کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د برېښنا د نستوالي له امله انديښنې مخ پر زياتېدو دي

په کندهار کي د برېښنا د نستوالي له امله انديښنې مخ پر زياتېدو دي

نن پوره ۲۱ ورځي کيږي چي پر کندهار او لښکرګاه ښارونو هغه برېښنا هم قطع سويده چي مخکي به يې په ۴۸ ساعتونو کي ۲ ساعته د اوبو را کښلو د پاره استفاده ترې کوله.

د برېښنا له نستوالي يوازي عام خلک له ستونزو سره مخامخ نه دي بلکي روغتونونه، کلينيکونه، سوداګريز مرکزونه او د کوچنيو فابريکو چاري هم سختي اغېزمني سويدي.
که څه هم حکوتونو تل د کندهار خلکو ته د برېښنا په برخه کي د ستوتزو د ژر حل ژمني کړيدي خو کندهار او ۱۳ ولسوالۍ يې د تيرو نژدې ۴۰ کالو راهيسي د برېښنا له نعمته محروم دی.

image
د کندهار خلکو ولايتي او مرکزي حکومت ته د خپل احتجاجي ږغ رسولو او د برېښنا د ستونزو د جدي حل موندلو په موخه راتلونکې پنجشنبه سهار له نهه بجو په يوه سوله ايز لاريون لاس پوري کوي چي له غازي پارک څخه به پيل او تر کندهار ولايت مقام پوري به لاريون کوي او ( ولسمشره موږکندهار ته برېښنا غواړو) دشعار په ورکولو سره غواړي د خپل حق غوښتنه وکړي.
ټاکل سوېده چي ددغه لاريون د پاره سر له اوسه پر ټويټر او فېسبوک او همدا ډول په ښار کي پر خلکو د خبرتياوو ويشلو د پاره هلي ځلي پيل سويدي.

تبصرې پرانیستي‌

  1. ساحل تنها کنړ

    سلام هیله ده چی روغ او جوړیاست
    ساحل تنها یم له کنړ
    ډیرمننه کوم ستاسوسخه چی غوره خبریالان لری چی هر ځای پر وخت خبرونه نشروی ډیر زیات مننه کوم
    تاسو ټول دستایلو وړ یاست
    ډیر مننه کوم تنها کنړ