کونړ: بهرنیو ځواکونو ۲۱ تنو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

جان محمد مهربان | اپریل 13th, 2009


د کونړ ځايي چارواکي ،وايي ددې ولايت د وټه پور ولسوالۍ اړوند د چانګار په سيمه کې بهرنيو ځواکونو بمباري کړې او ۲۱ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. يو چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کې ۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي. بهرنيو ځواکونو تراوسه پورې ددغه ترسره بريد په اړه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024