ژوند تياره کړی وي او له خپل ژونده خوند نه شي اخېستلی.

له یوه نامعلوم او مجهول شي څخه وېره د ستونزو اصلي ريښه ده. کله چې د غم اسباب لرې وي؛ باید خوشحاله ژوند وکړو، خو که خدای مه کړه له غم او پرېشانۍ سره مخ هم شو، باید په زړورتيا او صبر مقابله ورسره وکړو. که څوک د ژوندانه له مصیبتونو وېره لري؛ عوامل او اسباب یې دې لرې کړي او بيا دې ځان متعال خدای ته وسپاري، له خپلو اوږو دې د وېرې او ډار پېټی لرې کړي او د الله تعالی په قضا او قدر دې باور ولري. الله تعالیٰ فرمایي:
وَإِن يَمْسَسْكَ اللّهُ بِضُرٍّ فَلاَ كَاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلاَ رَآدَّ لِفَضْلِهِ يُصَيبُ بِهِ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيم (سورت يونس، ۱۰۷ آیت)
ژباړه: که الله تا په کوم مصيبت کې واچوي، نو په خپله له هغه پرته بل څوک نشته چې دا مصيبت ايسته کړي؛ او که هغه ستا په باب د کومې ښېګڼې اراده وکړي، نو د هغه د فضل مخ اړوونکی هم څوک نشته. د هغه چې له خپلو بندګانو نه چا ته خوښه شي خپل فضل ورباندې پېرزو کوي او هغه بښونکی او رحم کوونکی دی.
کله چې مؤمن په خپل رب توکل وکړي، په زړه کې یې څه غم او پرېشاني نه پاتې کېږي، روح او روان یې ډاډه او ثابت‌قدمه وي، د دنیا لپاره داسې کار کوي لکه د تل لپاره چې پکې اوسېږي او د آخرت لپاره داسې کوشش کوي لکه سبا ته چې مړ کېږي. دا ژوند يو تېرېدونکی پړاو دی او په دې نه ارزي چې سړی ځان په غمونو او پرېشانیو کې ډوب کړي. په دې کې شک نشته چې پرېشاني، غمونو ته تسلیمېدل، له تیاره راتلونکي وېره او ځان ته د دردونو غټول، هغه څه دي چې ژوند له کمزورتياوو سره مخ کوي، لاسته راوړنې کموي او د پرېشانیو او سختيو د زیاتوالي سبب کېږي؛ ځکه نو له رواني فشارونو او سختيو سره باید مبارزه وشي.

ته نه شې کولای د غم مرغان له خپل سره وشړې، خو لږ تر لږه کولی شي ستا په سر يې د ځالو جوړولو مخنيوی وکړې.

تل په هغو څيزونو فکر کوه چې خوښي او خوشحالي درکولی شي او کوم څه دې چې ځوروي، له ځانه لرې کړه. له دې چې د اهلي څارويو سرلښکر وې، دا غوره ده چې د زمریانو په ټولي کې یو عادي فرد وې. په سهار کې د باران څاڅکي تا بايد په اوږدو سوچونو لاهو نه کړي، چې ايا دندې ته دې ولاړ شې او کنه؟!
له مجهول څخه وېره ناڅاپي نه پیدا کیږي، بلکې دا ستونزه په اوږده مهال کې د خپل منفي اغېز له لارې په موږ داسې غلبه کوي، چې په خپل ځان خبر نه يو.
ایمان غمونه او پرېشانۍ له منځه وړي او د موحدینو سترګې پرې پخېږي.