کور / سياسي / دشوروي نظام چا ړنگ کړ ؟

دشوروي نظام چا ړنگ کړ ؟

ددي ژباړي  نه مې موخه داده چي  تاسودشوروي نظام دړنگونکوله خولې دهغوي خبري ولولۍ اوبياپرې قضاوت وکړی  . ژ

دتاريخ څرخ په حرکت کښې وو

دکامرسانت .رو، روسی ژبې ورځپاڼه 

www.Коммерсант.ru

ژباړونکی : حبيب الله غمخور

2010.03.01

دگرجستان په پلازمېنه تبليس په ښارکي کښي دپخواني شوروي اتحاد دبهرنيو چارو وزير ((ادوارد شوارد نادزه  )) دخاطراتو کتاب د ((د تير اوراتلونکی په هکله تفکر)) په نامه له چاپ نه راووت . زه دلته يوه کوچنی برخه ددي کتاب نه را اخلم کومه چې په هغه کې ليکوال تلاښ کړی د((۱۹۸۰)) يمو کلنوپه دوران کې دشوروي اتحاد دبهرنی سياست داساسي ياکليدی مسايلو اودحاکم گوند دسياسي بيروپه دننه کښي دمناسباتو ، دشوروي اتحاد په تاريخ اوپه ځانگړې توگه دافغانستان په مسله کې دخپل رول او ونډی  په هکله څه ليکلې درنو لوستونکوته وړاندي کړم . 

 افغانستان  

هغه وخت چې ببرک کارمل اونجيب الله مسکوته راغله زه نوی دبهرنيو چارود وزارت مقام ته پشنهاد شوی وم اودملاقات کوونکودډلې (هيئت ) غړيتوب مي ترلاسه کړ .

مادگرباچف اوگروميکوسره هم په مشورتی غونډو کې گډون کاوه . هغوي  يعني ببرک کارمل اونجيب الله دخپل  وطن په هکله  موږ ته گزارش راکړ ،البته هغوي دافغانستان حالات ډير پېچلی  او ستونزی  اوپه  ډرا ماتيکه  بڼه ترسيمول . ما اوگرباچف تر دغه وخته موافقه کړې وه چې ژرياڅه موده وروسته به دخپلو پوځونو په راستنېدو سره  دامشکل حل کړو؛ ځکه موږ هلته کوم کارپر مخ نشوبېولاي ،په خاصه توگه  کله چې موږ په خپله دخپل هيواد په زياتو کورنيوستونزو کې لاس اوپښې وهلې . دمالي ،پوځی او انسانی نيروله درکه  افغا نستان موږ ته په يوجال بدل شوی و . بالاخره زموږ هيواد هم دسياسي اوپوځی پلوه  په هغه موقف کښي نه وو چې وکولاي شي دابار له ځان سره کش کړی . ددې ټولومسائيلو په هکله موږ ډير پخواچي گرباچف لاد شوروي اتحاد دکمونست گوند عمومی منشی نه و ټاکل شوی دتورې بحيرې د(( پتسونده)) په استراحتگاه کښې  پردي مسله خبري سره کړي وې . هغه وخت ميخا ئيل سرگيويچ گر باچف له افغانستان څخه دشوروي عسکرو دوتلو په هکله زماسره موافق واو دایې منلې وه چي له افغانستان څخه بايد شوروي پوځيان وايستل شي . 

مگر کله چې هغه ددشوروي اتحاد دکمونيست گوند عمومی منشی وټاکل شو، ددې مسلې په هکله ئي ديو څه احتياط لاره غوره کړه ،خو ماپدې وخت کښي چي گرباچف عمومی منشي و يوځل بيا له افغانستان څخه زموږ دپوځی قواودايستلو پر سر ددواړوتر منځ موافقه هغه ته ور پيادکړه ،تر څو با لاخره ئي افغانانوته وويل  ((زموږ پوځی  قواوی وزی  ،هرڅومره وسله چې غواړی موږ ئي تاسوته درکوو،هرڅه درکوو،ولي دهغه سازماندهي (ترتيب اوتنظيم ئې )  تاسو پخپل لاس کې واخلی .))

دافغانانو((دافغانانونه  هدف ببرک کارمل اونجيب الله  دی ،ژ )) وارخطا اوحيرانېدونکی چهرې ته کتل دتاسف وړوه ، ځکه هغوي  هم دداسي خبرید اورېدولپاره تياري نه درلوده . ياپه بله اصطلاح دوي دشوروی  له مشرتابه څخه دداسي خبری داورېدو انتظار هيڅوخت  نه درلود ، چې هغوي  ووايي  چې ز موږ پوځی قواوي له افغا نستان  څخه  وزي . 

دوه کاله نور تير شوه ومي ليدل چي اوبه له ځايه ونه ښورېدې يعنې  پدي هکله هيڅ کوم عملی گام   پورته نشو . هغه وخت چې دکمونيست گوند ((۲۷))  کنگره دايرېدل ،مادميخائيل سيرگېويچ  گرباچف نه وغوښتل چې دشوروي اتحاد دکمونيست گوند ((۲۷)) کنگرې ته په اساسي وينا کښی دافغانستان څخه دشوروي قواود ايستلو طرحه  شامل کړی . هغه داطرحه   دکنگرې په اساسي رپوټ کښي شامله کړه،مگر دگوند دمرکزی کمېټې  د سياسي بيروپه دننه کې ډيره لويه  غوغاجوړه شوه اوددې خبري سره مخالفت وشو. ډير دهغه سره موافق نه وه خوبيا  ئې هم  نشوه کولاي داسي مخالفت وکړی چي خبره بيرون راووزی اوسروصدا جوړه شی . وروسته داسي اوازی اورېدل کېدې چې ممکن گرباچف له دې خبری نه تيرشي ،پدې هکله زماسره هم تشويش راپيداشو. مخکې له دېنه چې کنگره پيل شی ،کنگرې ته  دگرباچف  د اساسي وينا وروستۍ بڼه يوه کاپی ماته راکړه  شوه . داسي معمول و چې د سياسی بيروهرغړي ته داساسي وينا دمتن يوه کاپي ورکول کېده تر څودوينا له متن سره بلدوي .کله چي مادامتن ولوست ومي ليدل چي دافغانستان په هکله هيڅ خبره نشته اوله افغا نستان څخه دشوروي قواو درا ستنېد و مسله نده مطر ح شوې . دشپې يوه بجه وه دگرباچف کورته مې زنگ وواهه که څه دشپې ډير ناوخته و،خوهغه تل زماتليفونوته ځواب وايه ،ما هغه  ته وويل  (( داساسی  گزارش  وروستۍ بڼه مي تر لاسه کړه ،مگرد لته افغانستان نشته .)) هغه په جواب کې راته وويل (( ممکن يوڅه نور وخت  ته هم اړتياوی ؟)) ماورته وويل (( پس پدې صورت کښې زه په خپلوعادی جملو په کنگره کښې له افغانستان څخه دشوروي پوځۍ قواوو دوتلوداړتيا مسله مطرح کوم .خلک به زمانه ملاتړ وکړی اوتاسو به په ډير بدموقف کښي  واقع شی . )) گرباچف راته وويل (( څه وايي ، څه وايي ،اياداسي ممکنه ده !))

ما هغه څه چې  لازم وه چې په ډير جديت سره  مې ورته ويلي واي ،ورته وويل ، هغه جواب راکړ ((  وی به ، سبا زه ستانظريه په گزارش کښي ځايه وم .)) 

يوه ورځ وروسته کله چي مادکنگري تالارته دتگ لپاره تياری نيول گرباچفراغلی او په مصالحه اميزه لحجه   ئې  راته وويل ((هغه وظيفه چي دي راسپارلې وه ، ترسره شوه !))

د۱۹۸۸ ميلادي کال د جنوری دمياشتي پر پنځمه ئې زه اودمرکزی کمېټې منشی ښاغلی دوبرېنين ئې کابل ته ولېږلو . پدې سفر کښې زموږ لوي اومشکل ترين کار دپوځيانوسره لېدنه وه . ماپه يولوي تالار کښي چې دخلکو نه ډک وو (هدف د شوروي پوځ افسران دی ،ژ) ويناوکړه ،چي دگډون کونکو له قهراوچو پتياسره مخامخ شوه، نه سوال اونه جواب، پوځيانوونه غوښتل خبری وکړي . 

ولی ؟

آخرهلته يعنی په افغانستان کښي انسانان وژل شوی وه !

ولی هغوي خبري  ونه کړې ؟ 

پدې خاطر ئي خبري ونکړې ، چي ددوي لپاره پدې هيواد کې  دوسلو اومخدره موادو سوداگرۍ باد راوړۍ  درامد درلود ،يعني لدې لاری هغوي ډيري  مفتی پيسې پيدا کولې ،ژ .

که څه هم ددې محفل گډون کونکو لويه برخه نيک نامو افسرانو جوړوله  .مگر بياهم  ټول چوپه خوله وه ،حتا کله چې ماوويل (( تاسو وطن ته ستنېږی ،هلته ستاسو کورنۍ ستاسوراتگ  انتظار باسی  .)) بياهم  هري خوايوه عجيبه چوپتيا حکمفرماوه ،يوه خسته کنه اوتحريکوونکې  چوپتيا! چې دسړی درد ورته راتلۍ .

خو دانوره ددرک وړوه ،سړۍ پوهېده چې ولي داسي حالت غوره شوی دی ؟  ځکه هيڅوک نه پوهېده چې په وطن کې  به دوي ته څه انتظار لري ، دژوند بڼه به ئې څنگه وي ؟  بې کوري  ،فقر ،داردو داتوريتې مسخره کېدل ، ماته خوړل . په هر حال ، داسي يا هغسی په افغانستان کښي زموږ پاته کېدل زموږ په گټه اوخيرنه وه ،په آخر کښي موږ خپل عسکر له افغانستان څخه  راوايستل  .

يادونه : اندري گروميکو دشوروي اتحاد  دبهرنيو چارو ډير مشهور وزير وواوپردي چوکۍ دزياتي مودې  لپاره پاته شو،هغه دکمونيست گوند دمرکزی کمېټې سياسی بيروغړيتوب هم درلود. ژ

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

اعرتراف خيانتکاران 

نامۀ مردم   دايران دتودي گوند مرکزی

ارگان  ((۵۷۵)) گڼه ۱۳۷۸ ل کال 

 

ميخائيل گرباچف : ((هدف من درزنده گی سرنگونی کمونيسم بود))

شگفت  آور نيست ،ولي باوجود اين قابل توجه است، که آخرين  رهبر اتحادشوروی ودبير اول حزب کمونيست  شوروي ميخائيل گرباچف با چي صراحتي قدم به پيش گذاشته واعتراف مي کند که ،هدف سياسی وی درهم شکستن کمونيسم بوده است .گرباچف آخيراطی سخنراني که در دانشگا ه آمريکايي  انکارا ( انقره ) داشت ،اظهار کرد : ((هدف زند گي من درهم شکستن  کمونيسم بود که يک ديکتاتوري درد اور  براي مردم بود. اين عقيده را همسر مرحومم درمن تقويت کرده بود. بيش از همه مايل بودم اين کار را زماني انجام دهم که به بالا ترين مقام رسيده باشم .زماني که با غرب وايده هاي آن  اشنا شدم اين عقيده درمن قطعي وقوي تر شد که من مي بايد راهم را از بقيه رهبران شوروی وحزب کمونيست جدا کنم ،وهم چنين ديگر رهبران کشور هاي سوسيالستي  را به اين کار وادار کنم . ايده ال من راه سوسيال دموکراسی  بود،اقتصاد برنامه ای جلو قدرت مردم  راسد کرده بود ومردم نميتوانستند پيشرفت کنند. تنها قدرت بازار ميتواند به پيشرفت مردم  بيانجامد . من  براي رسيدن به اين هدف همکاراني را پيدا کردم ، در درجه اول ((ياکولف وشواردنا دزه ))، که سهم عمده اي درشکست کمونيسم  داشتند . 

يادونه  : ولاديمير ياکولف هم دشوروي اتحاد دکمونيست  گونددمرکزی کمېټې دسياسي بيرو غړی و.

من يک آرزو داشتم که ، شوروي در داخل مرزهاي خود ولي بامحتوي دمو کراتيک ،متوقف شود. من موفق نشدم ،يلتسين  با حالتي بيمارگونه به دنبال قدرت بود،هيچ اعتقادي به يک حکومت دموکراتيک نداشت . او اتحاديه کشورهاي سو سيالستي را منحل کرد وبدين وسيله باعث  هرج ومرج وتمام  ضعف ها گرديد . روسيه بدون اوکرائين ،قزاقستان  وکشور هاي ناحيه قفقاز يک قدرت جهاني نبودودرنهايت سبب  هرج ومرج  مي شود. اين کشورها فاقد ايده اند در اينجا بايدايده ها ي غرب ، دموکراسی ،بازار وحقوق  بشر حکم فرمايي کند . زماني که يلتسين  اتحاد شوروي را منحل کرد ومن از کرملين بيرون انداخته شدم ،صدها روزنامه نگار ادعاکردند که من گريه کردم ،ولي من گريه نکردم ، به دليل انکه من به هدف اصلي ام ،((درهم شکستن کمونيسم ،دست يافته بودم  .)) گرباچف در ادامه سخنرانی خود،اظهار  تاسف می کند که ،درسال ۱۹۸۹ چنان موقعيتی برايش فراهم نشد که دانشجويان  را در چين تشويق به ادامه تظاهرات  شان کند . اواظهار داشت : ((من در دوره تظاهرات  دا نشجويي در ۱۹۸۹ که ميتوانست باعث شکست  کمو نيسم در چين بشود، در پکن بودم . من مي خواستم با دانشجويان در ميدان دروازه صلح آسماني صحبت کنم و به آنها بگويم به تظاهرات خود ادامه دهند وما آنها را حمايت مي کنيم وآنها نياز به يک پر سترويکا در چين دارند،منتها رهبري چين اين را نمي  خواست واين سبب  زيان عظيمي بود . چنانچه کمو نيسم  در چين سرنگون شده بود،مدتها قبل  دنيا به صلح وعدالت دست يافته بود.  )) 

تعجب آور نيست که گرباچف در حال حاضر از موهبت يک زندگي لکس به عنوان مهمان در سمينار هاي بين المللی حاضر شده وبراي هر سخنراني حدود نيم تا يک ميليون دلار دريافت ميکند. 

به نقل از نشريه  سويدي ((پرولتر ))  شماره ((۵۰)) ۲۲ دسامبر ۱۹۹۹

اړينه يادونه  : که څه هم دا اسناد ماته ډيره موده پخوا ددوستانو لخوا رالېږل شوی وه ،خودزيات ناوزگارتوب له امله مي نشوه کولاي دغه لنډ مطلب له روسی ژبي نه را وژباړم  . ددي ژباړي  نه مې موخه داده چي  تاسودرانه لوستونکی دشوروي نظام دړنگېدونکوله خولې  دهغوي خبري ولولۍاوبياپري قضاوت وکړی  .

دامنم چي دگران افغانستان څخه  دشوري سابازانودتلو يوله لويو عاملو څخه پرخاوره منيو افغانانواوهغو چي دپردی بوټ ئې په خپله خاوره کښي نشو منلاي ،اونه ئي دپردی هدايت پلی کولاي شو دقربانيو پايله ده ، هغوي دخپل سر په قيمت  شوروي قواي  له افغانستان څخه وتلوته اړيستل ،خو خپل شيرين ژوند ئې دلاسه ورکړ .ماشومان  اوکونډی  ئي پاته شول ،چي همدا اوس په ډيرو دربدرو اوستونزمنو شرايطو کښي ژوندکوي  .   که دافغانو شا ه زلمو دسر په قيمت روسان له افغانستان  نه وتلو ته اړ شول ،له بلې خوا ددوي پر شهادت او سرښنده دادۍ اوس د پېژندل شویوکسانولخوا په يوه اوبل نامه  سياسي سوادگري  روانه ده . ځيني  پر برېتو لاس تيروی  او وايي موږ  داوطن  آزاد کړ اوشورويان  مو له افغانستان څخه ايستلو ته مجبورکړ ه . که څه هم  دوهم ځل بياپه دولت کښي دبهرنيانو لپاره چوپړ دوي ته دا زمينه برابره کړه چې  په دولت کې غوښن ځاي ولري اوپه برکت ئي په داخل او خارج کښي آسمان خراشه بلډينگونه جوړکړی ، دتارياکو اوهيروئينو سوداگري پر مخ بوزي ،پردې ټولوسربېره  دوي  بيا هم په دولت کي خپله ونډه کمه بولي او وايي نور هم بايد واکمن شي  .

ددې دوليکنو دقيقه لوستنه  هغوگرانوهيوادوالوته چې له دغې مسلې سره علاقه لري مشوره ورکوم ،تر څو  درانه لوستونکی  پدې پوه شي چې دانظام چا ړنگ کړ ،ايارښتياهم  دشوروی نظام په ړنگېدو اوله افغانستان څخه دشوروي پوځ په وتلوکښي دغه کسان چي هره ورځ  پر برېتو لاس تيروی  اوددي کاردسرته رسېدو لافی وهی  رول  درلود؟ 

زه پدې باور يم چې  واقيعت بل څه وو، ددغوکسانو (گرباچف او شوردنا دزه ) اويوشمير نورو په هڅونه کښې هم يوچا رول درلود . زه هغه وخت په شوروي کښي وم ،هلته  به ځينو دنظر خاوندانو په خپلو خبرو کې ويل چي دآمريکا دڅارگرئ  ادارې سي آي ايې  (CIA )  وه چې  دا نظام ئي ړنگ کړ  ، دوي ډير پخوا آن دځوانۍ په وخت کې ئي  له مخائيل سيرگېويچ  گرباچف سره اړيکې نيولې وې اوځينو به بيا داړيلو ليکه  حتا دگرباچف  تر کورنۍ پوري رسولې،همدا ډول له شوردنا دزه سره  ئې هم  ديادشوی سازمان  داړيکوخبر ي کولې .  دوي به  ويل دغې دڅارگری ادارې  تلاښ کاوه گرباچف دخپلي ميرمنې  ((رايسا ماکسيموفنا گرباچفوا )) پوسيله  دشوروي نظام ړنگېدو ته  هڅول کېده . ديادولو وړ ده چې دگرباچف ميرمنې دهغه په ټولو کاروکښې مدا خله کول اوهغه ئي کنترولاوه اولازمې لارښودنې اومشوري ئي ورکولې ،ځکه خو گرباچف هيڅ کوم ځاي ته تنها په سفر نشو تلاي . روسانو به دسي اي ايې  دپيژندل شوي کارمند برژينسکي په يوه مشهور کتاب کښي دا ټکۍ دخپلو خبرو دپخلی لپاره ياداول  چي هغه ليکلې وه :(( شوروي نظام په زورنشي ړنگېداي  اړينه ده چې دنظام په دننه کښي دهغه دړنگېدو امکانات برابر شي ))،دبرژينسکي دا خبره روسي څېړونکو داسي تعبيره ول چي برژنسکی په دغه پروژه خبر وچې يوه ورځ به دانظام  له دننه څخه دمشرتابه پوسيله ړنگېږي هغه ددې پلان يوله مشهوروکسانو څخه دی  . ځکه خو په ۱۹۹۲ م کال داسي صحنه سازي هم  وشول چي گرباچف دخپلي کورنۍ سره  توري بحېرې ته داستراحت لپاره ولاړ  اوپه مسکوکښي دباريس نيکولايويچ لخوا پداسي حال کې چي دټولودولتي ادارومشرانوپه ځانگړې توگه ((اردو ،پوليسو اوکي جي بې )) دگرباچف نه گويا دفاع کول تر سلسله کارو وروسته يو شمير گرباچف پلوه ونيول شوه اوپه پارلمان کې دپارلمان رئيس ،مرستيال اويو شمير نورو کسانو مقاومت ته دوام ورکړ،اودپارلمان په ماڼۍکې سره راټول شوی وه ، دوې ورځی  وروسته دپار لمان  پر ماڼۍ دعادي توپونو  پوسيله څوفيرونه وشول ،اودباريس نيکولايويچ  مخالفين تسليم شول  ،گرباچف له توري بحيرې  نه دجمهوري رياست  په الوتکه کښې   مسکو ته راوستل شو،ډير ژر ټول واک باريس نيکولايويچ ته تسليم  شو او گرباچف له ټولو مقامونه گوښه  اودشوروي نظام دړنگېدو دوهمه پروسه دباريس نيکولايويچ  اودهغه دطرفدارانو پوسيله پيل شوه . داچي داکودتا څنگه سازماندهي شول اوڅنگه دانظام ړنگ شو،تر اوسه يوه لويه اوتاريخي معما ده ، ځکه خلکو داسي هم ويل ،کله چې باريس نيکولايويچ  دپارلمان ماڼۍ محاصره کړې وه دحملې  په وروستیو شپو او ورځو کښې  محاصره کونکوته دامريکا له سفارت نه داوبو په ټانکرو کښي الکهول راوړل کېده ترڅو دپارلمان محاصره کونکی هغه وڅښی .

خلکو به ويل دوي دامريکا خلک دي اودچور لپاره ئي دولتي قدرت ترلاسه کړ . زماسره داسي اسناد نشته چي داثابته کړی چې رښتيا هم دوي دآمريکا دوستان وه  اوکنه  دادهغه هيواد دخلکو اوڅېړونکو دنده ده .مگر دپخوانی شوروی اتحاد دملي شتمنيو د((پراواتيزاڅۍ يه)) تر نامه  لاندي  دجگپوړو چارواکو  لخوا چور پر سر دسياليو اوقانوني لارو جوړېدوشاهد وم . ۹۵ په سلوکې هر حه دلاسه ورکړه او پنځو په سلو کې هرڅه  يوعني دپخوانی شوروي اتحاد ټوله شتمنی تر لاسه اوغصب  کړه . 

همدا اوس هم ،همدغه کسان تر بل هرچادزياتی شتمنۍ اوسرمايي خاوندان دي دوي دی چي يو اوبل دولتي واک ته رسولاي شي . زما په وطن کې اوس چور روان دی ځکه ځانته اخلاقأ حق  نه ورکوم دبل چاپر ناخوالو خبري وکړم  ،بهتره به وي چې خپل کور او ولس دچپاولگرو له منگولونه خلاص کړو. پا ي