کور / سياسي / مه کوه په چا، چي و به سي په تا

مه کوه په چا، چي و به سي په تا


احسان الله ارينزی
د روان عیسوی کال د جنوري د درویشتمې ورځې ماسپښین څه کم درې بجې، په لندن کې د برتانیا د شوری تاریخي ودانۍ ته څېرمه، داسې یو ترهګریز برید وشو چې د لویې برتانیا لومړۍ وزیره مېرمن (تیریزامي) یې هکه اریانه کړه! هغه تیریزامي چې د مېرمن (تاچر) په ځای ناسته ده او د نړۍ د یوې زړې؛ خو پیاوړې سترواکۍ لومړۍ وزیره بلل کېږي.

ترهګر لومړی په (ویست منسټر) نومي پل باندې خلک په موټر ووهل او بیا یې د شوری په یو ساتندوی افسر د چاکو ګزارونه وکړل. په دې پېښه کې د ترهګر په ګډون پنځه کسان ووژل شول او تر څلوېښتو ډېر ژوبل شول. پولیس وایي چې ترهګر هغه وخت خپل موټر پرېښود چې له دیوال سره ولګید. ده غوښتل چې د شوری ودانۍ ته ننوزي او ګڼه مرګ ژوبله واړوي.

داعش په همدې ورځ پخپله وېبپاڼه (اعماق) کې د برید پړه په غاړه واخیسته. لږ وروسته پولیسو وویل چې دا برید 52 کلن خالد مسعود په یوازي ځان کړی.

د خالد مسعود اصلي او پخوانی نوم (آدریان راسل آجاو) دی چې د برتانیا په جنوب کې، لندن ته نژدې په (کنت) کې ږېږېدلی او اوس یې په بیرمنګهام کې ژوند کاوه.

ویل کېږي چې آدریان په 1983 ، 2000 او 2005 کې درې ځلې بندی شوی، په کوکایینو روږدي و او د ځان جوړولو یا پیاوړي کولو (استرویید) یې خوړل.

دا چې آدریان کله مسلمان شوی سم معلومات نشته؛ خو یو چا ویلي چې دی یې په کال 2001 کې په داسې وخت کې لیدلی چې قران شریف یې لوست. ده په 2004 کې په لویدیځ ساکس کې له یوې پاکستاني مېرمنې سره واده کړی.

خالد مسعود په 2005 او 2008 کې دوه ځلې سعودي عربستان ته تللی او په (جده) کې یې د انګلیسي ژبې د ښوونکي په توګه شااو خوا دوه کاله کار کړی دی.

په هر صورت په دې لیکنه کې زما هدف دا نه دی چې د (ادریان راسل آجاو) یا (خالد مسعود) د پلار نیکه په هکله ډېر څه ولیکم، زما مطلب دا دی چې ادریان غوندې خلک پخوانیو برتانوي مشرانو او چارواکو پخپله (کرلي) وو او روزلي وو او دا دی اوس یې ټوله لویدیځه اروپا او آن امریکا حاصل ټولوي!

د کال 1981 په اکتوبر کې د برتاینا لومړۍ وزیره (مارګریت تاچر) پاکستان ته سفر وکړ. د پاکستان پوځي واکمن جنرال ضیا الحق د تاچر مخې ته ورغلی و. تاچر په دې سفر کې د ضیا الحق او د افغان مجاهدینو د څو مشرانو یا قوماندانانو په ملتیا د افغان کډوالو یو کمپ ته لاړه او هلته یې هغه کسانو ته چې د پاکستان او یو شمېر عربي او لویدیځو هېوادونو په مالي او پوځي مرستو د شوروي یرغل په وړاندې (جهاد) ته چمتو کېدل په خطاب کې وول: (تاسو خپل هېواد پرېښود؛ ځکه نه مو غوښتل چې په داسې یو کمونست نظام کې ژوند وکړئ چې له خدایه منکر دی. هغه نظام چې هڅه کوي ستاسو دین او خپلواکي له منځه ویسي او غواړم ووایم چې په آزاده نړۍ کې د خلکو زړونه له تاسو سره دي).

په دې سفر کې مارګریت تاچر د افغانستان سرحد ته هم لاړه. داسې عکسونه شته چې وایي تاچر د دیورند له ها غاړې د افغانستان خوا ته ټوپک نیولي!

وروسته بیا د ویلز شهزادګۍ( دیانا فرانسسس)، د برتانیا د سلطنتي کورنۍ لور، د برتانیا د ملګې د د دویمې الیزابیت د مشر زوی)، چارلس لومړنۍ مېرمن، د (آرموند) نامتو روغتون مشره، ټولنیزه فعاله او د نړۍ د بېوزله ماشومانو او کورنیو ستره ملاتړه، پاکستان ته د خپل سفر په وخت کې تورخم ته لاړه او د افغاني مجاهدینو پکول یې په سر کېښود. ویل کېږي چې په هغه وخت کې (دیانا) (پکول هومره مشهور کړ چې د لویدیځې اروپا ښایسته نجونو او ځوانانو په سر ایښود!

داسې کومه نښه نښانه نشته چې مېرمن دیانا دې هم د مارګریت تاچر په شان، د افغانستان لور ته ټوپک نیولی او ډز کړی وي او یا یې دې ویلې وي چې هغه نظام مه منۍ چې ستاسو دین او خپلواکي له منځه وړي؛ خو ښکاره خبره ده چې دیانا هم د لویې برتانیا د وجود د غړې په توګه، خپلې سترې ملي او ستراتیژیکې ګټې په پام کې نیولې او له سرو کرښو څخه نه وتله.

زه فکر کوم هغه ټوپک چې مارګریت تاچر او M16 څلوېښت کاله مخکې، د پاکستان په کوم روزنځای کې د یو افغان مهاجر په لاس ورکړی او د خپلو سترو جیوپولتیکي ګټو له پاره یې افغانانو ته درواغ ویل او هغوی یې د افغانستان د تاریخ، مدنیت او نوي ژوند ورانولو ته هڅول، اوس نتیجه ورکړي، کله په پاریس کې په (شارولي ابدو) یرغل کېږي، کله د بروکسل هوایي ډګر په وینو لړل کېږي، کله د جرمني په کوم واټ کې موټر په خلکو خیژي، په امریکا کې نژدې هره ورځ ډزې کېږي او ویني بهېږي او ټوله نړۍ په یو ډول وېره کې ډوبه ده.

مارګریت تاچر او M16 او د دوی ملګرو هېوادونو چې کوم بنسټ ایښی و، اوس د مجاهد، طالب، جیش …، سپاه صحابه، لشکر جنګوي، القاعده، الشباب، بوکوحرام، د ختیځ ترکتسان مجاهدین، حزب التحریر داعش په نومونو حاصل ورکړي، ډېر هېوادونه د افغانستان عراق، سوریه، یمن، لیبیا او نورو په سرنوشت اخته او په بشپړه توګه وران شوي، هره ورځ د بیګناه انسانانو وینې بهېږي، د تمدنونو ټکر په جګړو اوښتي او نړۍ تیاره، بدمرغه او خپه ښکاري.

په افغانستان کې یو متل دی چې وایي مه کوه په چا چې وبه شي په تا! نو برتانیا چې کوم کښت کړی و، اوس به یې حاصل پورته کوي. د افغانستان خوا ته د مارګریت تاچر د ټوپک ډز به اوس هرومرو په لندن او اکسفورد او برمنګهام کې اورېدل کېږي او دا به لا زور اخلي!

احسان الله ارينزی