کور / راپور / د کندهار او د امريکا د کونسل بلوفس ښارونو ترمنځ د ښاري خونديتوب تړون لاسليک سو

د کندهار او د امريکا د کونسل بلوفس ښارونو ترمنځ د ښاري خونديتوب تړون لاسليک سو

دکندهار ښار او د امريکا د متحده ايالتونو د Iowa ايالت د Council Bluffs ښار تر منځ د ښاري خويندتوب يا sister cities partnership تړون لاسليک سو.دکندهار ښاروال انجينر روښان ولسمل وايي: د کندهار ښار او Iowa ايالت د Council Bluffs ښار تر منځ د همکاريو په ترڅ کي به د کندهار ښاروالۍ د کمپيوټري سيسټمونو ايجاد او توسعې ته زمينه برابره سي، فرهنګي فعاليتونه به يې پراختيا پيدا کړي، د ظرفيت لوړولو پروګرامونو او فرصتونو ته به يې لاسرسی پراخ سي او هم به علمي او تحقيقاتي پروژې پلي سي.

د يادولو وړ ده چي کندهار ښاروالي د ايران د مشهد ښار له ښاروالۍ سره هم په اړيکه کي ده، تر څو د دواړو ښارواليو تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو نيولو ته له پاره چاپېريال برابر سي.

دکندهار ښاروال او د کندهار ښاروالۍ ټول کاري ټيم هڅه کوي چي د کندهار ښاروالۍ ظرفيت په اساسي او هر اړخيزه توګه لوړ کړي، تر څو په متوقع توګه د لا ډېرو خدماتو عرضه کولو، د ښاريانو له پاره د غوره ښاري ژوند د آسانتياوو برابرولو او د خلکو د ژوند د کيفيت لوړولو جوګه سي.