ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۲۱)
اسلامي سیاست څه ته وایې؟
څلورم اصل:
د خليفه صفات او شرطونه
د اسلامي سیاست څلورم اصل دادى چې د ریاست مشر يعنى خليفه به د خپل علم، عمل ، عدالت، دیانت، وړتیا او صلاحيت له نظره په ټول امت کې ممتاز شخصيت وى، ځکه اسلامي ریاست د خپل طبيعت له مخې يو اصولى فكرى ریاست دى نو شرعاَََ او عقلاً لازمه ده چې دده مشر د اسلام عملى نمونه وى، او د خپل دينى فكر او عمل په اساس ښکاره او ممتاز و ګړې وي، او یا لږ ترلږه د يوه صالح موْمن وګړي بنسټیز شرائط خو پوره کړي ، د اسلام پوهانو د شرعي دلا ئلو په رڼاکې دا شرائط او اوصاف بیان کړې، چا لږ ډیر تفصيل ورکړې او چا په مختصره توګه راخستى دى – امام قرطبى رحمة الله عليه دا شرطونه د نورو علماؤ په نسبت په ډیر تفصيل سره بیان کړې دى. چې په لاندې توګه ئى وړاندې كوو .
ا{ مسلمان وى :
په قرانكرم کې ئى د «او لو الامر مسلمانى» شرط ګرځولى ده
یاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَاولي الامْرِ مِنْكُمْط
[د النساء سورت 59 ايت ]
[ اى موْمنانو د الله او د رسول اطاعت وکړئ او د خپلو هغو مشرانو چې ستاسې څخه وي ” مسلمانان وى ” اطاعت وکړئ ] .
او په خپلو رازونو او معاملا تو کې ئى د غير مسلمانانو ورګډول او شريكول ناروا ښودلى دي.
یاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لا یالُونَكُمْ خَبَالا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتْ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمْ الایاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ ه
[د ال عمران سورت 118 ايت ]
[اى موْمنانو ! د خپلى ټولنى له وګړونه پرته نورو سره خپل رازونه مه شریکوئ ، هغوى ستاسې د وركاوي له هيڅ يو فرصت څخه ګټه اخيستل له لاسه نه وركوى ، تاسې ته چې په هر څه زیان در رسیږي هغوى پرې خوښیږي ، د هغوى د زړه دښمنى د هغوى له خولو نه راوځي خو هغه څه چې هغوى په خپلو سينو کې پټ ساتلي هغه له دى نه زیات دي . مونږ تاسې ته په ډاګه څرګنده لارښوونې کړيدي كه تاسې پوهه لرئ [ نو له هغو سره به د اړیکو په ساتنه کې له پاملرنې څخه كار واخلئ ] ] .ا
َ(امْ حَسِبْتُمْ أَنْ تُتْرَكُوا وَلَمَّا يَعْلَمْ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَلَمْ يَتَّخِذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلا رَسُولِهِ وَلا الْمؤمِنِينَ وَلِيجَةً وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ه
[ د التوبه سورت 16اّيت ]
[ ایا تاسې دا ګڼلې ده چې همداسې به پريښودل شئ پداسى حال کې چې تر اوسه پورى خو الله دا نده ليدلي چې له تاسې نه څوك هغه كسان دي چې هغوى [د هغه په لاره کې ] سرښندنه کوي او له الله ، پيغمبر او موْمنانو څخه پرته ئې بل څوك خپل صميمى دوست ونه نيوه ] .
موْمنانو ته حكم ورکړل شوى چې كافران خپل دوستان و نه نيسئ. او په خپلو رازونو او معاملا تو کې ئى د غير مسلمانانو داخلول او شريكول ناروا ښودلى دى.
یاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ اولیاءَ مِنْ دُونِ الْمؤمِنِينَ [ د النساء سورت 144 ايت ]
[ اى موْمنانو ! د موْمنانو په ځاې له كافرانو سره ملګرتیا مه كوئ] .
نو كله ئى چې په راز کې شريكول او دوستان نيول روانه دى نو څنګه به د هغه مشري روا شي، د اسلامي حكومت مقصد د اسلام د دين جارى كول دى نو هر هغه څوك چې په دى دين ايمان نه لرى نو هغه به دا څنګه نافذ او جارى کړې ؟
هيځ ملت او ریاست د بنسټييزى نظرئى او اساسى قانون نه منونکې ته د مسْوليت منصب نه شي ورسپارلى .
2{ نارينه وى :
په قرانكريم کې راغلى چې نارينه په ښځو حاكم دى.
الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ ط [ د النساء سورت 34 اّيت ]
[ نارينه پر ښځو واکمن اداره چیان دي ، له دي امله چې الله د هغو ځينو ته پر ځينو نورو لوړتیا ور کړید ه، او له دي كبله چې نارينه خپل ما لونه لګوي ] .
رسول اكرم صلى الله عليه وسلم فرمايلى دى چې:
[ هغه قوم به هیڅکله كامیابه نه شي چا چې ښځه خپله حاكمه وګرځوله ][ صحيح بخارى او صحيح مسلم ] .
په همدى ډول نبى صلى الله عليه و سلم فرمايلى دى چې:
[ هر كله چې ستاسې معاملى د ښځو په غاړه شوې نو بیا تاسې ته مرګ ډیر ښه دى] [ جامع ترمذى ] .
د اسلام د فقهاو په دى خبره اجماع ده چې ښځه د حكومت مشره او خليفه نه شي ټاکل کیداې .
3{عاد ل او صالح وى :
په قرانكريم کې راغلى دى چې ظالم خلك د مسلمانانو د امامت او قیادت وړ نه دى:
قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلناسِ إِمَامًا قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي قَالَ لا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ ه
[ نو الله جل جلاله وويل ” زه تا د ټولو خلكو قائد ټاكم ، ابراهيم عليه السلام عرض وکړ ” او ایا زما له اولادي سره هم همدا وعده ده؟ هغه وويل ” زما وعده له ظالمانو سره نشته ] .
د الله جل جلاله نه د غافلو مسرفينو او مفسدينو اطاعت روانه دى
وَلا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلنا قَلْبَهُ عَنْ ذِكرنا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا ………ه
[د الكف سورت 28 اّيت ]
[ د هغه چا اطاعت مه كوه چې مونږ ئې زړه د خپل اطاعت څخه غافل کړې دى او د خپلو هیلو او غوښتنو دپوره کولو پسې ګرځي او د هغه كار او طبيعت د حد څخه تجاوزاو تیرې وي ] .
وَلا تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ الَّذِينَ يُفْسِدُونَ فِي الارْضِ وَلا يُصْلِحُونَ ط
[د الكهف سورت 28 اّيت ]
[ تاسې د حد څخه د تيريدونكو خبره مه منئ( او دا هغه خلک دي ) چې په ځمكه کې فساد كوى او د اصلاح كارنه كوي ] .
یاأَيُّهَا الناسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكر وَأُنثَى وَجَعَلناكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكرمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ه
[د الحجرات سورت 13 اّيت ]
[ اى خلكو ! مونږ تاسې له يوه نارينه او يوي ښځې نه پيداکړ ي یاست او بیا مو تاسې قومونه او قبيلى وګرځولئ ترڅو چې تاسې يو تر بله سره وپيژنئ ، په حقيقت کې د الله په وړاندې له تاسې نه تر ټولو زیات عزتمند هغه څوك دى چې په تاسې کې تر ټولو زیات پرهيزګار وي . په باورى ډول الله په هر څه پوهيدونکې او باخبره دى] .
نو كله چې د فاسق او نافرمانه اطاعت له سره روا نه وي او هغه د عزت او احترام وړهم نه وي نو هغه به د ټول ملت د ریاست او مشرۍ مستحق څنګه وګرځي؟ د اسلام د فقهاو په دى خبره هم اجماع او اتفاق دى چې فاسق وګړي د مشر په څیر نشي ټاكل کیداې .
4{ د د ين عالم وي :
په قرانكريم کې ئى د «اولوالامر» له پاره د استنباط او اجتهادى بصيرت لرل اړین ګڼلي دي :
وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الامْنِ أَوْ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ الې الرَّسُولِ والي اولي الامْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ ط
[د النساء سورت 83 اّيت ]
[دوى چې كله كوم د ډاډ یا ويرى خبر اورى هغه خپروى ، پداسى حال کې چې كه دوى هغه پيغمبر او د خپلى ډلې مسئولو كسانو ته ورسوي نو پر هغه به داسى ډول خلك وپوهیږي چې د دوى په مينځ کې د دى خبرى صلاحيت لري چې له هغى څخه سمه نتيجه واخيستلى شي ] .
د قیادت له پاره علم و جسم دواړه اړین دى :
قَالَ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ وَاللَّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ط [د البقره سورت 247 اّيت ]
[الله پر تاسې هماغه غوره کړې دى او هغه ته ئې روحي او جسمى داوړه ډوله پراخ اهليت وربښلى دى ] .
عالم او غير عالم برابر نه وى :
قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ ه
[ د الزمر سورت 9 اّيت ]
[ووايه اّیا هغه خلك چې پوهیږي او هغه چې نه پوهیږي سره برابر دى؟ ]
په دى خبره د فقهاو اتفاق دى چې لږترلږه علم كول ډیر ضرور دى خو په سختو او بغرنجو مسائلو کې د عابدينو فقهاو مشورى ته رجوع كولى شي ، لكه څنګه چې د راشدينو خلفاو دوره وه، خو په هر وخت کې د نورو څخه په پوښتنه كار نه روانیږي.
د اسلامي ریاست مقصد د دين جارى كول دى. نو هغه څوك چې د ضرورت په اندازه هم د دين په هكله علم ونه لرى نو هغه به ئى جارى څنګه کړي؟ هيڅ ملت داسى شخص خپل مشر نه شي ټاكلى چې د ریاست د اساسى قانون څخه بالكل ناخبره وى .
5{ اّزاد وى :
يعنى د چا غلام نه وي، او نه د چا د ټول وخت نوكر اویا دچا بندى وى او د فرائضو د اداء كولو له پاره فراغت ونه لري.
6{ بالغ وى :
نا بالغه هلك خو دا بار د خپلى جسمانى او ذهنى كمزورتیا په اساس نه شي پورته كولى، د بلى خوا څخه ناپوهه او نابالغه كوچنیان په خپل مال کې د تصرف څخه هم منع کړل شوى دى
وَلا تؤتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمْ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قیامًا وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلا مَعْرُوفًا ط
[ د النساء سورت 5 اّيت ]
[ او خپل هغه مالونه چې الله جل جلاله هغه ستاسې له پاره د ژوندد سمبالښت وسيله ګرځولى ده ناپوهانو ته مه سپارئ البته د هغوى د خوراك او اغوستن له پاره ئې ورکړې او هغوى ته سمه لارښونه وکړې ] .
7{ د عقل او پوهې خاوند وى :
ښکاره ده چې په ذهنى توګه مريض شخص دملت دومره دروند بار نه شي پورته كولى.
8{ د بد ن غړى ئې روغ وى :
په جسمانى ډول بى كاره شخصيت دومره لوى خدمت نه شي سرته رسولى او نه حدود جارى كولاې شي .
9{ زړه و ر او شجاع وى :
دكمزورى زړه خاوند، بزدله شخص نه د هيواد دفاع كولاې شي نه امن راوستلاې شي او نه حدود جارى كولاې شي .
10{ په معامله پوه او د راى خاوند وى :
د حالاتو څخه بى خبره شخص چې په معاملاتو باندى نه پوهیږي هیڅکله نظم او ضبط نشي راو ستلاې 1.
د امام د شرائطو ذكر په نورو كتابونو کې هم شويدى چې په ځينو کې په لنډ ډول او په ځينوکې په مفصل ډول بیان شوى دى2 .
دخلافت له پاره د قريشي توب شرط
د اهل سنت و الجماعت جمهورو علماؤ د خلافت له پاره قريشي توب شرط ټاكلى دى. او د دى شرط له پاره یې هغه احاديث دلیل راوړې چې په هغه کې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلى دى چې [ائمه او خلفاء به د قريشو له ډلې څخه وى 3.]
خو كه چيرى قريشي د دين د اقامى، عدل او انصاف څخه مخ واړوى نو بیا د هغه په مقابل کې د غير قريشي خليفه ټاكل روادى. په دى د ټولو فقهاو اجماع شوى ده چې يوازى قريشي توب كافى نه دى. بلكه ايمان ، علم، دیانت، زړه ورتیا او شجاعت ته د اوليت حق حاصل دى ، د سیدنا رسول الله صلى الله عليه وسلم په حديث کې قريشي خلفاو ته د اوليت وركولو حكم د دى شرط سره تړلي دى چې هغه به دين جارى كوي ” ما اقاموا الدين ” 4.
په يوه بل روايت کې راغلى دى چې امراء به د قريشو څخه وى، تر هغه پورى چې هغوى په عدل پريکړي كوي ” ماحكموا فعدلوا “
په يو بل روايت کې ويل شوى دى چې كله قريش د صحيح لارې څخه و ښوویږي او په حق ولاړ نه شي ، نو تاسې بیا خپلى تورى را پورته کړئ ” رجاله ثقات الا ان فيه انقطاعا ” 5.
همدا د امام ابوحنيفه رحمة الله عليه مشهور مسلك او د حنفى فقهاو فتوى ده چې قريشي توب شرط دى خو علامه انور شاه كشميرى رحمة الله د التحرير المختار په لومړۍ ټوك 68 مخ په حواله لیکلي دى چې د امام ابو حنيفه رحمة الله عليه څخه يو روايت دا هم را نقل شوى دى چې قريشي توب اړین نه دى 6.
خو دا روايت ډیر كمزورى دى چې د پورتنى قول په مقابل کې د منلووړ نه دى .
ابن خلدون رحمة الله عليه د قريشي توب د شرط علت ، د قوت خاوند او اغیزمنتوب بیان کړې دى. هغه ليکې چې اصل مقصد د نسب او قبيلى برترى نه ده. بلكه مقصد ترى ، قوت ، اغیزمنتوب او د قوم ډیر اعتماد لاس ته راوړل دى ، خو ابن خلدون رحمة الله عليه د ممتاز مورخ او ټولنپوهنى په څنگ کې په فقه او حديثو کې هغه ځاې نه لرى چې دهغه په اساس د ده په توجيه باندى اطمينان حاصل شي ، په دى خاطر كه چيرى صحيح النسب قريشي موجود وى او قوم پرى اعتماد وکړې او په نورو شرائطو هم برابر وى نو هغه ته په غير قريشي برترى وركول په كار دى .
پاته په دوه ویشتمه برخه کې ولولئ…