کور / تازه خبرونه / لوګرکې په بیلابیلو عملیاتو کې د یوماین جوړونکي په ګډون ۲۵۲۰کیلوګرامه امونیم نایتریت ونیول شول

لوګرکې په بیلابیلو عملیاتو کې د یوماین جوړونکي په ګډون ۲۵۲۰کیلوګرامه امونیم نایتریت ونیول شول

  1. د لوګرد امنیت ملي ریاست د راپور په اساس تیره شپه د برکې برک ولسوالۍ د بادخواب روغني په سیمه کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره شو، چې په نتیجه کې یوتن منصور د ببرک زوى چې په ماین جوړونه کې ځانګړی مهارت درلود ورسره دوه موټر سایکله د چاودیدونکو موادو ډک ، له موادو ډک دوه بالښتونه ، دوه حلقې بوشکي ماینونه ونیول شول.
    همدارنګه امنیت ملي د یولړ ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې چې د کابل ولایت د بګرامیو په ولسوالۍ کې ترسره شو په نتیجه کې ۳۶ بورۍچاودیدونکي مواد چې امونیم نایتریت دی او ۲۵۲۰ کیلوګرامه کېږي، ۱۵۰ متره لین ثانیه سوز، ۹ عدد پتاقي هدف ته تر رسيدو مخكي ونيول شول.