کور / راپور / کانونه، مخدره توکي او د بیان ازادي (په قطر کې درېیمه ورځ) – ډاکټر ځلاند

کانونه، مخدره توکي او د بیان ازادي (په قطر کې درېیمه ورځ) – ډاکټر ځلاند

Dr. Faiz Zaland ډاکټر ځلاندډاکټر فیض محمد ځلاند

له نړۍنيوز څخه په مننه

نن د ډسمبر په لومړۍ، ۲۰۱۶ ز کال، مو په قطر کې له طالب استازو سره د مخامخ ناستې درېیمه غونډه د سهار په لسو بجو پیل او تر دوه نیمو بجو د ماسپښین یې دوام وکړ. په نننې غونډه کې د طالب په استازولۍ د قطر د دفتر مرستیال عبد السلام  حنیفي صیب، شیخ سید رسول حلیمي صیب، ډاکتر صیب مزارګل صالح، ډاکتر صیب نعیم، جهانګیروال صیب، قاري صیب حنیف، مسرور صیب او ځوان احمد صیب ګډون درلود.

غونډه د قدرمن حنیفي صیب په مشرۍ پیل شوه. حنیفي صیب له کابل څخه راغلو میلمنو ته ښه راغلاست او هر کلی ووایه، غونډه یې ډیره مهمه وبلله او دارنګه یې د تیرو دوه ورځو د ارزوني په اړه وویل چې طالب استازو ډیر نوي څه واوریدل، بحث یې پرې وکړ او ډیر څه یې له دې غونډو څخه تر لاسه کړل.Taliban Qatar Peace talk

په قطر کې د طالبانو استازي له درېوو ورځو راهیسې له یو شمېر افغان رسنیزو او سیاسي فعالانو سره خبرې کوي په قطر کې د طالبانو استازي له درېوو ورځو راهیسې له یو شمېر افغان رسنیزو او سیاسي فعالانو سره خبرې کوي
د غونډې د اجندا د پاره یې د کابل میلمانه وپوښتل، ما (ځلاند) د نننۍ غونډې د اجندا په اړه درې سکالوګانې بحث ته وړاندې کړي:

د افغانستان ملي شتمني (کانونه) او د هغوی مدیریت: په دې وروستیو کې داسې راپورونه له رسنیو سره شریک شوي چې طالبان له سیمه ییزو زورواکو، د حکومت له فاسدو چارواکو او مافیایي کړیو سره د کانونو په ناقانونه کېندلو او قاچاق کې مرستې ته لستوڼې بډ وهلي دي. په دې برخه کې د طالب استازو څخه پوښتو چې ایا دا حقیقت دی؟
د افغانستان له ملي شتمنیو سره ورته برخورد به د افغانستان روانه جګړه لا ژوره او غښتلي کړي چې په دې کې به بهرنیو کړیو ته د افغانستان د ملي شتمنیو د چور او تالان زمینه برابره شي.
دویم بحث د مخدره توکو د کرکیلي قاچاق بحث دی: دا حقیقت دی چې طالبانو په ۲۰۰۱ کې د یو فرمان له مخې د مخدره توکو کرکیلې، قاچاق او استعمال مخه ډب کړه، خو د امریکا له راتګ را پدیخوا نه یواځي د مخدره توکو کرکیله او قاچاق زیات شوي، بلکې د معتادینو شمیر له هر بل وخت زیات شوی دی، چې دې شمیرې د ټولنیز ناروین بڼه اختیار کړي ده. د مخدره توکو د کرکیلي او قاچاق په برخه کې افغان حکومت ملامت دی، خو دا هم معلومه خبره ده چې د مخدره توکو کرکیله په هغو سیمو کې هم په لوړه کچه کیږي چیرته چې واک او اختیار د طالبانو دی. ایا طالبان نور د مخدره توکو له کرکیلي او قاچاق سره ستونزه نه لري؟ ایا مخدره توکي د طالبانو د پاره د مالي سرچینې بڼه غوره کړي او که څنګه؟
درېیم ډیر مهم بحث په شمال کې د جګړې زیاتوالی دی: د دې جګړې بڼه څنګه ده؟ څوک د طالب په لیکو کې په شمال کې جنګیږي، ایا د منځنۍ اسیا د هیوادونو د نارامولو پروژه ده، د نوموړیو هیوادونو سخت دریځي د افغانستان په شمال کې د طالب په لیکو کې جنګیږي او که څه نور لاملونه د دې جګړې د پراخیدو دلیل بللی شو؟
زما له خبرو وروسته عبد الطیف نظري صیب د افغان جګړې په پیچلتوب بحث وکړ، د امریکا شتون یې د جګړې اصلی دلیل وباله، د امریکا نظامي شتون یې په سیمه کې د امریکا د ستراتیژیکو موخو د پاللو پلمه وګڼله او په دې توګه یې اختصارا وویل چې امریکا د جګړې له غځیدا څخه د خپل اوږدمهاله پاتې کیدو جواز تر لاسه کوي. نظري صیب د رواني جګړې تر ټولو خطرناک ډول د فکري جګړې بڼه منعکسه کړه، هغه تاکید وکړ چې امریکا د ولسي ذهنیت د مغشوشولو له لارې غواړي د اشغال دوام ته لار هواره کړي او په دې برخه کې له هر ډول وسیلي کار اخلي.

د پورته ذکر شویو پوښتنو په ځواب کې حنفي صیب لاندې مهمو نکتو ته اشاره درلوده:

د خبرو پیل یې په دې ایت وکړ : وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ.

حنفي صیب تاکید وکړ چې د مخدره توکو د کرکیلي، قاچاق  او استعمال په اړه د مرحوم ملا محمد عمر صیب فرمان اوس هم جاري دي، د طالبانو پالیسي همدا ده چې د مخدره توکو کرل منعه، قاچاق جرم او استعمال یې بند دي. ده زیاته کړه چې د نړیوالو راتګ د مخدره توکو کرکیلي، قاچاق او دارنګه اعتیاد ته زمینه برابره کړي ده، د مثال په ډول په هلمند کې څه د پاسه شل زره ۲۰۰۰۰ انګلیسي پوځیانو شتون درلود، په همدې شمیر امریکايي پوځیان هم په هلمند کې میشت ول، خو هلمند بیا هم د افغانستان نوي ۹۰٪ سلنه مخدره توکې صادرول، دا څنګه ممکنه ده چې دومره ګڼ شمیر بهرني پوځیان دې په یو ولایت کې موجود وي، هوایي ځواک دې ورسره وي، بې پیلوټه الوتکه دې له هوا څخه هر څه څاري خو بیا دې هم دا ولایت د ټول هیواد نوي سلنه مخدره توکي تولیدوي؟

له دې څخه معلومیږي چې د مخدره توکو په کرکیله او قاچاق کې د بهرنیان شتون لازمي دی. دویم دا چې د مخدره توکو د کرکیلي او قاچاق د بندولو دنده د افغان حکومت ده، په دې مانا چې افغان حکومت په میلیاردونه ډالر بودیجه د دې توکو د کښت د منع کولو او درانګه د قاچاق د مخنیوي دپاره تر لاسه کوي، خو حکومت دا کار نه ترسره کوي، ځکه حکومت په دې باوري دی چې په یو ځل د کوکنارو د کښت منع کول به دوی له ولس سره په تقابل کې واچوي، دوی ته به ستونزې را ولاړي کړي، د حکومت او خلکو تر منځ به واټن پراخ کړي، بل دا چې خلک د کوکنارو د کښت په وړاندې معادل کښت ته لاسرسی نلري، له مجبوریته دا کار کوي، اوس پوښتنه دا ده چې حکومت د کوکنارو د کښت د پاره دومره جوازونه لري، نو څنګه دا تور په طالبانو پورې کیږي چې ګواکي دا کښت د طالب په غوښتنه او ملاتړ کیږي، او یا دا چې طالب ولي د دې کښت مخه نه نیسي؟ طالب د ولس د غربت، فقر او د معیشت د بدیل ستونزه څنګه حل کړي حال دا چې په مسلحانه جګړه کې ښکیل دی.

د پورته حقیقتونو سره سره، طالبان د مخدره توکو د کښت مخنیوي خپله دنده او مسوولیت ګڼي، په دې برخه کې به د راغلو میلمنو غوښتنې او سپارښتنې وڅیړلی شي، او د بندیدو د پاره به یې لارې چارې په ګوته شي.

دویم د کانونو موضوع، حنیفي صیب وویل چې د کانونو د چارو د مدیریت او تنظیم د پاره طالبانو یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړی چې یواځينی مسوولیت یې د کانونو حفاظت او ساتنه ده. دوی مسوولیت لري چې د کانونو غیر مسلکي کیندنو مخه ډب کړي، د کانونو د چور او تلان مخه ونیسي، خو له بده مرغه د افغانستان نوي سلنه او یا زیات د حکومت، زورواکو او چورواکو په ولکه کي دي. د طالبانو د کنترول په سیمو کې د کانونو شتون بیخې کم دی. د حکومت په ملاتړ په ګڼو سیمو کې محلي زورواکي د کانونو چور او تالان ترسره کوي. په دې برخه کې د رسنیو، افغان حکومت او یا هم بهرنیانو ټولي ادعاوې بې بنسټه دي چې ګواکي طالبان د سیمه ییزو زورواکوسره په ګډه د کانونو چور او تالان کوي، که داسې کوم مثال زموږ په وړاندې راوړلی شي، موږ به یې څیړنه وکړو او تاسو ته به ځواب درکړو.

د بدخشان د زمردو د کانونو په اړه قاري صیب حنفي وویل چې له تیرو ۳۸ کلنو د بدخشان کانونه د محلي زورواکو لخوا چور کیږي، د رباني په وخت کې دا کانونو د نجم الدین خان چې محلي قومندان و، چور کیدل، د نجم الدین له مړیني وروسته  دا کانونه د زلمي مجددي لخوا تالا ترغه کيدل څوک چې په ولسي جرګه کې وکیل دی او د کابل له حکومت سره نژدي اړیکې لري. په دې وروستیو کې مجددي د یو بل سیمه ییز زورواکي قومندان مالک لخوا وشړل شو، مالک اوس شپږ سوه مسلح کسان په سیمه کې لري او د کابل د اداري نژدي ملاتړی لري، او د کانونو د چور او تالان دنده لري. د دې کانونو د چور پیسې د کابل له ادارې سره شریکیږي. قاري صیب وویل چې رسنۍ اکثره وخت د طالبانو غایبانه محاکمه کوي، او اکثره یې غایبانه جنازه ترسره کوي، که رسنۍ د کانونو د قاچاق او غیر مسلکي کیندونو په اړه د راپور جوړولو تابیا لري، طالبان حاضر دي په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي تر څو حقایق روښانه شي.

درېیم د شمال جګړه (عبد اسلام حنیفي صیب د فاریاب ازبک دی)، حنیفی صیب وویل چې په شمال کې له ۲۰۰۷ څخه را پدیخوا د سیمه ییزو خلکو له خوا مقاومت ته لار هواره شوه، هلته جنګیدونکي طالبان ( ترکمن، تاجک او ازبک) ټول د سیمي اوسیدونکي دي، د منځنۍ اسیا اوسیدونکي په کې ګډون نلري. که چیرته کوم یو دوه کسان وي، هغوی دومره اغیزمن نه دي. په شمال کې اوس له جنوبه ډیرې پراخي سیمې د طالبانو په ولکه کې دي، ځکه د سیمي د خلکو ملاتړ له طالبانو زیات شوی دی.

طالبان د منځنۍ اسیا له هیوادونو، چین، روسیي سره د ښو اړیکو د ساتلو تابیا لري، طالبان به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاوري څخه د ګاونډیو هیوادونو په خلاف کار واخیستلی شي. طالبان د امارت په وخت کې هم، اوس هم او په راتلونکي کې به هم خپل ټول تحرکات د افغانستان تر جغرافيې محدود وساتي، له ګاونډیو هیوادونو سره به د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې وپالي. طالبان د داعش خلاف دي، دا په دې مانا نه دي چې طالب د روسي د ملاتړ د پاره له داعش سره جنګیږي، نه بلکي داعش افغانستان ته له بهر څخه راغلي پروژه ده، نو ځکه طالبان ورسره جنګیږي.

د پورته پوښتنو له ځواب وروسته، شیخ حلیمي صیب د رسنیو استازو ته په اشاره وویل چې دی غواړي د بیان د ازادۍ د اصل په اړه خبرې وکړي. د بیان ازادي شیخ صیب د اسلام له اساسي اصولو څخه یاده کړه، تاکید یې وکړ چې په اسلام کې د بیان ازادي د هر انسان د اساسي حق په توګه یاد شوی دی، طالبان د دې حق د ملاتړ ټټر وهلی دی. خو د بیان د ازادۍ ځینې مهم اصول دي، هغه باید په هر صورت کې مراعت شي، کوم چې په لاندې توګه دي:

د بیان ازادي باید د ملي ګټو خلاف نه وي.
د بیان ازادي به ملي اسرار نه رسوا کوي.
د بیان ازادي به د هیواد د خپلواکۍ خلاف نه وي.
د بیان ازادي به د جغرافیوي ویش او ملي ارضی تمامیت خلاف نه وي.
د بیان ازدي به د شریعت او د اسلام د سپیڅلي دین د اصولو ـ فرایضو خلاف نه وي.
د پورته بیان وروسته، شیخ صیب وویل چې د بیان د ازادۍ ساحه  باید معلومه وي:

د خلکو له حقوقو ملاتړ ـ لکه د ښوونې روزني، کرنې، ټول ګټو له پروژو …
د عامه ګټو او مصلحتونو را سپړل او منعکس کول.
د حکومت هغو کارونو باندې نقد چې د ولسي ګټو خلاف وي، حکومتونه پخپلو نیمګړتیاوو پوهول او متوجه کول.
د چا له شخصي ژوند سره کار نه لرل.
شیخ صیب د مخدره توکو په اړه افغان حکومت چلنج کړ، هغه وویل چې امارت به د مخدره توکو کښت په هغو سیمو کې په یوه ورځ کې بند کړې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، ایا حکومت د دې ضمانت کولی شي چې دوی به هم د مخدره موادو د کرکیلي او قاچاق مخه ونیسي؟

دارنګه شیخ صیب وویل چې تاسو د انسان وژني بحثونه په تیرو دوه ورځو کې کړي، چې افغان وژنه دې بس شي. شیخ صیب وویل چې زه امریکا او د کابل حکومت ننګوم چې طالبان به اوربند اعلان کړي، ډز بندیز به وکړي، د جګړې د دریدا اعلان به وکړي، ایا امریکا به د چین، امنیت شورا، ملګري ملتونو، د اسلامي کانفرانس تر ضمانت لاندې دیته حاضره شي چې له افغانستان څخه به خپل پوځیان باسي؟ که امریکا دا کار وکړي، جګړه او افغان وژنه به په یوه ورځ کې بنده شي.

د نننۍ ناستې په اوږدو کې ګڼو نورو مسلو او پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شول، چې د جګړې د دوام، د روان بحران د ژوریدا، د طالبانو له لورې د سولې د هڅو د تتوالي او په لویه کې د جګړې څخه د وتلو د پاره د ستراتیژي د نه شتون په اړه یې ناویلي خبرې را وسپړلي، د دې او ورته نورو خبرو په اړه به لا زیاتي لیکنې په لنډ وخت کې له قدرمنو ځوانانو سره شریک کړو، تر څو د ګران وطن د ورانۍ، بربادۍ مخه ونیولی شي. حقایق را برسیره شي، ځوانان خپلو مسوولیتونو ته متوجه شي او بلاخره د ولس په ملاتړ له روان ناورین څخه د وتلو مناسبه لار اختیار شي.