کور / سياسي / د سیګار د وروستني راپور په هکله یوه خاطره

د سیګار د وروستني راپور په هکله یوه خاطره

احسان الله آرينزی

د افغانستان د بیا غاونې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د لګښتونو ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) وایي چې د دوی له تازه څیړنو څخه داسې ښکاري چې د افغانستان دولت نوره ځمکه هم بایللې او د کال 2016 په پای کی یوازې 64% خاوره د دولت په واک کې وه!

سیګار په کال 2014 کې دا سلنه 71.7% او په 2015 کې 65.5% ښودلی وه.

د سیګار مشر جان سوپکو وایي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د  هېواد د امنیت د خوندیتابه وس نه لري، امنیت ورځ تر بله خرابېږي او طالبان امریکایي وسلې له دولتي سرتېرو څخه په بیه اخلي!

د امریکا کانګرس په کال 2008 کې د ملي دفاع قانون د 1229 مادې د حکم له مخې، د افغانستان د بیا جوړونې د فعالیتونو او پروژو د عیني او خپلواکه څار له پاره د (سیګار) اداره جوړه کړه. سیګار دنده درلوده او لري چې د افغانستان د بیا جوړونې د اغیزمنتوب (موثریت) او ګټورتوب (مثمریت) د لوړولو او د پیسو د ضایع کېدو، درغلیو (تقلب) او مالي ناوړه ګټی د مخنیوي له پاره کار وکړي او د امریکا دولت ته درې میاشتني راپورونه برابر کاندي.

دا دی د سیګار تر ټولو نوی راپور وايي چې د افغانستان دولت په 2016 کې نوره ځمکه هم بایللی او واکمني 64% ته محدوده شوی ده!

د سیګار نوي راپور زه دې ته وهڅولم چې  هغه خبره د افغانستان له خلکو سره شریکه کړم چې د کال 2009 په اګست کې مې ولسمشر حامد کرزي ته کړې وه: ولسمشره په وردګو کې یوازې پوخ سړک ستا په دولت پورې اړه لري، نوره ځمکه درنه تللې!!

او هغه کیسه داسې ده:

د 2009 په اګست کې زه او سپین ږیری ژورنالیست محترم آصف وردک، د سیدآباد ولسوالۍ په شنیز کې اختطاف شوو. په غالب ګومان چې موږ یې د نورو کسانو په نومونو نیولی وو. که ما په هغه وخت کې د دې څلور ورځني اختطاف ټوله کیسه په (شد) او (مد) سره لیکلې وای، دا به د افغانستان خلکو او رسنیو ته ډېر په زړه پورې وه؛ ارمان چې دا کار هغه وخت ونشو او یوه په رړه پوری موضوع وځنډیده.

اختطاف د شنیز د بټک خیلو کلي په سیمه کې پېښ شو. په دې وخت کې له ما او آصف وردک سره د حزب اسلامي مجاهد مامور شاه محمود او د چهاردهي د طالبانو مدرس مولوی محمد طاهر هم وو چې هڅو یې څه ځای ونه نیو او ټوپکیان لاسبری شول.

چهاردهي زما خپل کلی دی چې د بټک خیلو په ګاونډ کې پروت دی، مولوی محمد طاهر زموږ په جومات کې هلکانو ته دیني درس ورکاوه او عملی یا جنګی طالب نه و!

په هر صورت ټوپکیانو یا اختطاف چیانو یا د طالبانو کومې ډلګی زه او آصف وردک د ګوربت غره داسې یوې درې ته بوتلو چې ډېره نری، کږلیچنه، جګه او ډبرینه وه او زموږ له کلي څخه د موټر د شلو دقیقو تګ په واټن لیرې پرته وه.

زه نه غواړم  چې په دې لیکنه کې په دې وغږېږم چې له موژ سره څه وشول او دا خلک څوک وو او ولې یې تښتولي یا نیولي وو. مطلب مې دا دی چې د جان سوپکو او د دولتي واکمنۍ په هکله خپل فکر له تاسو سره شریک کړم. 

په دې بارانی شپه په هغه سوړه کې چې زه او آصف وردک پکی زنځیر تړلي بندیان وو، یو ځوان وردک سرتیري او دوه غزنیوال شیعه پلار او زوی هم ولچک او زولانه وو!

سبا شپه په یوولسو بجو موږ له دې درې څخه د پک آپ موټر په واسطه، د جنجای سیمې ته لاړو چې د غزني او لوګر په پوله پرته ده او خلک یې دولتزي کوچیان دي.

دې مزل یو نیم ساعت وخت ونیو، په خامه لارو، ډمبر سړک او د دولتي پوستو تر څنګونو تېر شوو او د جنجای وروستنۍ غرنې سیمی ته ورسیدو. 

بله ورځ بل پک آپ زه د مورو یا مهرو په لار جغتو ته ورسولم او هلته یې د جغتو طالب ولسوال ته وسپارلم. ماښام دې ولسوال زه په یو سراچه موټر کې چک ته بوتلم او هلته یې د سیوکه یا سیبکه د کلي د یو جومات امام ملا رحمت الله ته وسپارلم چې فعال ټپی طالب و او زما تحقیقات د شپی همدلته تر سره شول.

په هر صورت کله چې موضوع پای ته ورسېده او زه کابل ته ورسېدم، له ډېرو وردګو سپین ږیرو او دولتي چارواکو سره د کورنیو چارو وزارت ته لاړم چې وزیر محمد حنیف اتمر ووینو. 

وزیر زما په خلاصون خوښي وښوده او له سپین ږیرو او مشرانو څخه یې وغوښتل چې د دولت ملا وتړي، خلکو هم خپلې خبرې او غوښتنی درلودې چې شرح یې دلته نه راوړم. 

ماسپښین مهال ولسمشر حامد کرزي ټلفون وکړ. زه په هغه وخت کې د آریانا راډیو ټلویزیون مشر وم او ډېرو رسنیوغوښتل په دې پوه شي چې څه پېښ شول او زه څنګه ژوندی را خلاص شوی یم!؟

کرزي صیب ترکیې ته روان و. د ارګ او هوایي ډګر تر منځ واټن کې یې ټلفون کړی و. ده وویل څه کوی چې غلط غلط کارونه کوې او وردګو ته ځی! ما ورته وویل چې رییس صیب ما ګومان کاوه چې ستا په پادشاهی کې امنیت دی، ده وویل چې یه، یه دا خبره سمه نه ده، امنیت نسته، هر چا چې در ته ویلي چې امنیت دی، درواغ یې ویلي…

کرزي صیب وویل له ترکیې وروسته درسره ګورم چی په کیسه می پوه کړی؛ خو اوس په دوو دقیقو کې دا راته ووایه چې حالات هلته څنګه وو؟ ما ورته وویل چې اختطاف چیانو یا طالبانو په سیدآباد، جغتو او چک ولسوالیو کې نژدې یو نیم سل کیلومتره، د ورځې یا د شپې، په ډمبر یا خامه لارو په داسې موټرو کې وګرځولم چې پریمانه وسلې، ماینونه او سړي به پکې بار وو او هېڅ وېره یې هم نه درلوده…

لکه چې کرزي صیب بېحوصلی شو او وې ویل نو بیا… 

ما ورته وویل رییس صیب ته یوازې د ډمبر سړک واکمن یې، نوره خاوره درنه تللی. له ډمبر هاخوا نه دولت شته، نه والي شته، نه پولیس شته، نه محکمه شته، نه واکمني اغو نه ولسواکی!!

ده وویل شه وایي نسته، نسته!…

او زیاته یې کړه کله چې له ترکیې راوګرځم، بیا دې وینم چې په ټوله کیسه مې خبر کړې؛ خو د واکمنۍ تر پایه یې زه په دې هکله ونه لیدم او نه یې بیا پوښتنه وکړه!

دا خاطره مې د (سیګار) او (جان سوپکو) د وروستني راپور په هکله ولیکله!!