کور / تازه خبرونه / د ولسي جرګې غړي په کندهار کې د خپلو لمړنیو تحقیقاتو پایلي له رسنیو سره شريکي کړې

د ولسي جرګې غړي په کندهار کې د خپلو لمړنیو تحقیقاتو پایلي له رسنیو سره شريکي کړې

د ولسي جرګې له لوري د کندهار د هوايي ډګر د وروستۍ خونړۍ پېښي په اړه د ولسي جرګې غړي په کندهار کې د خپلو لمړنیو تحقیقاتو پایلي له رسنیو سره شريکي کړې . پلاوي دپيښي اصلي لامل د امنتي ځواکونو ترمنځ نه همږغي، د هوايي ميدان ته څېرمه غيري منظم او غيري قانوني تاسيسات او د پيښي پرمهال د ۲۰۵ اتل قول اردو له لوري د امنتي ځواکونو خاصي قطعې ته نه اجازه د ملکي تلفاتو د ډېرو سبب بولي . د پلاوي مشر عبدالحی اخندازاده وايي چي برید کونکي په ۲ موټرو کې هوايي ډګر ته ننوتلي ، او د هوايي ډګر په دخولي دروازو کې د واحدي رهبرۍ نشتون برید ګرو ته د ننوتلو زمینه برابره کړې . نوموړي زیاته کړه چي یاده پوځي سیمه کې د یو شمېر خصوصي شرکتونو فعالیت ، د شناخت او واسطې پر اساس د دوکانونو موجودیت او ځيني نوري ستونزي هغه عوامل دي چي دوی به يې په اړه خپلو تحقیقاتو ته دوام ور کړي .  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) د کندهار پر هوايي ډګر د وسله والو طالبانو د بريد د تلفاتو په اړه ويلي چي ٥٤ تنه پکښې وژل شوي او ٤٢ ټپيان شوي دي . یوناما زیاته کړې چي د وژل شويو په ډله کې د څلورو ماشومانو په ګډون ٣٩ ملکي نارينه دي او دغه راز ١٣ نور وژل شوي د افغان ملي پوځ سرتېري او ۲ ملي پوليس دي. اخندازاده زیاته کړه چي د برید سیمه د ۲۰۵ اتل قوال اوردو اړوند ده او د یاد قوال اوردو رهبري نده توانېدلې چي پدغه برید کې ولسي مرګ ژوبلي مخه ونیسي . د پلاوي غړی عطاالله حبیب : کليپ(ما سخت ډېر سخت درد احساس کړ یعني دغه ملکي تلفات چي رسیدلي دا په سل کې سل د قوال اوردو د قومندان د ناسمې قوماندې له وجي او موږ به خپل راپور دولسي جرګې عمومي غونډي ته وړاندي کړو ) . له امنیتي پلوه د کندهار د هوايي ډګر په احاطه کې دننه د تیري اونۍ دغه لوی برید چي ۲۴ ساعته يې دوام وکړ ، په تیرو ۶ کالو کې پدې ولایت کې یوه بې مثاله پېښه وه . سره له دې چي پدغه پېښه کې ملکي کاریګرو او کاروباریانو ته د سر دروند زیان پکښې ورسید خو دا پوښتنې لاهم د ګڼو کسانو په ذهن کې ناحله پاته ده چي څنګه تر لسو زیات برید کونکي دغه مهمي امنیتي سیمي داخل شوي .

 

صدیق الله پوپل کندهار