کور / د ډيورنډ کرښه / ډيورنډ کرښه Durand line

ډيورنډ کرښه Durand line

صفيه حليم

صفيه حليم لراوبرصفيه حليم

د نولسمې ميلادي پېړۍ تر پایه انګريزان د افغانستان سره په دوو جنګونو دې نتيجې ته ورسېدل چې هغوی دا سيمې نورې نشوې کنټرولولې. دوی د امير دوست محمد خان (بارکزي) نمسي او د افضل خان ۵۰ کلن زوی عبد الرحمن حکومت په رسمي توګه ومنلو چې په ۱۸۸۱ م کې د افغانستان واکمن شو.
د امير لومړی کار دا و چې خپل ويشلی ملک يې راټول او په لوېديځ کې د هرات نه واخلې په شمال کې تر آمو سيند واک ټينګ کړو. د دې لپاره هغه د روس، ترکستان او پارس سره د سرحدونو د ټاکلو لوظنامې وکړې.
دی د انګريز وايسرای لارډ ډفرن په بلنه په ۱۸۸۵ م کې د خبرو لپاره راولپنډۍ ته لاړو. پخپلو يادښتونو کې ليکي چې ” انګريزانو راته يوه لويه توپخانه، ټوپکې او نغدې پېسې راکړې او دا لوظ يې وکړو چې که زما اړتيا وه نو د دې نه زياته مرسته به راسره وکړي.”
د ۱۸۸۸ م راهيسې په هند کې د برتانیا حکومت د امير سره د پولو د ټاکلو لپاره څو سفارتي استاځي ورواستول. ښايي د دوی د ليکونو ژبه کلکه او امير ته د منلو وړ نه وه. هغه څو وارې خپله ناروغي پلمه کړه او دا کار پرې وځنډېدو خو اخر يې انګرېز ته د سرحدونو د نقشې لپاره خواست وکړو.
هغوی چې کومه نقشه ورواستوله، پکې د وزيرو ټوله سيمه يې په هند کې شامله کړې وه. د دې په ليدو امير يو اوږد ليک وايسرای ته وليږلو چې د ياغستان سرحدي قبايل که زما په ملک کې پاتې شول نو “زه به يې د خپل يا د انګلستان دښمن پرضد وجنګوم او دوی د يو مسلمان باچا تر بيرغ لاندې په خوشالۍ به جهاد ته غاړه کېږدي. که دوی مو زما د ملک نه جدا کړل نو نه يې تاسو ته څه ګټه ده او نه ما ته. تاسو به تل ورسره جنګونه او دوی به تل چور تالان کوي.”
انګرېزانو د ده د غوښتنې هيڅ پروا ونکړه او د قبايلي سيمو نه يې افغان پوځ وشړلو. امير عبد الرحمان چې اسمار ونيولو نو انګريزان انديښمن شول. دوی په جنوب کې تر چمن د اور ګاډي پټلۍ په جوړولو لاس پورې کړی و چې تر هغې د افغانستان خاوره وه او امير عبد الرحمان پرې خواشينی و.
د ۱۸۹۰ م نه انګريز د هغه سره د يو تړون لپاره ليواله وو خو دا کار تردريو کالو وځنډېدو او اخر د امير په بلنه، په ۱۸۹۳ م انګرېز حکومت خپل خارجه وزير هنري مورټمر ډيورنډ کابل ته ورواستاوه. د ده سره ډګر من ايلس، جګړن ميکمهن، جګړن سميت، ډاکټر فين، د خاجه وزارت يو معاون کلارک او څو تنه هندي منشيان او چار واکي شامل وو. دا استاځي د اکتوبر په ۲ نيټه کابل ته ورسېدل او په “اندکي” کې د امير د زوی حبيب الله خان په کور کې ايسارشول. ډيورنډ په فارسي ژبې پوهېدو او د امير سره چې ملاقات ته ورغلو نو هم دغه ژبه کې يې ورسره خبرې وکړې. عبد الرحمان خپل يو منشي سلطان محمد خان د پردې شا ته پټ کښينولی و چې په فارسي او انګريزي دواړو پوهېدو او د دوی ترمنځ ټولې خبرې يې ټکي په ټکي ليکلې. د دې نه بل هيڅوک خبر نه وو او د امير هدف دا و چې د وروستیو لپاره د يو سند په توګه پاتې شي.
امير پخپلو يادښتونو کې وايي چې د دوی د خبرو لنډيز د روس او افغانستان تر منځ د واخان او شغنان د سرحدونو جګړه او دا چې څنګه يې دا لانجه حل کړه، و.
امير دا هم ليکي چې کله د واخان صوبه زما لاس ته راغله، نو برتانیا ته مې وروسپارله ځکه هغه د کابل نه ډېره ليرې وه.
د انګريزانو له خوا کښل شوې نقشه کې د چترال او د غل پاس (غل درې) نه تر پېښور او د پېښور نه تورغر پورې د سرحد ښودلو يوه ليکه جوړه وه. په دې کې د واخان، کافرستان(نورستان)، اسمار، مومند دره، لالپوره او د وزيرستان يوه برخه د افغانستان په برخه ورسېدل. امير په دې هرڅه خپله خوښه څرګنده کړه او ليکي چې ” د چمن سټيشن نه چاغي، د وزيرو پاتې ملک، بلند خيل، کورمه، آپريدي، باجوړ، سوات، دير، چيلاس او چترال نه مې لاس واخيستو.
د نقشې د کښلو نه وروستو يوه توافق نامه ( ميمورنډم آف انډرسټېنډنګ) وليکل شوه. په دې کې اوو ( ۷) مادې وې چې پښتو ژباړه يې داسې ده.
(١) د عاليجاه د واک ختيځې او جنوبي سيمې چې د واخان نه د پارس تر پولې پورې دي، هغه ليکه تعقيب کړي چې د دې لوظنامې سره مله په نقشي ښودل شوې دي.

(٢) د هند حکومت به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له دغې ليکې نه آخوا د افغانستان په لور پرتې دې، مداخله نه کوي، اوعاليجاه امير به هيڅ وخت د ليکې نه آخوا د هند لوري ته پرتو سيمو کې مداخله نه کوي.

(٣) د برتانیا حکومت د عاليجاه امير سره په دې موافق دی چې اسمار او د دې نه بره تر چاناک درې پورې سيمه وساتي. له بلې خوا عاليجاه په دې راضي دی چې هيڅ وخت په سوات، باجوړ يا په چترال کې د بشگل، د ارنوايي درې په شمول، مداخله نه کوي. د برتانیا حکومت دا هم مني چې د برمل سيمه به د عاليجاه په لاس کې وي، کومه چې عالي جاه ته پخوا سپارل شوې، مفصلې نقشې کې ښکاري، او عاليجاه د پاتې وزيرستان او د دوړ په هکله له خپلې دعوی نه لاس اخلي، هم دغسې عاليجاه د چاغي په اړه د خپلې ادعا نه تيرېږي.

(٤) چرته چې اړتيا وي او يا عملي کېدېشي، د سرحد کرښه به د برتانیا او افغانستان د ګډو کمشنرانو له خوا کښل کېږي. د دغو کمشنرانو مقصد به دا وي چې د سرحد په ټاکلو کې د يو بل په خبره پوهه شي او تر کومه چې امکان لري، د هغې نقشې سره برابر کړي چې د دې لوظنامې سره مل دی. په دې کار کې به، دوی په پوله پراته د کليوالو حقوق په نظرکې نيسي.

(٥) تر څو چې د چمن خبره ده نو هلته د برتانیا د نوې چاوڼۍ په اړه عاليجاه امير له خپل اعتراض لاس اخلي. او برتانیا حکومت ته د هغې زمکې حقوق پرېږدې چې د “سرکۍ تلېرۍ” په اوبو کې يې پخپلو پېسو اخيستې وه. له دغه ځای نه به کرښه په دې توګه وکښل شي.
پښه کوتل ته نږدې د خواجه امران له لوړې نه ښکته سيمه به د بريطانيې سره وي، کرښه به هغه لور ته کښل کيږي چې مرغه چمن او د شرابو چينه به افغانستان سره پاتې شي او ورپسې د نوي چمن کلا او د افغان وروستۍ پوسته چې خلک ورته لښکرډنډ وايي، ترمنځ تيرېږي. دغه کرښه به بيا د اور ګاډي سټيشن او د هغې غونډۍ تر منځ چې د ميا بلدک په نامه ياديږي، تيره شي. د جنوب په لور وړاندې دا کرښه به د خواجه امران غرونو سره بيا يو ځای شي. په دې توګه ګوښه پوسته به د برتانیا په سيمه کې پاتې شي او د ګوښې په جنوب او لويديځ کې د شوراوک سړک به افغانستان ته پرېږدي. د برتانیا حکومت به د دې سړک تر نيم ميل پورې مداخله نه کوي.
(٦) د دې لوظنامې پورته جملې د هند د حکومت او د افغانستان د عاليجاه له خوا، د ټولو نظرياتي اختلافات سره چې د سرحدي سيمي په اړه، د دوی تر منځ پيدا شوي وو، د پوره او قانع کوونکې فيصلې په توګه گڼل کيږي. او دواړه د هند حکومت او عاليجاه مسول دي چې د تفصيل په اړه ټول اختلاف، چې وروسته به پرې د سرحدي کرښې د حد د پاره ټاکل شوي چارواکي غور کوي، د ملګرتيا په نيت خپلو کې سره فيصله کړي.
د دې لپاره چې د دواړو حکومتونو تر منځ د شکونواو غلط فهميو عوامل تر وروستي امکان ختم شي.

(٧) د برتانیا حکومت د عاليجاه په روغ نيت پوره ډاډ لري او غواړي چې افغانستان پياوړی او خپلواک وويني. دا به د عاليجاه لخوا د جنگي وسايلو په بيه کولو او راوړلو اعتراض نه لري، او په خپله به په دې لار کې ورسره مرسته وکړي. د دې نه علاوه په دې خبرو کې چې عاليجاه کوم ښه نيت څرګند کړو، د هغې د يوې نښې په توګه، د هند حکومت ژمنه کوي چې په هغو ۱۲سوه زره روپيو کې شپږ سوه زره روپۍ نورې ورزياتې کړي چې عاليجاه ته هر کال د مالي مرستي په توګه ورکوي.
په دې توافقنامه هنري مورټمر ډيورنډ ( د هند د خارجه چارو وزير) او امير عبد الرحمان لاسلیک وکړو او ۱۲ نومبر ۱۸۹۳ م نيټه پرې ليکلې ده. 

په بله ورځ په ۱۳ نومبر امير عبد الرحمان د ارګ په سلام خانه کې يو دربار ته خطاب وکړو چې پکې د ده د حکومت پوځي او ملکي افسران او د قبايلي سردارانو نه علاوه د ده دواړه مشر زامن (حبيب الله او نصر الله) حاضر وو. امير پخپل تقرير کې د افغانستان او د هند د حکومتونو تر منځ د دې لوظنامې شرايط وړاندې کړل. هم هلته يې د کميشن د غړو او د سر مورټمر ډيورنډ مننه وکړه چې هر څه يې په ښه توګه تر سره کړل. ورپسې ډيورنډ په يوې لنډې وينا کې وويل چې ده د وايسرای له خوا تار (ټيليګرام) تر لاسه کړی دی چې په دی دوستانه اړيکو يې خپله خوشالي څرګنده کړی ده.
اميربيا دویمه وينا هم وکړه او د ده منشي نن په ډاګه دا هر څه وليکل. وروستو امير د دريو واړو تقريرونو د کاپيانو جوړولو امر وکړو او دا دوه زره کاپيانې يې په افغانستان کې وويشل. د ديورنډ د توافق ليک کاپيانې په دربار کې حاضرو کسانو ته وويشل شول.
امير عبد الرحمان د دې استاځو د انګرېز افسرانو لپاره تمغې (ميډالونه) تيار کړي وو. د ده د پوځ مشرجنرال، د ده ميرمنشي او د کوتوال هر چا غوښتل چې دا ميډالونه د دوی په لاس انګريز ته ورکړل شي. اخر د مير منشي په لاس يې دا ميډالونه انګريزانو ته ورواستول او په ځواب کې يې د هغوی له خوا د مننې يو ليک ورته راوړو. په ۱۴ نومبر دا استاځي د کابل نه روان شول.
په ۱۸۹۴ م کې د برتانیا د سرحدونو هغه کميشن چې واڼه جنوبي وزيرستان کې يې خپل کمپ لګولی و، د مسېدو له خوا وسوځول شو. خو دوی درې کاله په دې غرونو کې ګرځېدل او په ۱۸۹۷ م کې يې خپل کار پوره کړو. په هغه کال ټولو قبايلو د دې کرښې پر ضد پاڅون وکړو چې د هند حکومت د دې د ختمولو لپاره ۶۰ زره پوځ ورواستاو.
په ۱۹۴۷ م کې د پاکستان په نوم يو نوی مملکت جوړ شو نو له قبايلي سيمو انګريزان ووتل. . د برتانیا هند ټولې چاوڼۍ، ودانۍ او لوظنامې پاکستان ته پاتې شوې. په کابل کې د برتانیا د سفارت ودانۍ هماغه وخت د پاکستان لاس ته ورغله. هغه وخت د افغانستان د حکومت لپاره يوه موقع وه چې پخپلې سيمې يې دعوا کړی واې. خو د ظاهرشاه حکومت څه ونکړل. په ۱۹۶۵ م کې چې پاکستان په خپل ټول پوځي توان هند سره په جنګ اخته و، افغانستان يو پوځي بريد کې دا سيمې نيولې شوې او په ۱۹۷۱ م کې چې د پاکستان زيات پوځ په بنګال او وروستو هند کې بند شو، د افغانستان له خوا څه عملي ګام پورته نشو.
په تېرو ۶۰ کالو کې په دې پوله بې له څه قانوني سند په ملينونو خلک اوړېدلي را اوړېدلي او اوس هم دغه کار روان دی. د افغانستان هر حکومت دا سرحد په رسمي توګه نه مني او په پاکستان کې ملت پاله ډلې دا د يو سياسي شعار په توګه کاروي. 

سرچينې
۱.تزک عبد الرحماني- د نوي افغانستان جوړونکي امير عبد الرحمان ژوند ليک. پروفيسر عزيز محمد بګټي، شاد خپرونې کوټه، ۲۰۰۶ م چاپ. ۲۳۶،۲۳۷ او ۲۳۸ مخونه.
۲. د ډيورنډ کرښه- ډاکټر ببري ګل وزير، ۲۰۰۷ م.۳۱ او ۳۲ مخونه.

صفيه حليم