کور / هراړخیز / دفتري مدیریت

دفتري مدیریت

په دې لیکنه کښي به لووستونکي ددفتري مدیریت/منېجمینټ لاندي مسایل زده کړي:
1- ددفترمعنی او مفهوم
2- ددفتري مدیریت تعریف/ پېژندنه
3- ددفتري مدیریت عناصر
4- ددفتردمدیر وظایف
5- ددفتردمدیر وړتیا
6- ددفتردندي
7- ددفتراو نورو شعبو/څانګو ترمنځ په اړیکو پوهېدل
8- ددفترموقیعت انتخابول
9- ددفتر فرنېچر، سامان الات او قرطاسیه
10- دفتري چاپیریال
11- په دوسیو پوهېدل
12- دفتري راپور
13- دفتري سیاست اوغیبت
په منېجمینټ کښي ددفترسمبالول په خپل ځان کښي یو جلا مسلک دئ. خلګ په کلنو-کلنوپکښي زده کړه اومطالعه کوي او بیا ددفتري مدیر پر پوسټ کار کوي.
ما(مهربان) په دې لیکنه کښي له ویکیپیډیا او نورو انګلېسي سایټونو څخه هغه څه راټول کړي دي چي دهغو ورونو په درد خوړل کیږي چي په دفترونو کښي کار کوي او منېجمینټ زده کوي.
دفتر په لغات کښي (دکارځای)ته ویل کیږي چي مسلکي او اداري فعالیتونه پکښي اجرا کیږي. دغه فعالیتونه کېدای سي په انفرادي، ګډ، شخصي، انتفاعي، غیر انتفاعي اوپه دولتي شکل اجرا سي خو دټولو کارونو له پاره یودفتر ته ضروت سته.
دفتري مدیریت دپرسونل یا کارمندانو،دوسایلو سمبالولو،دکار دښې طریقې انتخابولواو دښه کاري چاپیریال رامنځ ته کولو ته ویل کیږي چي دهمدې دفتري مدیریت په نتیجه کښي یوه مؤسسه خپل هدف ته ځان رسوي. دفتري مدیریت په هره مؤسسه کښي تطبیق کیږي، دمؤسسې غټ والی او کوچنی والی پکښي شرط نه دئ. هغه کارونه چي ددفتري مدیریت له پاره ښه دي، باید عملي او هغه چي تاواني وي، باید مخنیوي ئې وسي.
ددفتري مدیریت عناصر: دفتري مدیریت لاندي عناصر لري:
1- کارمندان
2- وسایل
3- چاپیریال
4- هدف
ددغوپورته عناصرو دیوځای کولو له پاره یودفتري مدیر ته ضرورت سته چي دفتر سره سمبال او فعالیتونه په علمي او اقتصادي توګه سره تنظیم کړي.دفتري مدیر دکارمندانو لارښود،ملګری او ددفتردټولو ستونزو اوبریاو مسؤل دئ. ځیني کارمندان به حتماً په دې نظر وي چي (۱) دفتري مدیریت ډېر وخت مصرفوي او چنداني ګټه هم نه لري، (۲)کارمندانوته دي اجازه ورکړه سي چي په ازاد ډول وګرځي او په کوم ډول چي غواړي په هغه ډول دي ځانونه منظم کړي، (۳)ډېر نظم بیرته کاري فضا خرابوي.
خبره داسي نه ده لکه دغو کسانو چي فکر کړی دئ ځکه چي وخت په حقیقت کښي پیسې او شتمني ده. ددفتري مدیریت دقواعدواو معیارونو په وسیله موږ کولای سو چي: (۱)د پیسو، وخت او موادو دضایع کېدو مخنیوی وکړو، (۲) دفتري مدیریت د کارمندانو ترمنځ بې باوري له منځه وړي،(۳) اسناد ژر پيدا کیږي، (۴) دفتري مدیریت موږ ته ښئي چي تولیدات څرنګه تولید، تنظیم او توزیع سي، (۵) ښه دفتري مدیریت په دفتر کښي دوستانه فضا رامنځ ته کوي او په ښه فضا کښي کارمندان ښه کار کولای سي.
ددفتر دمدیر وظایف: په عمومي توګه ددفترمدیرلاندي عمده فعالیتونه اجرا کوي:
1- پلان جوړول، دفعالیتونو منظمول او کنترولول
2- ددفترموقیعت انتخابول
3- په دفتر کښي ښه فضا رامنځ ته کول او هغه فضا دوامداره ساتل
4- ددفتري وسایلو رانیول
5- مامورین انتخابول، حق الزحمه ورکول او هغوی کار ته تشویق کول
6- دمفاهمې سیسټم ته انکشاف ورکول
7- عامه اړیکي جوړول اوساتل
8- له اړتیا سره سم، ځیني نور مربوط کارونه اجرا کول
یو مسلکي دفتري مدیر بایدي پورته او نورو اداري مسایلو ته همېشه پاملرنه وکړي چي دمؤسسې مصارف کم او عواید ئې ډېر سي.
ددفتري مدیر وړتیا: دفتري مدیر باید لاندي وړتیاوي او خاصیتونه ولري:
1- په اکاډیمک ډول سالم او ښه روزل سوی شخص وي او دخپل مسلک څخه خبر وي.
2- شخصي خاصیتونه: دعزت خاوند وي، صادق وي، وظیفه پوه وي،علاقمند وي، دوخت پابنده وي، ښه سلوک ولري، صبر او زغم ولري، ښه اورېدونکی وي، او خندرویه وي.
3- درهبري مهارتونه ولري. خلګو ته قناعت ورکولای سي، شخړي حل کړای سي. کارونه په ښه ډول ووېشي او پر وخت ئې راټول کړي.
4- دفعالیتونو دتنظیم کولو ظرفیت ولري.
5- باتجربه وي، دمختلفونژادونودخلګو سره دکار کولوعلاقه ولري،مذهبونو او کلتورونو ته احترام ولري، دنارینه او ښځینه کارمندانو په وړاندي مناسب سلوک وکړي.
ددفتردندي: په يوه دفتر کښي لاندي ورځني کارونه اجراکیږي:
1- معلومات ټولول او تهیه کول
2- معلومات ثبتول
3- معلومات دلوړ منېجمینټ له پاره ترتیبول
4- ددفتر دارايي ښه ساتل
5- له دولت او خلګو سره ښې اړیکي ساتل
6- دمشتریانو خدمت کول
7- او نورددفتردننه مربوط کارونه، لکه پالیسي جوړول، خریداري کول او ددفتري مصارفو کمول