پاكستان: ولسمشر او قاضي القضات په لومړي ځل سره وليدل
د پاكستان ولسمشر آصف زرداري او قاضي القضات افتخار چوهدري يو په يو ليدنه وكړه.
د پاكستان د جمهوري رياست څخه وركړل سوي خبرونه وايي چي ولسمشر او قاضي القضات د ليركړل سويو قاضيانو پر لانجمنه مسئله او د پاكستان پر روانو حالاتو مفصلي خبري وكړې.
د خبرونو له مخي دا له هغه راهيسي چي افتخارچوهدري دوهم ځال ستري محكمې ته د رئيس په توګه تللئ، له ولسمشر زرداري سره د هغه لومړۍ ليدنه وه.