کور / شعر / څلور دي کال کي موسمونه ـ د ماشومانو شعر

څلور دي کال کي موسمونه ـ د ماشومانو شعر

څلور دي کال کي موسمونه
هر يو جلا لري خوندونه
لنډي سي شپې ورځي اوږدې سي
په دوبي ټول خولې خولې سي
له اوبو ډک چي يخ منګی وي
په دوبي يخ د چا زړګی وي
چي دوبی ولاړ سي، راسي منی
په وچو پاڼو ډک سي کلی
زنګوي وني تېز بادونه
ور رژوي يې وچ بلګونه
بيا ژمی راسي شپې اوږدې سي
ورځي سي لنډي او سړې سي
واوره اوريږي يا يخيان وي
پر صندلي راټول کوچنيان وي
بيا پسرلی سي وني شنې سي
په شنو وښو مځکي ښايستې سي
چيچيان راوزي له هګيو
چو چو کوي له ځالګيو
څلور دي کال کي موسمونه
هر يو جلا لري خوندونه

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۱۶مه نېټه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ http://ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه

دغه او د ماشومانو له پاره نور مطالب پر kochnai.com هم لوستلای سئ.